Home خانه
د لوګر د نوم لنډه تاریخچه
لوګر د افغانستان د 34 ولایتونو له ډلې څخه یو دی. په لومړۍ څېړنه کې د لوګر ویی له دوو مورفیمونو (لو) او (ګر) څخه رغیدلی دی، چې (لو) دلوی او ستر په مانا او (ګر) د غر یا غره په مانا دی.په روسي کې غره ته (ګړه) ویله کیږي او په ټولو سلاوي ژبو کې د(ګر،ګره،ګري) ریښه شته ده.دغه کلیمه په سانسګریټ کې د(ګیري) giri په اوستا کې gairi اورمړي کې د giri په جوله او بڼه استعمالیده، چې دپښتو په ژبه کې د(غر)په شکل لاژوندۍ پاتې ده.
(۲) په اردو ژبه کې اوس هم د (ګهر)ویی شته،چې کور ته ویل کیږي. زما په آند دا(ګهر) د همدغه (ګراوغر) زړه بڼه ده.ځکه پخوانیو آریایانو له بیلابیلو سیلاوونو او نوروطبیعي آفاتو څخه د ژغورنې په موخه ډیر په غرونو کې میشته کیدل. دا غرونه ددوی لپاره له بیدیا او اوارې څخه ښه په امن استوګنځي وو.نو ځکه په اردو ژبه کې کور ته (ګهر) ویل کیږي، چې هماغه دپخواني (غر) چې د استوګنځي په مفهوم کاریده.اوس هم کاریږي.
د (ګر) د کلیمې په اړه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی وایي چې:په سانسګریټ کې (غر)ته (ګیري) ویل کیږي او په لرغوني فارس کې دغې کلیمې ته د توماسچک په وینا (ګر)ویل کیده. اروپایي څېړونکو چې دبابلي کتیبو په اړه کومې څېړنې کړي،نو په هغو کې د(ګر)کلیمه دغره لپاره کارول شوې ده.(۳)
داچې لوګر ته ولې لوی غر ویل شوی،علت یې دادی چې په دې سیمه کې لوړ او دنګ دنګ غرونه ډیر زیات دي، چې لړلۍ یې دپکتیا،پکتیکا او دېره جاتو غرونو ته رسیږي.پاتې شوه داخبره،چې لوی غر څنګه په لوګر اوښتی، داژبني اومهالني ابدال يا اوښتنې دي،چې دوخت په تیریدو سره ژبني تړنګونه تحول مومي او کلیمې خپلې بڼې بدلوي.په آریایي ژپو کې داډول بیلګې زیاتې دي.لکه په پښتو کې هر هغه کلیمه چې له دوو خپلواکو مورفیمونوڅخه تړښت موندلی وي، نو د لومړي مورفیم خپلواکه وروستۍ څپه غورځیږي،چې دې عملیې ته په تشریحي ژبپوهنه کې غورځیدن ياDecreasingوايي.دساري په توګه مونږ وایو(مرسته) دا یو مورفیم دی، کله چې ورڅخه نوم جوړوه،لکه (مرستندوی)نو وروستۍ(ه) واوله څپه ترې لویږي. همداډول په پوهنه کې چې په (پوهنځي )کې د (پوهنه)وروستۍ (ه)غورځیږي. په دې ډول دې ته ورته نورې بیلګې. په ځینو کتابونو کې لوګر ته لهوګر هم کارول شوی دی خو دا کارونه ایتمولوجیک شالید نه لري.
دلوګر دریم نوم لوکرنا دی. دیونان وتلي او نامتو جغرافیه لیکونکي بطلیموس دکابل څیرمه سیمې د ارګردا(ارغنده) لوکرنا(لوګر)او بګردا(وردګ)په نومونو یاد کړي دي.(۴)له دغو سیمو څخه یوه یې لوکرنا یا اوسنی لوګر دی، چې د پلازمېنې کابل سویل ختیځ ته څېرمه پروت دی.دویمه څیړنه د لوګر دکلیمې په اړه فولک ایتمولوجیکه څېړنه ده.ځېنې خلک وايي چې لوګر د(لوګر)یانې هغه کسان چې لو کوي په مانا دی.داپرځای خبره ده،چې ددغه سیمې خلک خپل معیشت د کرهڼې له لارې سمبالوي او په دغه سیمه کې غنم هم زیات کرل کیږي، خو دا تسمیه له دې خبرې سره هیڅ اړخ نه لګوي.تر کومه ځایه چې زما تجربه ده، نو په لوګر کې دغنمو دلو کولو په وخت کې د لو لپاره له ختیځو ولایتونو څخه کسان راځي او لو کوي، چې په بدل کې یې غنم تر لاسه کوي. ان داچې ددوی دښه لو له کبله ځینې مشرقیوالې کورنۍ په لوګر کې میشته شوي او نورې بزګري چارې پرمخ بیايي. په خپله لوګریان لو او تریشر نه کوي، نو دپورتنیو دلایلو پر بنسټ دغه ایتمولوجي چې د خلکو په ذهنونو کې ېې ځای نیولی ناسمه او ستره تیروتنه ده.
لوګر په خاک پاک(پاکې خاورې ) هم مشهور دی. ددې نوم پس منظر داسې دی، چې حضرت عثمان (رض) (۲۵-۳۵ه) افغانستان ته راننوته، نو پر هغه مهال دده جنګي قومندان عبدالرحمان بن سمره دغزني له لارې لوګر ته راغی.هغه وخت په لوګر کې بودايي دین دود واو لوګریان د نوموړي دین لارویان وو. عبدالرحمان بن سمره ددې سیمې ټول وګړي د اسلام پر سپیڅلي دین مشرف کړل او وروسته بیا دحضرت عثمان (رض) لخوا دیوه لیک په ترڅ لوګر ته د پاکې خاورې يا (خاک پاک) ستاینوم ورکړل شو.
ځمكپوهنه
لوګر دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پرته سیمه ده، چې دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي.دغه سیمه تر کال (۱۳۴۳)پورې دکابل ولایت ادارې پورې اړونده وه، خو وروسته له (۱۳۴۳ه)څخه دیوه جلا ولایت په توګه رامنځ ته شو.(۵) لوګر د اداري جوړښت پربنسټ له شبږو ولسوالیو او ۶۵۷کلیو څخه رغیدلی دی.(۶)ولسوالۍ ېې په لاندې ډول دي.
محمد آغه
څرخ
خروار
برکي برک
خوښۍ
ازره
مساحت ېې ۴۵۶۸۰۰کیلو متر مربع دی او نفوس ېې ۳۳۹۷۰۰کسان دي. د ډیورنډ له کرغېړنې کرښې څخه ۴/۷۵کیلو متره واټن لري.دلوګر ولایت مرکز پل علم نومیږي. دا ولایت دمرکز په زون پورې اړوند دی.خو په غیر رسمي او قومي لحاظ دلوېې پکتیا له ولایتونو څخه ګڼل کیږي، چې له کابل، ننګرهار، پکتیا ، غزني او وردګو سره لارې او پولې لري.
په لوګر کې د ایتنیکي جوړښت له پلوه پښتانه، تاجک او هزاره میشته دي.په پښتنو کې لاندیني قومونه ورکې استوګن دي:ستانیکزي،الکوزي،سهاک،شامه خیل،ناصر،احمدزي،مسعود،وزیر،متاڼي او ځینې نور. ددې سیمې اوسیدونکي دافغانستان د لرغوني آریایانو له توکم څخه دي.په لوګر کې داسې سیمې او مینې شته چې تر اسلام دمخه دکوشانیانو،بودایانو دتمدن ښکارندويي کوي.په دغه سیمه کې سیمه ییزه لوګرۍ موسیقي ډیره وده کړې، که چیرې دسیمه ییزې موسیقۍ دسبک په اړه څېړنه وشي،نوشونې ده،چې دافغانستان په سیمه ییزه موسیقۍ کې به دځانګړي سبک په برخه کې لومړی دریځ وګتي.
په ټولیزه توګه باید وویل شي،چې لوګر تر اسلام دمخه دلرغونوکوشانیانو (۱۶۵ز)اوبودایانو(۲۶۰ز) دپیړیو پیړیو مدنیتونو سیمه اومینه اوسیدلې ده.تر اسلام راوروسته(۲۵) هجري کال را په دیخوادسترو اسلامي سوبمنانو کوربه سیمه اوسیدلې ده.چې ښه بیلګه ېې داسلامي تاریخ سترمفسر مولانا یعقوب چرخي یادولی شو.همداډول ددې سیمې ولس دتاریخ په اوږدو کې دیرغلګرو پر وړاندې په تیره توره جهاد اومبارزه کړې ده.میړنی مبارز نایب امین الله خان لوګری او دده پلار غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې ېې کافرستان نورستان کړ اوهغه خلک ېې داسلام په سپیڅلي دین مشرف کړل.همداډول ډاکټرمحمد ولي ناصري اوځیني نور توریالي اومیړني څټې یاولی شو،چې دتاریخ په زړه کې تل ژوندۍ خاطرې دی.
پادخواب شانه:
په لوګر كې دوه پاد خوابه موجود دي، پادخواب شانه د پاد خواب روغني ختيزې خواته پروت دي.
د لرغون پيژندنې د لاس ته راغلو آثارو په شهادت پادخواب شانه د لوګر يوه تاريخي او فرهنګي او يوه زراعتي سيمه ده، لكه چې د پادخواب شانه له زراعتي ځمكو او شاوخوا باغونو څخه د كوشانيانو او غزنويانو زمانې پورې مربوطه مسكوكات موندل شوي دي او ممكن نور هم تر لاسه شي، همدا راز ځينې فلزي مجسمې او فلزي مهرونه او نور آثار هم دلته تر لاسه كېداى شي.
پادخواب شانه چې د لوګرد مشهورو كليو، د ډېرو ښكلو او سمسورو سيمو څخه شمېرل كيږي په دې ځاى كې تخت شاه، كاريز چيجي او تخت زنبورك پروت دي، په تاريخي اسنادو كې ترې يادونې شوي او د بودايي مدنيت او برهمنى آئين د اثارو ادرسونه هم په دې ځايونو كې وركړ شوي دي.
د پادخواب شانه په هكله د خلكو په منځ كې بيلابيلې محلي كيسې هم اوريدل كيږي ځينې وايي چې په اصل كې دا سيمه (باد، خواب) ؤ، او په دې ځاى كې داسې په زړه پورې نسيم (باد) الوته چې سړي ورته خوب ووړ. نو دا ځاى د غزنويانو د اوسيدلو محلونه (خوابګاه) يا (خواب خانه) يعنې د خوب ښه ځاى ؤ.
پاد خواب شانه په اصل كې (بادخواب شاهانه) تعبيريداى شي. ځينې د دې سيمې د يو شمېر چينه زارو په باب كيسې كوي او وايي: دا چينې د ننګرهار د سلطان پور د چينو سره تر ځمكي لاندې ارتباط لري او له دې ځايه د لوګر د پادخواب شانه چيني او د سلطان پور چيني د اهل هنود د عرف له مخې متبرك مقام درلودلي دي او د برسات په موسم كې د هغوئ ډيرې په زړه پورې كلنۍ اوږدې ميلې هلته پر ځاى كېدلي.
د لوګر د دوشينې د اوسيدونكي مومن خان له خولې، دا سيمې زراعتي سيمې او چمن زار ؤ او سلطان محمود غزنوي درمو پاده وانانو به په دې چينو كې رمې راټولولي.
پاد خواب شانه چې د دوشينې ختيز ته او پاد خواب روغني يې لويديز ته پرته ده، پاد خواب شانه د غزنويانو د غوښو د اكمالولو او وړيو د راټولولو او پاد خواب روغني يې د غوړيو د راټولولو ځاى ؤ نوموړي دلته د بابك د ويساك ميلو ته هم اشاره كړې ده.