Home خانه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د کتب خېلو لېسه ورغول شوه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د کتب خېلو لېسه ورغول شوه
پل علم
د نشراتو مدیریت
چهارشنبه،۲۹/۱/۱۴۰۳ – ۰۰:۰۳
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خېلو د هلکانو لېسه له بیا رغونې وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او عمومي زده کړو آمر حاجي ابراهیم حمدي، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي، د لېسې آمر عبدالولي لودین ، د سیمې دیني عالمانو ، تعلیم پالو شخصیتونو، قومي مشرانو ، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د دغې لېسې ودانۍ او نور ټول اړین ملحقات د سیمې ۲۵ تنو تعلیم پالو شخصیتونو په خپل شخصي لګښت د یوې میاشتې په موده کې ترمیم کړې دي ، چې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانۍ پرې لګول شوې دي.
په دې بیا رغونه کې د لېسې درې ودانۍ، کړکۍ، دروازې ، احاطوي دېوال او نور ټول اړین ملحقات رنګ او بیا رغول شوي دي چې په دې کارسره نږدې ۱۰۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شو.
د لوګر د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او عمومي زده کړو آمر حاجي ابراهیم حمدي په دې لېسه کې د تعلیم پالو شخصیتونو ترسره شوي خدمتونه او انکشافي کارونه وستایل اوهغوی یې په مننلیکونو تقدیر کړل.
د یادونې وړ ده،چې تر دې مخکې هم یادې لېسې ته د سیمې تعلیم پالو شخصیتونو په شخصي لګښت زده کوونکو ته مفت ژمني ښوونیز کورسونه جوړ شوي، د لمریزې برېښنا سیستم فعال شوی، ادارې ته یې د کمپیوټر ، پرېڼټر او د دفتري وسایلو اسانتیاوې برابرې شوي ، د اوبو اېستلو سولري سیستم ورته جوړ شوی او هم یې په انګړ کې نیالګي کېنول شوي دي.