Home خانه
دهیواد د نومیالي جهادي لارښود او علمي شخصیت مولوي محمدنبي محمدي ( رح ) په یاد کې
( ح ـ رشیدي )
ارواښاد مولوي محمد نبی محمدي دا سلامي نړی په کچه نومیالی دیني او سیاسي شخصیت وه ، په (۱۳۰۰) لمریزی کال چې له (۱۹۹۲) زیږدیږ کال سره سمون خوری د لوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ اړوند د شیخي خیلو په عباس کلا کې دنیا ته سترګې غړولې، او د اپریل میاشتې ۲۲ نیټه د مرحوم مولوي صاحب د وفات نیټه ده نوموړي د ۲۰۰۲ میلادي کال د اپریل په ۲۲ نیټه خپل روح ملک الموت ته وسپاره او له دې فاني نړۍ څخه یي دتل لپاره سترګې پټي کړي او په لوګر عباس کلا ځمکه کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي د ژوند بیلابیل اړخونه دي ، چې په ټولو لیکنه په کلونو وخت غواړي خو متاسفانه چې دامت په دغه نابغه اولوی علمي هستی په څیړلو اوکماحقه معرفي کولوباندي یوه میاشت څه چې یوه اونی هم چاځان ستومانه نکړ، لکه چې ارواښاد ابوالحسن ندوی صاحب ویلي، دافغانستان زیات مشاهیر اودنبوغ څښتنان چي کله وفات شوي ، نو کارنامي او شاه کاری یې هم په خاورو کې ورسره دفن شوي اوراتلونکی نسل ترې معلومات نلري .
محمدی صاحب زموږ د هیواد یوه ستره علمی پانګه وه ، د هیواد په علمي او سیاسي ډګر کې یې ډیر د پام وړ خدمتونه کړي ، هغه یو مذهبي لارښود او جهادي قائیدوه،په حجره او مدرسه کې ممتازمدرس او په سیاسي میدان کې بیا ستر مبارز او مجاهد وه ، زه دده ژور بحر په علمي او سیاسي متن له بې وسۍ څه لنډ غوندي لمن لیک کاږم ، خدای دی وکړی چې روح یې په قبر کې راڅخه خوشاله شی او دخپلو اسلافو په یادولو وارزم
علمي اړخ :
د محمدي صاحب ، علمي اړخ زیات قوي او د غبطی وړ وه ، دوخت د نومیالیو عالمانو ، ملالونګ ، مولوی عبدالحنان تګابي ، قاضی احمد پادخوابي او شیخ الحدیث مولوی داد محمد صاحب ، په شاګردانو کې وه چې له فراغت وروسته یی په لوګر، سرپل ، میمنی ، او هلمند ولایتونو کې شاندارتدریس ترسره کړ.
تردې چې په ټول هیواد کې د ده دغوره اوځلانده فصاحت او بلاغت انګازې خپرې شوي او په علمی میدان کې لکه څوارلسم سپوږمی په څیر وځلیده ، د هیواد له هری سیمي څخه د طالبانو بهیر ورته رامات شو ، په ورستیو وختونو کې به یوازې منتهی طالبان ورباندې دیره کیدل چې په زیاتو درسونو کې یې سړې او تودي تیري کړي او له استاذانو سره به یې پوره بحثونو هم کړی وو ، خو له ده سره به په اونی کې یو سبق ته هم پراته وو ، وایی چې کله نوموړی په ولسي خدمتونو بوخت شو او ډیر لږ وخت د سبق ویلو فرصت په لاس ورتله ، نو بیا یې په اونې کې یو سبق طالبانو ته وایه چې تر بله اونی به طالبان خوښ او خوشاله وو ، نومیالی عالم او استاذ کل حاجی صاحب محمد صادق یې په خاصو شاګردانو کې وو هغه به ویل : محمدي صاحب به یوویشت کتابونه طالبانو ته ویل بلاخره سر به یې در د کاوه ماته یی قاروره راکړه چې دا په غیږ کې حکیم ته وروړه او هغه حکیم صاحب ، هم خورا زیات مشور او ښه ماهر وه زه حکیم صاحب ته ورغلم او دکوټي په تاخچه کې مې هغه قاروره کیښوده حکیم صاحب چې راننوت کیناست ، په قاروره یې سترګې ولګیدې ، ناڅابه یې وویل هغه قاروره د چا ده ؟ دا سړی ډیر زیات ذهین او غالبا (۳۱) کلن دی ما کیسه ورته وکړه چې داسی سر يي خوګیګې ، هغه یو څه دوا راکړه او راته یې وویل چې ټول عمر به د پوزی نسوار مڼغوزي کوي ، همدایې علاج ده کنه سر به یې خوګیګې هماغه وه چې نوموړي ټول مڼغوزی کول .
مولوی عبدالحی صاحب، بغلانی چې د افغان شوروی په موده کې د محمدي صاحب د ګوند لخوا ولایتی آمر او تکړه جهادی قومندان وه او د محمدي صاحب ، په شاګردانو کې هم راته وایې مونږ د جهاد په موده کې څو علماء سره رایو ځای شوو او په عربی ژبه مو یو لیک په ډیره خواری نوموړی ته تیار کړ چې ورمو کړ زريي له سترګو تیر او د سترګو په رپ کې یې په عربي داسی ځواب پرې ولیکه چې مونږ یې هک حیران کړو اوایله مو د هغه ژور علمي استعداد زړونو ته ښکته شو په رښتیا چې ډیر لوی او بې ساری عالم وه.
سیاسي اړخ :
د ارواښاد محمدي صاحب سیاسي اړخ هم خورا ژور او د ستاینی وړ وه، له کمونستی انقلاب مخکې او ورسته یې په سیاسی چوکاټ کې د اسلام د سپپڅلي دین او مسلمانانو زیات خدمتونه کړي و ، د خپل علمي او سیاسي بصیرت په برکت د حضرت ضیاءالمشایخ شهید اسلام (رح)، شیخ الحدیث میر صاحب عبدالستار د مغلوخیلو (رح) او شیخ الحدیث مولوی محمد دین څرخ مولوی صاحب (رح) او نور مخورو لخوا د دیارلسمي دوري د شاهی نظام د (۱۳۴۷)لمریز کال ولسی جرګې انتخاباتو ته کاندید کړای شو، چې د خلکو په پوره مرسته په قاطع اکثریت ولسي جرګه ته د مسلمانانو د استازی په توګه بریالی شو او له همدې وخت څخه یې عملي سیاسي ژوند پیل شو، په همدې موده کې به یې د بې وزلو افغانانو، د ینی عالمانو او طالبانو عملا لاس نیوی کاوه، له ظالم څخه به یې د مظلوم حق اخیست او د دین ، وطن او اسلامي شعایرو په دفاع کې به هر وخت له ملحدینو سره لاس او ګریوان وه ، په شاهي نظام کې شوروی پلوه کمونستان خورا په زور او شور کې وو ، د اسلام له سپیڅلي دین او شعایرو سره یې بې باکه او ناولې جګړه پیل کړې وه او په مقابل کې یې هر مسلمان خوځښت ټکول کیده.
د ولسي جرګي همدي دورې ته لکه څرنګه چې کمونستان زیات داخل شوی وو همدارانګه د هیواد له مختلفو ولایتونو څخه په کافي ونډه دینی عالمان هم بریالی شوی وو، محمدی صاحب په (۱۳۵۱)لمریز (۱۹۷۲)زیږدیږ کال د ولسي جرګې په تالار کې ټول ولس او حکومت ته په زړه پوری وینا وکړه دا وینا چې دوه نیم ساعته اوږده وه ، د مسلمانانو په زیاتو تودو ولولو بدرګه شوه ه، له ډیری خوشالی به د محصلینو له سترګو اوښکې روانې وې ، د شوروی اتحاد جاسوسانو او لاسپوڅی او همدارنګه حکومتی چارواکي ګوته په غاښ ورته ناست وو، د نوموړي د خبرو وخت که څه هم لږ وه خو وکیلانو به یو په بل پسی خپل وخت ده ته باښه ، د نوموړی ثبت شوی وینا په بازار دهغه وخت په پنځوس افغانیو خرڅیده چې دا ډیر زیات لوړ قیمت وه ، نوموړی دوینا پیل د حمد او ثنا وروسته په داسی تورو پیل کړو: ای مسلمان هیواده ای مسلمان ملته ، ای د افغانستان د اسلام د عویدار حکومته، دښمن دې کورته راغی ته د مرګ په خوب ویده یې ، پردیو دې هیواد چور کړ او ته لا ورته ګوری، هغوي دې شارګونه پریکړل او ته یې لا غږ هم نه اوری !! لږ سوچ وکړه ، د محمود غزنوي وارث او د احمدشاه ابدالې خلیفه یې ، نو ولې ویده یې او ولې ډاریږی ؟
هماغه وه چې په کمونستانو اور بل شو او د شوروی اتحاد سرې لښکري یې د یرغل لپاره راوغوښتي ، محمدي صاحب د شوروی سرو لښکرو او کمونستانو په وړاندې د هغو د یرغل په مقابل په کمال ایمان داری اومتانت په جهاد پیل وکړاو د یوه افغان شموله جهادي ګوند (حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ) مشری یې په غاړه وه ، د هغه د لوړ سیاسی استعداد له برکته دده مخالفین هم کم او په نشت حساب وه هغه به له خپلو مجاهدینو او قومندانانو څخه غوښتل چې د بل مجاهد او مسلمان په وړاندې له ظلم ، زیاتي ، او جګړې څخه په کلکه ډډه وکړي که به یې په قومندانانو جګړه وروتپل شوه ، هغه به دنه جګړی توصیه ورته کوله او کله خو به یې له ورته ویل چې وسله ورکړی څادر په اوږه کړی او خپله کورته لاړ شی ستاسو همدومره مسولیت وو نور مو خدای پاک نه نیسي ، د هغه مدبرانه او مخلصانه سیاسي پالسی برکت وه چې ترپایه یې ګوند له خپل منځی جګړو وساته ، نوموړي د دروغو او چل ول سیاست نه کاوه اوله داسې سیاست څخه یې زیاته کرکه کوله ، هغه به ویل چې تاسو به وګوری که خدای (ج) افغانستان ازادکړ نور مشران به ارګ ته ځی او زه به جومات ته ځم ، هماغسي وشول ، محمدي صاحب تریوې مودې پوري دمجاهدینو درقیبوګوندونو ترمنځ دسولي اوروغي په نیت هلې ځلي وکړي ، خوکوم ځای یې ونه نیوه ، بالاخره چې کله دطالبانو اسلامي حرکت په افغانستان وزري وغوړولي ، نو حقپال محمدي صاحب یې له پوره مطالعي او دقت ورسته په بشپړ ډول حمایت وکړ ، تردې چې کله امریکايي یرغل پیل وکړو، محمدي صاحب دیوه بابصیرته اوحقاني عالم اولارښود په څیر په خپل غږ کې دجهاد فتوا ورکړه ، چې په څه موده وړاندي هغه په ټول افغانستان کې تکثیر هم شوله ،
همدارنګه کله چې دروسانو دیرغل په وخت په جینوا کې د افغانستان په موضوع خبری اتری پیل شوی خبره ډیره اوږده او کړکیچنه شوه، شوروی غوښتل چې ځان ته یو د ځټو پوزه جوړه کړی او امریکا غوښتل چې مجاهدینو دیوه سوچه اسلامی نظام په ځای یو ګډوډ نظام رامنځته شی د مجاهدینو مشرانو به هم بیلابیل سیاستونه او نظرونه ښکاره کول ، خو د هغه سیاست داوه او ویل به یې ، زموږ مشکل له کمونستانو او شورویانو سره ده له دوی پرته هر افغان مسلمان راته د منلو وړ ده خو چې د افغانستان مشکل ورباندې حل شي، داووه د نوموړي د علمي اوسیاسي اړخونه څخه د یو څو نقطو یادونه وه ، د هغه روح دي خوشاله او یاددي تل وي.
( ح ـ رشیدي )