Home خانه
مولوى محمد نبي محمدي
مولوى محمد نبي محمدي
لیکوال: مفتی محمدګل سعید
مولوي محمد نبى محمدي دعباس کلاپه اخونزاده مشهور د مولوي عبد الوهاب زوى دملاتوره باز لمسى د خپل وخت له لويو عالمانو، مشهورو سياست پوهانو او مشرانو څخه ؤ، چى په خټه اندړ، لکڼ خېل ١٣٠٠ لمريز کال دوري دمياشتې په (۲۰) مه د لوګر ولايت د برکى برک ولسوالۍ د شيخي خېلو( عباس کلا )،په يوه فاضله او عالمه کورنۍ کې زېږېدلى ؤ، دى له آده د غزني ولايت د اندړو و لسوالۍ د ګنډه اير کلي ؤ، چې نيکه يې د هغه ځايه ډېر پخوا را نقل شوى او په عباس کلا کې يې سکونت غوره کړى دى. مورنى تعلق يې له رستم خېلوسره ؤو والده يې دمشهور شخصيت حاجي فتح محمدرستم خېل خور وه.
د ملا توره باز مرحوم څلور ځامن ؤ: يو د جناب مرحوم مولوي صاحب پلار، دويم يې مرحوم مولوي عبدالرحيم ؤ، چې د خپل وخت تکړه عالم ؤ او په زهد تقوٰى او تصوف کې يې زيات شهرت درلود، او دمحمد جان صاحبزاده (كاكا صاحب دموسهي) له خاصو خليفه گانو څخه ؤو دريم زوى يې ملاسيدګل نومېده او څلورم زوى يې ملا عبد الرشيد ؤ، مولوي صاحب لومړنۍ زده کړې له خپل پلار او له خپل تره مولوي عبد الرحيم څخه وکړې او منځنۍ زده کړو پسې له کوره مسافر شو او د ملا لونګ مرحوم تر شاګردى ا وتر بيه لاندې يې منځنۍ زده کړې د لوګر ولايت په مختلفو مدرسوکې وکړې، دا چې نوموړى په ډېر کم وخت کې ورسېد او له خپل استاذ ملا لونګ مرحوم سره همسبق شو، ځينې نورکتابونه يې د لوګر د مشهورديني عالم قاضي احمد صاحب نه په پادخواه شانه کلي کې ولوستل- رياضي، حکمت، فلسفه او د احاديثو مبارک کتابونه يې له شيخ الحديث مولوي صاحب داد محمد (د مغل خېلو مولوي صاحب) څخه ولوستل، ځينې کتابونه يې له مولوي عبد المنان تګابى، مولوي عبد السلام ګداخېل او مولوي عبد الرشيد صافي (د للموړى ملا صاحب) څخه ولوستل، په ١٣٢٦ لمر يز کال يې له شيخ الحديث مولوي صاحب داد (دمغل خيلو مولوي صاحب)محمد نه لويه دوره وکړه او د حديثو اجازه يې ترلاسه کړه، نوموړي په ١٣٢٢ لمريز کال دوديز ديني علوم پاى ته ورسول، خو درې کاله يې فراغت خپل د استاذ ملا لونګ مرحوم په خاطر وروسته کړ، د خپل استاذ يې ډېر زيات لحاظ کاوه، له هغه نه مخکې فراغت ورته عيب او عار ښکارېده.
محمدى صاحب چې کله د ديني علومو له زده کولو فارغ شو د مروجه علومو تدريس يې پخپل کلي کې شروع کړ، په لومړى کال د تدريس يې دومره شهرت پيدا کړ چې د هيواد له ګوټ ګوټ نه به طالبان راتلل او له ده نه به يې زده کړه کوله، دسهار له لمر ختونه ترماسپښين پورې به يې دوه ويشت مشکل کتابونه تدريسول، په شاو خوا پنځه ويشت جوماتونو کې لکه د رستم خېلو، چارکلا، شيخي خيل او عباس کلا کې به يې طالبان اوسېدل.
په ١٣٣٣لمريز کال بېرته خپل کلي ته راغى او په همدې کال يې د بيت الله شريف زيارت وکړ، څلورکاله يې پخپل کلي کې تېرکړل وروسته بيا د اقتصاد دکمزورتيا له امله سرپل ته لاړ او پوره نهه کاله يې هلته تېرکړل نهه کاله وروسته بېرته خپل کلي ته راستون شو.
فضيلت پناه ته خداى'دعلمي استعداد سره دخطابت او وعظ ښه ملكه ورپه برخه كړې او وخت په وخت به يې دمحراب او منبر له لارې خلك داسلام دسپيڅلي دين تطبيق او پيروئ ته رابلل اولكه څنگه به يې چې عامه ټولنه داسلام دمبين دين له هداياتو څخه خبروله– همداراز به يې د وخت حكومتي چارواكواورسمي مسؤلينو ته هم دخير او ښيگڼې توصيه كوله په ١٣٤٨ لمريزکال د ديارلسمې دورې انتخابات شروع شول نو د جناب حضرت صاحب ضياء المشايخ محمد ابراهيم مجددي او مير صاحب د مغل خېلو مير عبدالستار آغا او د لوګر د نورو عالمانو او سپين ږيرو په مشوره محمدى صاحب له سرپل نه راوغوښتل شو او د برکى برک له سيمې څخه انتخاباتو ته کانديد او د سيمې د علماؤ او عاموخلکو لخوا د رايو په اکثريت بريالى او ولسي جرګې ته دخلکو د استازي په توګه ورسېد، په جرګه کې يې چارواکو ته د سټيج له لارې نيکې مشورې ورکول شروع او هغوى يې د لادينه او مفسدو کمونستى عناصرو نظرياتوته متوجه کړل، په دې باب يې له ببرک کارمل او د هغو ډلو ټپلو سره کلکه او څرګنده مبارزه پيل کړه، چې له هغې جملې څخه يې د کمونيزم او شوروى ښکيلاک خلاف بيانيه د راډيو له لارې خپره او د مسلمان ملت لخوا يې تود هرکلى وشو، کله چې د ګران هېواد ديني عالمانو د کمونستى خطرونو او فريبونو څخه د وخت د حکومت د متوجه کولو لپاره د پل خشتى جومات کې غونډه راوغوښته نوجناب محمدي صاحب پکې پوره ونډه لرله.
د داؤد خان له کودتا سره د ولسي جرګې په له منځه تلو نوموړي له عملي سياست څخه ځان ګوښه کړ او د هلمند ولايت د مرجې په علاقه کې يې استوګنه غوره او دوباره په تدريس بوخت شو، سمدلاسه يې هملته محمديه مدرسه تاسيس کړه او د هېواد د دې برخې د ځوانانو ديني روزنه يې په غاړه واخيسته د ١٣٥٧هـ لمريز کال دکرغيړنې او خونړۍ کمونستي کودتاه رامنځته کېدو سره د پاکستان د بلوچستان ايالت د کويټې ښار ته د هېواد د آزادى اوکمونيزم څخه د ژغورلو د جهاد او هر ډول مبارزې له هوډ سره هجرت وکړ، ترلږې مودې وروسته په پېښور کې د مهاجرو پوهانو، عالمانو او مشرانو لخوا چې د حزب او جمعيت يووالى زيار او د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د متحد جهادي سنګر جوړولو فيصله وشوه نود هغوى لخواڅخه جناب محمدى صاحب پېښور ته راوغوښتلى شو او د حرکت انقلاب اسلامي دمشرتوب دندې په غاړه اخيستو ته يې مجبور کړ.
نوموړي مجاهدپه ډېره مېړانه دې بارته غاړه کېښوده او د شرعى بيعت اخيستلو څخه وروسته يې د ملحد کمونستى رژيم په خلاف د وسله وال ولسي پاڅون فتوه صادره کړه.
څنګه چې محمدي صاحب د هېواد په ګوټ ګوټ کې يو پېژندل شوى علمي شخصيت وو نو د مسلمان غيرتي افغان ولس زياترو يې فتوٰى ته لبيک ووايه ترڅنګ يې ودرېدل ډېر ژر د هېواد په لروبر کې د غليم ګوډاګى رژيم په خلاف وسله وال جهاد شروع او د کمونيزم ټغر په ټوليدوشو.
يادشوي اتحاد که څه هم له څومياشتو زيات دوام ونه کړ او پخوانيو دواړو ګوندونو ورڅخه ځان جلاکړ، مګر نوموړي مجاهدحرکت انقلاب اسلامي افغانستان په غښتلي عزم ثابت وساته او د مبارزې په دې دوران کې د هېواد د ننه او بهر ډېر سفرونه وکړل تر څوافغان اسلامي جهاد ته نړيواله هر اړخيزه مرسته او ملاتړ را جلب او د جهاد سنګرونه منظم او پياوړى وساتل شي، کله چې اسلامي جهاد د آزادى په درشل ودريد او مجاهدينو عبوري اسلامي حکومت اعلان کړ، نوجناب محمدي صاحب ته يې د دفاع وزارت دنده وسپارله چې هغه يې په خپله جهادي مينه په ښه توګه ترسره کړه.
نوموړى لوى مجاهد څنګه چې د افغان جهادي تنظيمونو په ګډه قيادى شورا کې غړيتوب درلود نو د ملحد رژيم د نسکورېدو سره سم ورته د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د ملي نفوذ او اکثريت په بنا د رياست دولت د لومړى مرستيال موقف ورکړل شو خو له بده مرغه کله چې د مجاهدينو د ځينو ګوندونو تر منځ د قدرت ناندرى را ولاړې شوې او جګړې ونښتې نو جناب محمدي صاحب د هغوى تر منځ د اصلاح او جوړجاړي بار بار هلوځلو او هڅوله ناکا ميو څخه وروسته چې د ښکيلو ګوندونو له غور او اورېدلو څخه مايوسه شو نود خپل تنظيم په شمول يې د بې ځايه وينو تويولو څخه د ډډې په خاطر د دولت له همکارى څخه ځان ګوښه کړ، څو د داخلي اختلافاتو او خپل منځي جګړو په نتيجه کې کله چې د طالبانو اسلامي تحريک منځ ته راغى او د هېواد په لروبر کې خپور اوولس يې ترشاه ودرېد او زياتو مخورو او مجاهدو مشرانو يې هم ملاتړ اعلان کړ نونوموړى مجاهد مشر د اسلام، هېواد او ولس د خدمت او امنيت د شعار په احترام په پاک نيت ورسره ملګرى او ملاتړ شو د تېر په څېر يې هغوى ته هم هميش د نيکى، د هېواد او ولس د عامه منافعو د ساتنې او د اسلام سپيڅلى نظام د پياده کولو وينا کوله جناب محمدى صاحب تر پايه د هېواد د ستر اسلامي جهاداو علمي خدمتونوله زيار ويستنې او جدوجهد څخه ستړى نه شو نوپه دې لارکې يې هر رنګ زحمتونه او تکليفونه په ځان ومنل، هغه به خپلو پيروانو اود تنظيم منسوبينو ته د تحمل، صبر او ورورولى او د خپل منځى ښو اړيکو ساتلو او له اختلاف او وينې تويولو څخه د اجتناب نصحيت کاوه او افغان مسلمان ولس د نظر تائيد او رايو د احترام او په دې اړه له ټولو سوله ايزو اسلامي ولسي بهيرونو سره د مرستې او همکارى لارښوونه کوله او هغه يې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان تګ لاره بلله.
جناب محمدي صاحب د ظاهري پوهې تر څنګ په تصوف کې هم لوى لاس درلود، په قادريه طريقه کې يې د خپل خسر آغاجان صاحبزاده دادوخيل لاس نيوى کړى ؤ او د هغه خليفه ؤ.
جناب محمدي صاحب له اوږدې علمي سياسي اواجتماعي مبارزې او خدمتونو نه وروسته د ورپېښې ناروغى له کبله په داسې وخت کې چې باارزښته عمر پوره (٨١) کاله يې د اسلام په سيوري او خدمت کې تېر کړل د پاکستان په پلازمېنه اسلام آبادکې د ١٣٨٢ لمريز کال د ثور په دويمه د ١٤٢٣ هـ ق کال د صفرې په (١٠) نېټه د دوشنبې په ورځ وفات شو د سې شنبې په ورځ د پېښور په چراټ (جهاد کلي) کې خورا لويه او درنه جنازه وشوه له هغه وروسته يې جنازه لوګر ته انتقال او په عباس کلا کې خاورو ته وسپارل.
ماخذ: دافغانستان مفاخرلومړی ټوک