Home خانه
مولوى محمد نبي محمدي
مولوى محمد نبي محمدي
لیکوال: مفتی محمدګل سعید
مولوي محمد نبى محمدي دعباس کلاپه اخونزاده مشهور د مولوي عبد الوهاب زوى دملاتوره باز لمسى د خپل وخت له لويو عالمانو، مشهورو سياست پوهانو او مشرانو څخه ؤ، چى په خټه اندړ، لکڼ خېل ١٣٠٠ لمريز کال دوري دمياشتې په (۲۰) مه د لوګر ولايت د برکى برک ولسوالۍ د شيخي خېلو( عباس کلا )،په يوه فاضله او عالمه کورنۍ کې زېږېدلى ؤ، دى له آده د غزني ولايت د اندړو و لسوالۍ د ګنډه اير کلي ؤ، چې نيکه يې د هغه ځايه ډېر پخوا را نقل شوى او په عباس کلا کې يې سکونت غوره کړى دى. مورنى تعلق يې له رستم خېلوسره ؤو والده يې دمشهور شخصيت حاجي فتح محمدرستم خېل خور وه.
مقاله څنګه وليکو؟
مقاله څنګه وليکو؟
ليكنه يا مقاله د بشر د ژوندانه په بېلابېلو اړخو نو ليكل كېږي، لكه: سياسي، بشري، اقتصادي، ادبي ... ليكنه معمولاً پر هغو مسئلو كېږي ،چې د ټولنې په وګړو منفي يا مثتبه اغېزه ولري، لكه خبر او خبر د ليكنې ستره سرچينه ده . مقاله ليکل يوازې ليکوال په دې بسنه ونه کړي، چې ګوندې ديوې مقالې په ليکلو ځان خلکو اوټولنې ته ور وپېژني. که چېرته فکر وشي دغه ډول مقالې د لوستونکو له پامه غورځي او داچې په خپله ليکوال وخت ضايع کوي، دنورو هم يوڅه وخت بې ځايه نيسي او دلوستونکو تنده پرې نه شي ماتېدلى، ځکه دوى هم له زياتو تکراري ليکلو ستړي شوي او موضوع خوند نه ورکوي، خو اصلي موخه دلته ده، چې مقاله ليکل دڅه لپاره او بايد کوم ډول چې دخلکو غوښتنو ته ځواب وويل شي، په هماغه ډول خلکو ته وليکل او په کې د نوښت او تازه والي اثرات نغښتي وي.
موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟
موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟
افغانان څه دپاسه څلویښت کاله دهغه څه په لټه کې دي، چې ترنن ورځې دموندلودرک يې پیدانه کړل، ځانونه يي ستړي کړل، نارې يې ووهلې او لايې هم وهي، خو نه يې چا غږ واوریده اونه څوک شته چې ددې مظلوم ملت په غم کې واوسي .
افغان غیرتي ولس او میشت قومونه په دې ۴۰ کالونو کې په دغه اور، چې دوی يې تل ربړولي او ځورولي دي، ددې لامل پیدا نشو کړای، چې څنګه له دغو بدمرغیو نه دخلاصون لاره پیداکړي؛ څو افغان ځوریدلي ولس ته خوشحالي ورپه برخه او یوبل سره په خلاصه غیږه او دورورګلوي په فضاکې ژوند وکړي .
دلته دسولې اوجګړې له هغو دوو متضادو کلموڅخه یادونه کوو، چې افغان ولس ددغو دو کلیمو سره دومره زیاته آشنايي لري، چې هره ګړۍ پخپله اویا دنورو خلکو له خولې اورو.
لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي
لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي
لوګر دافغانستان له مرکزي ولایتونو څخه یوستراتیژیک اومهم ولایت دی، چې په لوړه کچه دکانونو سترکان پکې شتون لري، که دکرنې له پلوه ورته نظر وکړو،نو دکابل کندو يې هم بللی شواو که دجهاد اوفرهنګ له ډګره يې ونیسو؛ نو دباب الجهاد او دفرهنګي ستورو ولایت هم بلل کیږي .
خوداچې لوګر ولایت ته حکومتي چارواکي ځانګړي پاملرنه نده کړې او یا يې نه کوي، ستونزه دلته ده، چې دغه ولایت به نورهم دشاه تګ په لوري مخه کړي .
لوګر ولایت دسیاست له ډګره هم بې برخې ندی پاتې شوې، په هرنظام کې ډیري سیاسیون او حکومتي لوړپوړي چارواکي لرلي دي او اوس هم په شته نظام کې په لوړو څوکیو دندې مخته وړي.
ولې داچې دوی دسیاست په بیړۍ کې ناست دي؛ باید لوګر او دنوموړي ولایت ولسونو لوري ته يې پام واوړي او دخپل دردیدلي ولسونو په ټپونو دملهم پټۍ کیږدي، څو ددې خوار ولس لپاره څنګه چې لیدل کیږي، په هماغه اندازه د دردونولپاره يې درمل وګرځي.
په هیواد کې اورښتونه او دخلکو خوښي
په هیواد کې اورښتونه او دخلکو خوښي
هیوادوالو ته دخوښۍ زیرې ورکړل شو، سپینه واوره ځمکې ته راکوزه شوه، دکروندګرو هیلې يې را ژوندۍ کړې، افغانان دغې ورځې ته ډیر خوښ او خوشاله بریښدل، په ټولنیزو شبکو کې دهیواد دبیلابیلو ولایتونو انځورونه چې په سپینې واورې پوښل شوي ؤ، ښکته او پورته کیدل .
دا په دې څرګندويي کوي، چې افغان ولس دګران هیواد سره مینه د زړه له تله لري،ځکه دوی په دې خوښ دي، چې اورښتونه دهیواد دښتې، غرونه او ځمکې زرغونوي او اوبه پریمانیږي، چې نه یوازې دکرنیزومحصولاتو لپاره بلکې؛ شین او زرغون طبیعت دانسان روح او روان ته هم ګټور تمامیږي او له پاکې هوا نه ګټه اخيستلاي شي .
د لوګر په والي د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د لوګر په والي د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
۱۳۹۷-۱۰-۳۰ یکشنبه
د لوګر په والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي او دده په امنیتي کاروان نن شا او خوا ۱۰ بجې د لوګر کابل په لاره د سفیدسنګ سیمه کې ځانمرګی برید ترسره شو چې په پایله کې والي الحاج محمد انور خان اسحاقزی او د ملي امنیت رئیس جنرال امیر جان ناصري له بریده روغ وتلي خو ۸ ساتونکي یې شهیدان شوي او خوا او شا لس تنه نور ټپیان دي.
یاد برید په داسې حال کې د موټر بم په وسیله ترسره شو چې د لوګر والي او د ملي امنیت رئیس له کابل څخه لوګر ته خپلو دندو ته روان وو، په شهیدانو کې د ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ منسوبین هم شامل دي. د لوګر والي یاد برید باندې ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د هېواد او خاورې دوښمنان هر وخت غیر انساني او غیر اسلامي کړنې ترسره کوي.
بیشتراز ده هزارکیلوگرام مواد انفجاری و مواد مخدرازولایت لوگر کشف گردید
بیشتراز ده هزارکیلوگرام مواد انفجاری و مواد مخدرازولایت لوگر کشف گردید
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر
روزگذشته، نیروهای قطعات خاص پولیس، عملیاتی ویژه و هدفمند را در منطقه غوگیز ولسوالی ازره ولایت لوگرانجام دادند که درنتیجه آن، یک مخفیگاه بزرگ جنگ افزار، موادانفجاری ومواد مخدرمربوط به گروه هراس افگنان طالب، کشف و از بین برده شده است. جنگ افزار ومواد مخدر انبار شده دراین مخفیگاه، شامل یک میل سلاح 82 ملی متری، یک میل سلاح دهشکه، یک میل سلاح ماشیندار، دومیل تفنگچه، چهار فیرمرمی راکت طیاره، 5 فیرمرمی راکت، ده ها فیرمرمی دهشکه و پیکا، 5000 کیلوگرام امونیم نایتریت و 5300 کیلوگرام چرس و یک عراده موترمی شد، که در محل از بین برده شده است.
عملیات مشترک پولیس ملی و امنیت ملی در قریه ابراهیم خیل مربوطات مرکز این ولایت انجام یافته
عملیات مشترک پولیس ملی و امنیت ملی در قریه ابراهیم خیل مربوطات مرکز این ولایت انجام یافته
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر
شب گذشته تاریخ ۱۳۹۷/۱۰/۲۲/۲۱در یک عملیات مشترک پولیس ملی و امنیت ملی در قریه ابراهیم خیل مربوطات مرکز این ولایت انجام یافته که ساحه مورد نظر تلاشی صورت گرفته در نتیجه تعداد ۵ نفر مشکوکین یکمیل کلاشینکوف معیه یک شاژور و ۲ عراده موتر سایکل از حویلی مشکوکین بدست آمده.
ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ
لوگریان کابل نشین در پشت دیوارهای ارگ نیز مصئون نیستند
لوگریان کابل نشین در پشت دیوارهای ارگ نیز مصئون نیستند
در چند سال پسین و پس از آنکه نفوذ طالبان بر لوگر سایه افگند مردمان این ولایت بویژه آنانیکه در ارگانهای دولتی عهده دار سمت هایی بودند مجبور به ترک خانه و کاشانه شان شدند و به فکر اینکه شاید زندگی نسبتاً امنی داشته باشند با متحمل شدن زیانهای بزرگ مالی نظر به عایدات شان رو به پایتخت آوردن و در مناطق مختلف این شهر و بیشتر در خانه های کرایی مسکن گزین شدند.
اما چنانچه در چند سال اخیر دیده میشود مردمان این دیار و بویژه کادرهای لوگر زمین حتا آرامش نسبی هم در این شهر نداشته اند و به گونه زنجیره یی مورد سوء قصد و ترورهای سازمانی قرار گرفته اند و تا جایکه عده یی با اخطار و مزاحمت افراد مربوط به طالبان مجبور شده اند با آنکه در پایتخت زندگی میکنند وظایف شان را ترک بکنند و در غیر همانند ده ها جوان دگر این دیار در قلب شهر کشته خواهند شد.
از کارمندان PPS گرفته تا عساکر عادی و قرار دادی همه گان از این ناحیه متضرر شده اند و بسیاری از مردمان این دیار به داشتن وظایف دولتی حتا در پایتخت دل خوش نمیکنند تا زنده بمانند.
ملک شاپورخان د مغل خیلو یوتن قومی مشر شهید شو
ملک شاپورخان د مغل خیلو یوتن قومی مشر شهید شو
یوم الجمعه ۱۴ جدی سال ۱۴۹۷
په ډیری خوا شینی سره موخبر ترلاسه کړل چی د مغل خیلو یو تن قومی مشر د نیکو اخلاقو خاوند، ملک شاپورخان شهید شو الله تعالی دی د جنتونو سردارکی کورنی او خپلوانو ته یی دزړه صبرغواړم .
با تاسف و تاثر فراوان اطلاع حاصل نمودم که شاپور "ستناکزی" نماینده حوزه مغل خیل بر اثر انفجار ماین چسپکی به درجه شهادت نائل شد جنت الفردوس جایش و برای فامیل، اقارب و دوستان شان صبر جمیل و جزیل از دربار الله تمنا دارم ...
و برای دوتن زخمیان حادثه مذکور از الله قادر و توانا شفاع عاجل میخواهم ...
انا لله و انا الیه راجعون
د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه
د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه
د مرغومي شپږمه؛ هغه نه هیریدونکي ورځ چې افغانستان باندې سرو پوځي لښکرو دځمکې او هوا له لارې یرغل راوړل. دا ورځ په تاریخ کې هغه ورځ ده، چې پیلامه يې دهیواد په ټولوسیمو کې دبدبخیتو، ویجاړیو او وژنو سرچینه ګڼل کیږي .
دمرغومي یا جدي شپږمه د۱۳۵۸ هجري لمریزکال روسي یرغلګرو په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال افغانستان ته راننوتل او د لسو کلونو په اوږدو کې دمجاهدینو د جهاد سره مخ شول. روسي یرغلګرو دهیواد دویجاړیو، دميلیونونوافغانانودشهادت، معلولیت اوبهرنیوهیوادونوته دافغانانو کډه کیدل دا هغه څه ؤ، چې روسانو خپل مردارو موخو ته ورسیدل، خودبریا پایله دافغانانو په برخه او شوروي یرغلګرله کلکې ماتې سره مخ شول.
دمرغومي شپږمه؛ دافغانستان پرخاوره دشوروي سرو پوځ ستره تیروتنه په مادي اوهم په معنوي توګه وه، خو دواړه هیوادونه يې وځپل اوګڼې ستونزې اوناخوالې یې رامنځته کړې.
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال دمرغومي په شپږمه دسمبالو درندو نظامي تجهزاتو سره پرافغانستان یرغل راوړل . داچې شوروي استعمارګر زموږ په خاوره نظامي یرغل وکړ، ددوی نه یواځې دیرغل وړلو لومړۍ پیلامه وه، بلکې له دې مخکې هم په نولسمه او شلمه پیړۍ کې څومهمې سیمې لکه تاتارستان، مرکزي آسیا، منګولیا او ختیځه اروپا اشغال کړې وه .
روسانو غوښتل چې دافغانستان خاورې تر ولکې وروسته ځانونه دهند تودو اوبوته ورسي، خو دغه آرمان يې له ځان سره یوړل او دافغانانو د سترو مبارزو سره مخ شول.
په افغانستان دروسانو یرغل وړونکو عسکرو شمیر ټولټال دمسکو رسمي سرچینو له مخې؛ له یولک تر یولکو شل زره پورې ښودلي، ولې دیوې بلې سرچینې له مخې دغه شمیر یو نیم لک عسکر ښودلي شوی ؤ، خو کله چې روسانو دخپلو لاسپوڅو په مرسته دافغانانو دسرښندنو او میړانو سرمخ شول، دروسانو پوځونه ورځې تربلې زیاتیدل او شمیريې آن تر دونیم لکو پوځونو ته ورسیدل.
دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي
دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي
موږ ولې دومره بدبخته یو، چې هم پخپلو کې سره وهو او هم پردي هیوادونه موږ ته لاس یو کړې او ګوته په ماشه کمین کې راته ناست دي.
کله په یو نوم او کله په بل نوم موږ وژني، نو بیا خپلو کې هم دقام او ژبې خبرې کوو، هغه پښتون ده، دغه هزاره ده او هاغه تاجک ولې؟
خو پردي هیوادونه موږ ته ترهګر، دهشتګر، قاچاقبر او په سلو نورو نومونو موږ یادوي او په دې سره وژل کیږو او دا لړۍ لا روانه ده.
ښه پوهیږو او بیا دغه پړه ديو هیواد دسیسه ګڼو؛ لامل یې په خپلو کې دباورنشتون، اتحاد نه درلودل او په ژبه دافغان په نوم ویاړ کوو عمل کې بیا هغه څه کوو، چې نه وي موکړي.
زړونه مو نه دي پاک، یو بل ته کوهي کیندو، دیوبل خبره پرځان نه منو، ځان ته من وایو، نیتونه مو په یو بل بد دي، یو چې پرمختګ وکړي، دهغه لپاره دسیسه جوړ ؤ، څو نور مخته ولاړ نشي.
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د سوند لرګی مرسته وشوه
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د سوند لرګی مرسته وشوه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، کب ۲۹ قوس
د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پيمان) له خوا په لوګر ولایت کې له پنځو بېوزلو کورنیو سره د سوند وچ لرګی مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د واغجان بازار کې جوړه شوې وه د پیمان خیریه بنسټ مسؤل، د یوه خروار وچ لرګۍ په بېوزلو کورنیو باندی وویشل.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان له خپله شخصی لګښت کړیدی، چې ټول ټال ۳۵۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۶۲۰۰ افغانیو په ارزښت اتیا کیلو ( یو خروار) وچ او تیار مات شوی لرګی ور کړل شول.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر دغو کورننیو له پیمان خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې له دی بېوزولو کورنیو سره یې یاده مرسته وکړه.
د یوې بیوزلی کورنۍ غړی، چې یادې مرستې تر لاسه کړي وه، د ورسره شویو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه، هر چا چې دا مرستې کړې دي، خدای دې خیر ور کړي، چې زما په څېر د بې وسو او نادارو کورنیو په فکر کې دي.
دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده
دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده
ژمی دکال یخ اوسوړ موسم دی، چې ګڼ شمیر وګړي ورسره په تکلیف وي، ځکه زموږ دهیوادوالو اقتصادي وضعیت دومره پیاوړې نده،چې دغه موسم ته هیوادوال خوښ او لیوال واوسي، بلکې د دوی اقتصادي وضعیت هم ګواښي. خو څنګه کولي شو، خپلې چارې دژمې په موسم کې مهار کړو، ترڅو اقتصادي ګواښ سره مخ نشو.
ددې لپاره باید کوښښ وشي، چې دولت دبیوزلو هیوادوالو چې دژوند اقتصاد يې چندانې ښه نه دی، په منظم ډول سروې ترسره کړي، ترڅو مرستندویي موسسې د بیوزلو لوري ته راجلب او نیستمنو هیوادوالو سره دخوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وکړي.
دپښتو ژبې نامتو شاعراو صوفي سيد بهاوالدين بهايي چې په بهایی جان سره یې شهرت درلود
دپښتو ژبې نامتو شاعراو صوفي سيد بهاوالدين بهايي چې په بهایی جان سره یې شهرت درلود
نوموړی یو صوفی شاعر و چې اصلي نوم یې بهاء الدین او تخلص یې بهایی و. دی دارواښاد سید محمد یارآتش نفس زوی و او په ۱۲۷۲ لمریزکال دزابل ولایت دشینکۍ په ولسوالۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې . دی دپښتو اودري ژبو دواړو شاعرو.دی او دده پلار دنقشبندیه دطریقې پیروان وواو د ی په خټه سیدو.
سيد بهايي جان په شپږ کلنۍ کي دزابل ولايت دشینکۍ ولسوالۍ دغنډانو په خانقا کي په زده کړو پيل وکړاو دسیمې له مشهور عالم حاجي ملاعبدالحميد نه يې ليک لوست زده کړل ، دفارسي مروج کتابونه فقه او صرف يې ولوستل او تر اتلس کلنۍ پوري يې فقه ، صرف نحو، ميراث اصول ، عقايد اونور فنون دخپلو مشرانو وروڼو سيدمحمد موسىٰ او د طريقت له لارښود شيخ مولانا ميانورمحمد آغوجاني صاحب نه زده کړل او له اتلس کلنۍنه وروسته کندهارته لاړاو هلته يې دتفسير او قرائت علوم له مولوی شرف الدين او د سيد محمد عمرجان کندهاري نه ، چي دده نسبي ورورهم وتر لاسه کړل .
فکرجوان درراستای تعلیم وورزش
فکرجوان درراستای تعلیم وورزش
نویسنده: محمد زاهد ( سلطانی )
هرکشورنیازبه نیروی متحرک وپرکاردارد تا آینده درخشان را درصفحات زندگی اش با فکرجوان رقم زند،این نیروی متحرک نسل جوان شمرده میشود. یگانه راه ارزنده ترقی وشگوفایی یک کشور سرمایه گزاری روی نسل جوان میباشد،جوانان با قوت ونیروی فعال متحرک که دارند میتوانند جایگاه خاصی درپیشرفت یک جامعه داشته باشند ونیز مسئولیت های سنگینی را دربرابراجتماع وکشوربدوش می کشند، اگرجوانان متوجه این مسئولیت ها نگردند، درحقیقت جفای بزرگی را به حق خود ومردم شان نموده اند.
تعلیم وتربیه ازدیدگاه دساتیردین مبین اسلام برمبنی ارشادات آیات قرآنی وسخنانان گهربارپیامبراسلام حضرت محمدمصطفی ص کسب آن برای هرانسانی ضروری پنداشته میشود، علم و ایمان هر کدام جایگاه متفاوت در سازندگی آینده انسان دارند. نقش علم این است که راه ساختن را به انسان پیشکش مینماید و انسان را توانا می کند. خداوند(ج) در قرآن کریم درآیه 9 سوره الزمر می فرماید: بگو آیا کسانیکه میدانند با کسانیکه نمیدانند برابراند (ترجمه)
صلح نیازاساسی مردم است
صلح نیازاساسی مردم است
نویسنده: محمد زاهد ( سلطانی )
خداوند ج ازصلح حدیبه به عنوان فتح آشکار ومبین بیان کرده است درحالی که چندین غزوات وجنگ ها که درآن دامنه اسلام گسترش یافت وفتوحات زیادی نصیب مسلمانان گردید، نیزصورت گرفت اما ازآن ها به عنوان فتح نمایان یاد نه گردیده است بلکه ازصلح حدیبه به عنوان فتح آشکار یاد شده است، بناءً این هویدا میگردد که برکت درصلح است.
نقش مهم صلح حدیبیه، در پیروزى هاى شگرف بعدى پیامبر(ص) و مسلمانان (إنّا فتحنا لک فتحًا مبینًا)
ترجمه: ما تو را پيروزى بخشيديم، پيروزى درخشانى. با توجه به این که صلح حدیبیه در ظاهر فتح به شمار نمى آمد ممکن است اطلاق «فتح مبین» بر آن از آن جهت باشد که این صلح، سرآغاز فتح مکه و یا دیگر پیروزى هاى مهم پس از آن بوده است.
اهمیت راه لاجورد درعرصه تجارت
اهمیت راه لاجورد درعرصه تجارت
نویسنده: محمد زاهد ( سلطانی )
افغانستان یک کشوراست که اکثراً درعرصه تجارت بیشترکالاها را ازکشورهای خارجی وارد مینماید، این کشورمحاط به خشکه است که همواره برای رسیدن به بازارهای جهانی درعرصه تجارت با چالش های جدی روبرو بوده است وکشورهای همسایه با داد وگرفت های سیاسی و اقتصادی بین خود شان با هوشیاری، افغانستان را با وارد کردن فشارهای شان به مشکل روبروکرده است ونتیجه آن افغانستان با جمعیت درحدود سی میلیون نفوس به عنوان مارکیت کالاهای بی کیفیت کشورهای همسایه تبدیل شده است اما دراین روزها با تمرکز وتلاش های بیشترحکومت وحدت ملی درکنارراه های ترانزیتی قبلی برای توسعه تجارت راه ترانزیتی لاجورد را افتتاح نمود که ازطریق آن تجارت درکشوررشدچشمگیری خواهد کرد.
لوګر کې د ولسی جرګې د نوماندانو پر کاروان بريد کې پنځه تنه ټپيان شول
لوګر کې د ولسی جرګې د نوماندانو پر کاروان بريد کې پنځه تنه ټپيان شول
پل علم ٢٠ ليندۍ ٩٧
د لوګر مسوولين وايي، په محمد اغې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندانو د موټرو پر کاروان وسله وال بريد او د ماين چاودنه شوې چې د دوو نوماندانو په ګډون په کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي، وويل چې د څو تنو نوماندانو د موټر کاروان له پل علم څخه کابل ته روان وو چې مازيګر ناوخته په تنګي واغجان سيمه کې وسله والو طالبانو پرې بريد کړى او د سړک غاړې ماين پرې چاودلى دى. ده زياته کړه، په پېښه کې د ولسي جرګې نوماند محمد رحيم امين او يو بل نوماند ټپيان شوي او د هغوى دوه موټره زيانمن شوي دي.
ولسي جرګې ته د لوګري نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې
ولسي جرګې ته د لوګري نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون نن ماښام د لوګر په ګډون د پنځو ولایتونو د ولسي جرګې نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د یاد کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د یوه خبري کنفرانس له لارې، محمد اسماعیل صدیقي، وفي الله افتخار، محمد آصف نبي زی او هُما احمدي له لوګر څخه مخکښ نوماندان یاد کړل چې د هغه په خبره تر نورو یې ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
په ورته وخت کې د لوګر د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر رحمت الله حقمل د یاد خبر پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې شونې ده یادې پایلې بدلون ومومي او له وروستي نوملړ څخه زینې نوماندان ووځي.