Home خانه
د خواشینۍ پیغام
د خواشینۍ پیغام
سه شنبې د تله ۴ مه
په ډېرې خواشینۍ سره مو تر لاسه کړ، چې د بره کي راجان د هلکانو لېسې ښوونکی عبدالصبور د غلام رسول زوی شهید شوی دی.
نوموړی ښوونکی درې ورځې مخکې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو د شوې نښتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بره کي برک ولسوالۍ د پوهنې آمریت وایي، چې نوموړی استاد ښوونځي ته پر لاره، د یوه هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې په شهادت رسېدلی دی.
شهید استاد عبدالصبور شاوخوا ۶۳ کاله عمر درلود او له تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا د بره کي راجان د هلکانو په لېسه کې د ښوونکي مقدسه دنده ترسره کوله.
لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیسته وشوه
لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیسته وشوه
(تله-۳) نن ورځ د لوګر ولایت د کرنې ریاست لخوا د کرنیزو محصولاتو نندارتون په پیل کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي،د کرنې رئیس محمدالدین مومند،د ادارو رئیسانو،دهقانانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
په پیل کې د کرنې ریس ووېل ددغه نندارتون هدف په لوګر ولایت کې د ټولو کرنیزو محصولاتو پېژندنه ، د کرنیزو تولیداتو راټولول او نمایش دی ، ریس وویل کروندګرو ته دا ژمنه ورکوو چې دوی کومې ستونزې لري د هغوی ستونزې به حلوو او سهولتونه به ورته برابروو.
د محمدآغې د نجونو ښوونځي پرانیستي دي
د محمدآغې د نجونو ښوونځي پرانیستي دي
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبې، د تلې ۳ مه
د لوګرد پوهنې ریاست د رسنیو او ټولنیزو پاڼو له لارې هغه خپاره شوي آوازې ردوي، چې کواګې د محمدآغې د نجونو ښوونځي تړل شوي.
په یاده ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو شته ښوونځي نه دي تړل شوي او ټول د زده کوونکو پرمخ پرانیستي دي.
د محمدآغې د نجونو ښوونځیو مدیرانې، سرښوونکې، ښوونکې او زده کوونکې وایي، چې د دوی ښوونځي هیڅ چا نه دي تړلي او ټول فعال دي.
هغوی زیاتوي،چې د ښوونځیو د تړل کیدو په هکله د رسنیو له لارې خپاره شوي راپورونه ناسم دي او دوی یې ردوي.
د مغل خیلو د نجونو لېسې مدیره زرغونه روستایي وایي، چې په روان ښوونیز کال کې د نجونو ښوونځیو درسي بهیر له کوم خنډ سره نه دی مخ شوی.
چاودنې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله واړوله
چاودنې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله واړوله
په لوګر ولایت کې د چاودنې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن له غرمې وړاندې د ازرې ولسوالۍ په پتېخیلو کلي کې په یوه کور کې چاودنه شوې. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وایی، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپیان شوي هم دي. د نوموړي په وینا یاده چادونه د استوګنې په کور کې د یوې زړې مرمې د چاودنۍ له امله رامنځته شوې، چې پنځو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د څلورو لویو اساسي سړکونو د کار د پیل لپاره 25 کسیزه کمېټه وټاکل شوه
د څلورو لویو اساسي سړکونو د کار د پیل لپاره 25 کسیزه کمېټه وټاکل شوه
پرهمدې تړاو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د وږی په ۲۴مه نیټه غونډه جوړه شوې وه چې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو هر یو الحاج محمد اکبر ستانکزي ، حاجي صاحب خان ، حاجي علي محمد شهیدي ، د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد آصف صدیقي ، د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د لوګر والي محمد حلیم فدایي ، د ولایتي شورا غړو او د محمدآغې ولسوالۍ قومي مشرانو ګډون کړی وو.
غونډه په محمد آغې ولسوالۍ کې د څلورو لویو اساسي سړکونو د جوړېدو په پار جوړه شوې وه، چې په دغو سړکونو کې د سرخاب ، برګ ، زرغون ښار او دهنو سړکونه شامل وو.
دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام
دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام
دپښتو ژبې ځلانده ستورى راپريوت؛
دپښتو ژبې ليکوال او شاعر استاد سعدالدين شپون د ورپيښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب بيده او له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره رخصت واخيست.
انالله وانااليه راجعون
استادسعدالدين شپون دپښتو ادبياتو لويه هستي وه، چې نه يواځې دپښتو د ژبې ادبياتو په پياوړتياکې خدمت ګاللي ٶ؛ بلکې د ژورناليزم په ډګر کې هم ستر خدمتونه ترسره کړي دي. ډيرکلونه يې په امريکا غږ راډيو کې دپښتو د څانګې له تکړه او نوموتو ويندويانو څخه شميرل کيده، ارواښاد په دې ورستيو وختونو کې په افغانستان کې اوسيده او دهيواد دولايتونو په فرهنګي ناستو او مشاعرو کې ګډون کول، چې تيرکال دلوګر ولايت دسنځل ګل په يوولسمه دوديزه ميلې او مشاعرې کې هم برخه اخيستې وه.
سومین سالروز شهادت لمړی بریدمن احمد منصور ستانکزی افسر قومندانی امنیه ولایت لوگر
سومین سالروز شهادت لمړی بریدمن احمد منصور ستانکزی افسر قومندانی امنیه ولایت لوگر
این مبارز وقهرمان که فداکارانه وجان بازانه در راه دفاع مردم ووطن خویش می رزمید بتاریخ ۹ ماه حمل سال ۱۳۹۴ در اثر دسیسه یک تعداد خاینین و وطن فروشان به قسم دوستانه دعوت ومسموم گردید که بعداً ربوده شد و در ولسوالی چرخ به شکل بسیار ظالمانه و دور از کرامات انسانی به شهادت رسید.
یادت جاویدانه باد!
ای قهرمان وطن وتاریخ روحت شاد ویادت گرامی !
((شمشیر تیز بدست افسرشجاع داده میشود))
ازسخنان احمد منصور ‹‹ستانکزی››
ما په مخ باندی کفن د غیرت کش کړو
لوگریانو د لوگر عزت به ساتئ
!دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت دمبارکۍ پیغام
دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت دمبارکۍ پیغام!
دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت؛ زه په خپل وارسره دافغانستان ټول ملت، داسلامي هیوادونو ټولو مسلمانانو او په ځانګړې ډول دلوګرمجاهدپال، باب العلم او شهیدپرور ولس ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
څښتن تعالی دې وکړي ، چې دغه اختر دافغانستان دتل پاتې سولې، امن، یوالي، وروولۍ اودخوښیوڅخه ډکې هیلی او آرزوګانې ولري. هیڅ افغان نور په ویر او ماتم کیني نه؛ په هیوادکې دجنګ ځای سوله ونیسي او هیوادوال وکولای شي، چې په امن کې دملي او مذهبي ورځو لمانځنه ترسره کړي.
په لوګر کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٨ ملکي وګړي وژل شوي دي
په لوګر کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٨ ملکي وګړي وژل شوي دي
د لوګر د مرکز اړوند د شت باري سيمې اوسېدونکي وايي، نن سهار امريکايي ځواکونو په دې سيمه کې پر يوه کور هوايي بريدونه کړي چې په وینا یې ددغه کور ټول اوسیدونکي وژل شوي.
د سيمې اوسېدونکي وايي په دغه پېښه کې وژل شوي کسان اصلي د خوست اوسېدونکي وو، خو اوس په دې سيمه کې اوسېدل چې په وینا یې له ٢٨ تر ٣٢ کسانو په بمبار شوي کور کې ژوند کاوه.
د لوګر د والي وياند هم وايي، چې په دشت باري سيمه کې پر يو کور هوايي بريدونه شوي او په وینا یې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
د لوگر د جګړيز ډګر وتلی او وياړمن څلۍ هم د غليم د غشي ښکار شو
د لوگر د جګړيز ډګر وتلی او وياړمن څلۍ هم د غليم د غشي ښکار شو
هغه ځلانده څيره چې په کتو ئې د مقدس جهاد هر لاروۍ د خيال او تصور په نړۍ کې د اسلامي او شرعي حکومت د راوستو او جوړيدو د هيلو او اميدونو د پوره کيدو تر بريده رساوو.
هغه خوږه او په زړه پورې څيره چې پاکي عقيدې، اخلاص، صداقت، ميړانې په کتونکي او ليدونکي د زړه ترتله اغيز کوله.
هغه چې امين، متين، مطيع، وفادار، قانع، شاکر، زړه ور، رښتونۍ، د لالچ او ځان غوښتنې نه پاک سپيڅلی، د خپل هيواد ګټو ته ژمن، په مجاهدينو مهربان او زړه سواند، د دنياوي ښکلاوو بې پروا او د مشرانو درناوی او اطاعت ئې د ځان وجيبه بلله، د اوږدې مبارزې، ستونزو ګاللو ته چمتو، د ستړيا نه بې احساسه، د مروت او مردانګۍ نمونه او بيلګه دغه د ستاينې وړ شخصيت شهیدملاقند چی مشهور په عبدالرحمن د لوګر ولايت د مرکز د پادخواب شانی مربوط د جهاد پالونکي سيمې اوسيدونکی وه .
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره حرفوی ښوونيز مرکز جوړوي
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره حرفوی ښوونيز مرکز جوړوي
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر ولایت د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره د حرفوی ښوونيز مرکز د جوړولو هوډ کړی دی، چې په نږدې راتلونکي کې به جوړ شي.
د نوموړي حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو پر سر له والي صاحب ښاغلي محمد حلیم فدایي او د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو د چارو ریاست له چارواکو سره هم خبرې شوي دي.
په دې خبرو کې له یادو چارواکو غوښتل شوي دي، چې د ولایت مقام په ( ۱-۵-۱۳۹۶) اداري غونډه کي د پریکړي پر بنسټ د یاد حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو لپاره درې جریبه دولتي ځمکه د پیمان خیریه بنسټ په واک کې ورکړي، تر څو د ودانۍ د جوړېدو د پروژې عملي چارې پیل شي.
د لوګر والي ښاغلي محمد حلیم فدایي د پیمان خیریه بنسټ له مسؤلینو سره په لیدنه کې د یاد حرفوی ښوونيز مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د پیمان د خیریه بنسټ دا کار یې ستایلی دی.
په لوګر کې په ۲۰۰ سيلاب ځپلو کورنيو د عيرې خوراکي توکيو مرسته وويشل شوه
په لوګر کې په ۲۰۰ سيلاب ځپلو کورنيو د عيرې خوراکي توکيو مرسته وويشل شوه
راپور : شفيع شاکر / لوګر
د لوګر ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لورې د ياد ولايت د خوښۍ ، ازرې ، چرخ او محمداغې ولسواليو په (۲۰۰) دوه سوه سيلاب ځپلو کورنيو د عيرې خوراکي توکو مرسته وويشل شوه .
د لوګر ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا ريس انجينر عاشق الله اخلاصيار د مرستې د ويش پر مهال وويل چې ، په دې مرسته کې د ۳۰۰۰۰۰ درې لکه افغانيو په ارزښت ۲۰ خيمې ، د ۴۰۰۰۰۰ څلور لکه افغانيو په ارزښت ۸۰۰ اته سوه کمپلې او د ۱۰۰۰۰۰ يو لک افغانيو په ارزښت ۲۰۰ ترپالونه شامل دي .
بیست وهشت اسد یکی از روزهای رستاخیز در تاریخ معاصر افغانستان
بیست وهشت اسد یکی از روزهای رستاخیز در تاریخ معاصر افغانستان
بسمه وتعالی
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
در تاریخ افغانستان روز های تاریخی زیادی است که از آن منحیث روزهای افتخار آفرین ورستاخیز نامبرد. روز هایکه ملت قهرمان ما با شهامت ومردانگی از عزت وآبروی مردم وکشور خویش جانبازانه استادگی نموده وکارنامه های پردرخشش از خود به یادگار گذاشته اند. دوهزار سه صدسا ل قبل از امروز ، مردم ما درمقابل اسکندر مقدونی از سال 330 تاسال 327 قبل از میلاد مسیح مردانه رزمیدند.اسکندر در حدود چهار سال در ولایات وکوهپایه های افغانستان چون طوس ، هرات ، غزنی ، قندهار ، هندوکش و ماوراالنهر در تردد وسفر بری بود تابالاخره مجبور به بازگشت به طرف کشور خود گردید.
لوګر کې د ملي امنیت منسوبینو۷۹۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولي
لوګر کې د ملي امنیت منسوبینو۷۹۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولي
پل علم (۲۲ د زمري ۱۳۹۶)
د لوګر ولایت د ملي امنیت منسوبین وایي چې، د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یې۷۹۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولې دي.
دوی وایي چې، دغه تاریاک یې تیره شپه د څرخ ولسوالۍ اړوند په ډبر سیمه کې له یوه پیکپ موټر څخه تر لاسه کړي او په اړه یې څوک نه دي نیول شوي.
د ملي امنیت منسوبین زیاتوي چې، د مخدره توکو قاچاق وړونکو غوښتل یاد تاریاک د ازرې ولسوالۍ له لارې اِسپست او بیاله هغه ځایه څرخ ولسوالۍ ته ولیږدوي، چې په خبره یې د یولړ ځانګړو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول او عاملین یې په تیښته بریالي شوي دي.
د لوګر دوو ښوونځیو ته ځمکه وقف شوه
د لوګر دوو ښوونځیو ته ځمکه وقف شوه
پل علم ، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبې زمري ۲۲ مه
د لوګر د دوو سیمو اوسیدونکو د خپلو سیمو ښوونځیو ته د ودانیو د جوړېدو په موخه درې نیم جریبه ځمکه د معارف په واک کې ورکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه ځمکه په مرکز پل علم کې د ملک عبدالقادراو په بره کي برک ولسوالۍ کې د مهمند د نجونو او هلکانو لومړنیو ښوونځیو ته وقف شوې ده.
عرب زیاته کړه، چې د ملک عبدالقادر ښوونځي ته نیم جریب ځمکه عبدالمعنیم د ملک عبدالقادر زوی او د مهمند ښوونځي ته درې جریبه ځمکه د همدې کلي اوسېدونکو په وړیا ډول ورکړې ده.
د فاتحی خبر تیا
د فاتحی خبر تیا
د لوگر ولایت د محمدآغی ولسوالی د زرغون ښار دکلی د روستی پیښې چی د دهنو په کلی کی د خوارجو لخوا د ځای پرځای شوی ماین دچاودنی له امله رامنځ ته شوه په ترڅ کی یی زمونږ څلور تنه بی ګناه غریبکار ملکی وګړی د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل . او جنازی یی پخوا خاورو ته سپارل شوی. ټولو دوستانو ته خبر ورکول کیږی چی ۱۳۹۶ کال د اسد (زمری) دمیاشتی ۲۲نیټه د یکشنبی په ورځ له ۱:۳۰ تر۳:۳۰ بجو د کارته نو دریم سړک ته څیرمه د احمد مصطفی جامع جومات کی او د ښځینه وو فاتحه د دریم سړک د رحمن مینی د ښځینه وو دفاتحی په صالون کی اخیستل کیږی. دوستان دی خبر وی.
د شهیدانو د کورنۍ او د زرِغون ښار د سپین ږیرو لخوا.
( انالله وانا الیه راجعون)
لوګر کې ماین چاودنې څلورملکیان وژلي او یو پولیس یې ټپي کړی
لوګر کې ماین چاودنې څلورملکیان وژلي او یو پولیس یې ټپي کړی
د لوګر ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې، تیره ورځ د محمد آغې ولسوالۍ په دهنو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله څلور ملکي وګړي وژل شوي او یو سیمه ایز پولیس یې ټپي کړی دی.
د والي ویاند میر حیدر سیلاب زینت راډیو ته وویل چې، پیښه د چهارشنبې ورځې مازدیګر شپږ بجې د دهنو حوزې اړوند د آهنګرانو په سیمه کې د خامه سړک پر سر هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د ملکي وګړو سراچه ډوله موټر پر خښ شوي ماین ور برابر شو.
سیلاب وایي چې، په دغې ماین چاودنه کې د یوه پلار او زوی په ګډون د زرغون ښار سیمې څلورتنه شهیدان شوي دي.
د ناوړو دودونو؛ رواجول، ستونزې او ګواښونه
د ناوړو دودونو؛ رواجول، ستونزې او ګواښونه
ناوړه دودونه هغه ناسم او غلط دودونه دي، چې دټولنې دپرمختګ لاملونه ورته ویلای نشو، بلکې د ولسونو دتباهۍ زیږنده يې بولو.
ناسم رواجونه دخلکو په اقتصادي، ټولنیز او عقدوي افکارو منفي اغیزه کوي او دولسونه د شاته پاتې کیدو سبب کیږي، ځکه دا هغه څه دي، چې دیو لړ ناوړو رقابتونو، بې ځایه ترګینیتونو او یو لړ بې ځایه کینو له مخې را ولاړیږي.
دهیواد په ولایتونو کې ډیري داسې ناوړه دودونه شته، چې ولس اړ دی، هغه دود لکه چې یادونه وشوه پر ځان يې تطبیق کړي. که داسلام له نظره فکر وکړو، چې دا ناوړه دودونه په اسلام کې ناروا عمل ښودل شوی، نو بیا ولې دغه ناوړه فرهنګ په ټولنه کې رواجوو.
منار سناتوریم رفقی بیگمنار سناتوریم رفقی بیگ
منار سناتوریم رفقی بیگمنار سناتوریم رفقی بیگ
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
مقدمه
اوایل دهه چهل هجری شمسی هنوز نه از سرک جمال مینه خبری بود و نه از تعمیرات مجهز پوهنتون کابل ؛ منار سناتوریم در میان درختان میوه دار شفاخانه علی آباد پوشیده بود. تنها دو یا سه دراز چوکی به فاصله دو متری منار گذاشته بودند تا عیادت گننده گان با دوستان و یا اعضای فامیل خویش که در شفاخانه علی اباد بستری و تحت درمان قرار داشتند؛ صحبت و عیادت نمایند.من هم از جمله کسانی بودم که با مادرم از طریق گردنه سخی و دامنه آسمایی راه باریک را طی نموده و خود را به شفاخانه رسانیده بودیم تا از پدرم که بنا بر مریضی قلبی بستری بود؛ عیادت نمایم . تا ناوقت روز با پدرم در کنار این منار صحبت نمودیم . چون ماه سرطان بود ، سیب و اکثر درختان مملو از میوه بود .
د سیدالشهدا حضرت حمزه(رض) د جامع جومات د ودانولو د کار د پرمختگ حخه لیدنه
د سیدالشهدا حضرت حمزه(رض) د جامع جومات د ودانولو د کار د پرمختگ حخه لیدنه
د سیدالشهدا حضرت حمزه(رض) د جامع جومات د ودانولو د کار د پرمختگ حخه لیدنه :د حضرت حمزه (رض) جامع جومات چه په دوو طبقو کی د علی خیلو د کلی د مشرانو په مالی مرسته د لوگر د محمد آغی د قندهاریو د پله د علی خیلو په کلی کی په یونیم جریبه حمکه کی په پاخه او اساسی توگه جوریژی, د تعمیر چاری یی تقریبا" 80% تکمیلی شوی دی او د حه دپاسه یونیم زرو لمونح کوونکو گنجایش لری چه دلوگر په سطحه یی د دیزاین, مهندسی, لویوالی او شکلا له نظره یی ساری نه لیدل کیژی.
توزیغ مواد غذایی برای فامیل های بی بضاعت درمرکز ولایت لوگر
توزیغ مواد غذایی برای فامیل های بی بضاعت درمرکز ولایت لوگر
قبلآ درمربوطات مرکز و ولسوالیهای محمدآغه و خوشی ولایت لوگر فامیل های بی بضاعت و بی جاه شده گان داخلی توسط شوراهای انکشافی با همکاری موسسه اجتماعی و انکشافی افغان شناسائی و راجستر گردیده بودند.
امروز شنبه مورخ 14/5/1396 توزیع مواد غذایی توسط عاشق اخلاص یار رئیس احیأ وانکشاف دهات در مرکز ولایت لوگرآغاز گردید.




































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























