Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

مارس 2024
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 183 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdinمرحوم مدیر صاحب الدین مسکونه قریه زرغون شهر ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر.

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.27
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
07:02
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
920
نمایش تعداد مطالب
3074571

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

په سویل ختیځ زون کې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان له لوري د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د سترې سیالۍ پایلې اعلان شو

په سویل ختیځ زون کې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان له لوري
د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د سترې سیالۍ پایلې اعلان شو

ېنیټه (1396،4،31)

Harakat Inqilab Mardom Afghanistan 200په سویل ختیځ زون کې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان له لوري څه موده وړاندې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ستره سیالي تر سره شوه چې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې یی پایلې اعلان شوې.دغه پایلې په داسې حال کې اعلان شوې چې د خوست او پکتیا ولایتونو واليانو، د لوګر ولایت مرستیال والي، د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند رهبر او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، دحرکت انقلاب اسلامی رهبری شورای ،د خوست او پکتیا ولایتونو قومي او جهادي مشرانو، روحانیونو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.د غونډې په پیل کې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د دارلانشاء رئیس مولوي رحمت الله واحدیار د غونډې ګډونوالو ته د دغې سیالۍ په اړه بشپړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د حرکت انقلاب اسلامي په ابتکار د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ تر سره شوي دي؛ خو دا ځل د دغه ګوند رهبري شورا دا لازم وبلله چې سویل ختیځ زون ځوانان راویښ کړي او په دغو ولایتونو کې د هېواد په کچه د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم یوه ستره سیالي تر سره کړي.

واحدیار زیاته کړه چې په دغو سیالیو سره کولای شو چې د خپل هېواد ځوانانو په فکري لحاظ د ټولنې لپاره په اسلامي او افغاني فکر وروزو او د دوی د سالمې فکري روزنې او ذهني پیاوړتیا لپاره دغه سیالۍ یوه ستره لاسته راوړنه بولو.نوموړي همدارنګه په خپلو خبرو کې د یادې سیالۍ د ازموینې، د ثبت نام او د اعلان د پایلو د پروسې په اړه ناستو کسانو ته بشپړه معلومات وړاندې کړل.ورپسې دحرکت انقلاب اسلامی ویاند اودشمشاد نړیوال تلویزیون مفتی محترم مولوی سمیع الله ریحان خبری وکړې مفتی صاحب درسول الله ص په سیرت هراړخیزه رڼا واچوله دحرکت کړنی او لاسته راوړنی یی جوتې کړې اوله خلکو یې وغوښتل تر څو دحرکت انقلاب اسلامی ګوند او د هاغو ټولنو او ګوندنو ملاتړ و کړي چی دیني ارزښتونه حمایه کوی. ورپسې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د اجرائیه شورا غړي ملا محمد مجاهد خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په اوسني وخت کې تر بل هر څه باید د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره کار وشي او دغه کار حرکت انقلاب اسلامي ګوند کړی دی او لا لګیا دي کوي یې.مجاهد همدارنګه وویل چې ځوانان نسبت نورو وګړو ته ډېر مسؤولیتونه لري او باید خپله انرژۍ د هېواد ژغورنې او همدارنګه د اسلامي ارزښتونو د پلي کولو لپاره مصرف کړي.نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې یاد ګوند په ډېره کمه موده کې د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره ستر کارونه کړي دي او ځوانان یې هڅولي دي تر څو په نړیواله کچه د هېواد بیرغ ورپوي.ورپسې د حرکت انقلاب اسلامي د رهبري شورا غړی او د ولسمشر سلاکار وزیر الحاج قوماندان خیال محمد حسیني خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه سیالۍ د ځوانانو لپاره د ذهني پیاوړتیا او د دوی د ودې او پرمختګ لپاره یو ستر ابتکار دی. نوموړي همدارنګه وویل چې ځوانان باید په یوه اسلامي او افغاني فکر وروزل شي او دوی ته د اسلام له پلوه د هېواد، خاورې، ننګ او ناموس په اړه هم درسونه ورکړل شي.ورپسې د پکتیا والي شمیم کټوازي خبرې وکړې او د خپلو خبرو په پیل کې یې د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام هم د غونډې ګډونوالو ته واوراوه.کټوازي همدارنګه په خپلو خبر کې د حرکت انقلاب اسلامي د پلانونو او طرحو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې حرکت انقلاب اسلامي لکه څرنګه چې پخوا د هېواد په کچه د افغاني علماوو یو ستر او بې بېلګې کاروان و او د هېواد په کچه یې د علم او پوهې لپاره ستر کارونه کړي، اوس هم د دغه ګوند رهبري شورا په دې هڅه کې دي چې څنګه وکولای شي چې د هېواد ځوانان په اسلامي فکر ټولنې ته وړاندې کړي.نوموړي په پکتیا ولایت کې د حرکت انقلاب اسلامي له کړنو او لاسته راوړنو او همدارنګه د دغه ګوند د رهبر الحاج مولوي صاحب عبدالحکیم منیب څخه هم مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پکتیا ټول ولسونه د دغسې پروګرامونو هر کلی کوي او په دې خوښ دي چې د پکتیا ولایت تکړه او بااستعداده ځوانان په یوه اسلامي او افغاني فکر د هېواد د خدمت جوګه شي.شمیم کټوازي د خپلو خبرو په پای کې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند پلاوي ته چې یاد ولایت ته یې د دغې سیالۍ د ښه تر سره کولو لپاره سفر کړی و، د هر ډول مرستې او کومک ټټر وواهه او وې ویل چې د پکتیا ولایت ټول ولسونه او د دغه ولایت ادارې او همدارنګه امنیتي ځواکونه د حرکت انقلاب اسلامي په چوپړ کې دي.ورپسې د خوست والي حکم خان حبیبي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه سیالۍ د سولې او سوکالۍ پیغام لري، د دغو سیالیو په وسیله کولای شو چې په ټول هېواد کې د سولې، ارامۍ او همدارنګه د پخلاینې پروسه هم مخ ته یوسو.ښاغلي حبیبي همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سیرت هم وغږېد او د غونډې ګډونوالو ته د سولې او پخلاینې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره بیان کړه.حکم خان حبیبي د خپلو خبرو په پای کې د حرکت انقلاب اسلامي د هڅو او کړنو ستاینه وکړه او زیاته کړه چې حرکت انقلاب اسلامي تر ټولو غوره لاره انتخاب کړې چې هغه د ځوانانو د سالمې روزنې او د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او ذهني پراختیا لاره ده.ورپسې غونډې ته د هېواد اجرائیوي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د تلیفون په کرښه خبرې وکړې او د حرکت انقلاب اسلامي له فعالیتونو څخه یې ستاینه وکړه.نوموړي همدارنګه د حرکت انقلاب اسلامي له مشر او رهبري شورا څخه وغوښتل چې د ځوانانو د ذهني پیاوړتیا لپاره خپل فعالیتونه نور هم ګړندي کړي.ډاکتر عبدالله عبدالله د پکتیا ولسونه مسلمان او مجاهد وبلل او له دوی څخه یې په کلکه توګه غوښتنه وکړه چې د حرکت انقلاب اسلامي له کړنو او هڅو څخه ستاینه وکړي او په دې اړه د حرکت انقلاب اسلامي په فعالیتونو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.ورپسې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند رهبر او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي صاحب عبدالحکیم منیب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د حرکت دروازه تل د هېواد د ځوانانو لپاره پرانستل شوې ده او ځوانان کولای شي چې خپل استعدادونه د حرکت په میزان کې وتلي او له دغې لارې په نړیواله کچه هېواد ته ستر ویاوړنه راوړي.منیب په خپلو خبرو کې د خوست، پکتیا له والیانو، د یادو ولایتونو له امنیتي مسؤولینو، قومي او جهادي مخورو او همدارنګه له ځوانانو څخه د زړه له کومي مننه وکړه چې په ډېر شوق او ذوق سره یې په دغو سیالیو کې ګډون وکړ او خپل بچیان یې هم وهڅول ترڅو د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم تګلاره زده او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.مولوي عبدالحکیم منیب ځوانان د ټولنې د ملا تیر وبلل او زیاته یې کړه چې د تاریخ په اوږدو کې ځوانانو ستر انقلابونه راوستي دي او د ظالم په مقابل کې يې تل په هسکه غاړه د حق غږ پورته کړی دی.نوموړي وویل چې همدا ځوانان د راتلونکو نظامونو وارثین دي او د هېواد ژغورنې لپاره به په راتلونکې کې د دوی له انرژۍ ګټه اخلو او دوی به د دې خاورې لپاره د رهبرۍ پر سټیج ودروو.نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې له جهادي ګوندونو سره کلکه همغږي وښودله او زیاته یې کړه چې د دغو ګوندونو د مشرانو په وسیله کولای شو چې هېواد له اوسني بحران څخه وژغورو او کولای شو چې د اخلاقي او اداري فساد او د مخدره موادو د کر، قاچاق او کارونې څخه د خلاصون یوه غوره لاره راوباسو، ترڅو مو ځوانان له یوې خوا د بېکارۍ له رنځ څخه خلاص او له بلې خوا وکولای شو چې هېواد سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ په لور روان کړو.مولوي صاحب عبدالحکیم منیب د غونډې په پای کې په پکتیا او خوست ولایتونو کې د تر سره شوي سیالۍ پایلې اعلان کړې او د دغو سیالیو ګډونکوونکو ته یې د حرکت انقلاب اسلامي له لوري د یوې عمرې سربیره د ګڼو جوایزو اعلان وکړ.همدارنګه د غونډې په پای کې د خوست او پکتیا والیانو د حرکت انقلاب اسلامي له لوري په خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو کې د تر سره شوې سیالیو اول نمبر او دوهم نمبر ته د یوې یوې عمرې اعلان وکړ.ورپسې د لوګر د والي محمد حلیم فدایي له لوري د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د سیالیو ګډون کوونکو ته په هندوستان کې د لوړو زده کړو د یوه بورس اعلان وشو چې ټول مالي لګښت به یې ښاغلي حلیم فدایي ورکوي. همدارنګه د قباء اصلاحي بنسټ د مشر الحاج مولوي محمد قاسم حلیمي او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازي حیدر جان نعیم زوی له لوري هم د یوې یوې عمرې اعلان وشو.غونډه د مولوي صاحب عبدالتواب حنیف په دعا پای ته ورسېده او یاده دې وي چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان له لوري د غونډې ګډونوالو ته د ډوډۍ پروګرام هم نیول شوی و.

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.