Home خانه
د لوګر د پوهنې ریاست یوې همکارې مؤسسې د سیمه ییزو ټولګیو له زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وکړه
د لوګر د پوهنې ریاست یوې همکارې مؤسسې د سیمه ییزو ټولګیو له زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وکړه
پل علم
د نشراتو مدیریت
دوشنبه، غویي ۳ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند یوې همکارې مؤسسې د ۳۶۲ سیمه ییزو ټولګیو له ۷۴۰۰ زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وکړه.
دا مواد چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" له خوا برابره شوې وه د ماپو په نوم د پوهنې یوې همکارې مؤسسې له خوا زده کوونکو ته وېشل شوي دي.
په وېشل شویو موادو کې شپږ قلمه درسي توکي شامل دي چې هر زده کوونکي ته ته د کتابونو یو بیک ، ۱۰ کتابچې، ۱۰ قلمونه، ۵ پنسلونه، یو قلم تراش او یو پنسل پاک ورکړل شوي دي.