Home خانه
لوګر کې د هیواد د خپلواکۍ ۹۶مه کلیزه ولمانځل شوه
لوګر، خان ولي احمدزی:
په هغه غونډه کې چې د لوګر په مرکز پل علم کې جوړه شوي وه ددغه ولایت ولایتي مسولینو په ګډون سلګونه کسانو ورکې ګډون کړي وه. په غونډه کې د لوګر یو شمیر پخوانېو جهادي قوماندانانو او قومې مخورو د شاه امان الله خان هغه سرښندنې چې د هیواد د ازادې د ترلاسه کولو لپاره یې کړي وی وستایلي.
او په خپلو وطنوالو یې غږ وکړ چې د هیواد د ازادې د ساتلو لپاره د هر ډول سرښندنو ته چمتو یو.
دلوګر والي محمد حلیم فدايي په دغه غونډه کې د هیواد ازادې د خلکو په یوالۍ،سوله او ورورلي پورې وتړله.
هغه د لوګر پر خلکو غږ وکړ چې د دغه ولایت د پرمختګ،سولې امن او د امنیت د ټېنګښت لپاره د یو بل ته سره د ورورلي لاسونه ورکړي.د کرکې او د یو بل رټلو پرځای د وطن د ابادي او سوکالۍ لپاره مټي راپورته کړي.
دغوندې په پاې کې د لوګر امنتي مسولین هم دخلکو له لورې د ستاینلېکونو په ورکولو سره وستایل شول.
لوګر، خان ولي احمدزی