Home خانه
فروپیسور برهان الدین ربانی واکمنی ته لنډه کتنه
فروپیسور برهان الدین ربانی واکمنی ته لنډه کتنه
برهان الدین ربانی د محمد یوسف زوی دی چی په ۱۹۴۰ کال کی د هیواد په شمال ختیځ بدخشان ولایت کی زیږیدلی دی په قوم تاجک او د افغانستان تاریخ او خپرونی لیکوال په قوم یفتلی یاد کړی دی چی له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پوری د افغانستان په کورنیو جګړو کی شکیل واکمن و.
واک ته رسیدل:
په پيښور کی د مجاهدینو د تنظیمی مشرانو تر منځ یوه معا هده لاسلیک سوی وه چی د هغی پر اساس به د دوو میاشتو لپاره مجددی او بیا د څلورو میاشتو لپاره برهان الدین ربانی واک تر لاسه کوی ژمنه سوی وه چی ربانی به د مجددی د دوری په پای کی کابل ته ځی خو خبره برعکس سوه او نوموړی د مجددی د واک دوی هفتی وروسته کابل ته ولاړی او مجددی د هغه د راتګ په اړه یو وخت د شکایت ږغ پورته کړی.
د مجاهدینو په خپلمنځی تړون کی لاندی ژمنی راغلی:
( ۱ ) د ربانی د جمهوری ریاست دوره یواځی څلور میاشتی ده او یوه ورځ هم اوږده کیدلای نه سی
( ۲ ) په یاده څلور میاشتی دوره کی باید دلسی شورا جوړه سی چی د ټولو لپاره د منلو وړ وی
( اهل حل و عقد جوړه سوه )
( ۳ ) اسلامی حزب به د صدارت څوکی ته خپل ور و پیژنی
( ۴ ) د حکومت او پوځ څخه به کمونسټان لری کیږی
د پورته تړون په اساس نوموړی واک ته ورسید او د هغه په اړه نړیوالو لخوا د پراخه تبلیغاتو په اساس د خلګو د امید سترګی ورته کږی وی چی ګوندی د هغه په راتګ سره به کابل امن وی او د ټولو افغانانو ارمانونه او هیلی به پوره سی مګر برعکس هرڅه سره چپه سول د تنظیمونو د واکمنی په دوره کی په ټول هیواد کی داسی پیښی وسوی چی د افغانانو په تاریخ کی یی ساری نه و لیدلی سوی خو د هغه وخت د واکمنی وحشت د چارواکو د بی وسی د ربانی د واکمنی قومندان د یو چا میرمن تښتولی وه
د ښځی خاوند ربانی ته په دی اړه عریضه وکړه
( هغه اریضه په لاندی ډول احکام کړه )
قومندان صاحب محترم
زن عریض را ایله کنید
با احترام
پروفیسور برهان الدین ربانی
ریس دولت اسلامی افغانستان
( د برهان الدین ربانی کاری دفتر )
د ربانی کاری دفتر په قصر نمبر ۱ کی و خو چی کله به بمباری زیاته سوه نو د خیرخانی د غره په ډډه کی ۳۱۵ قطعی په تلخونه کی چی پر سر یی د بمبار او راکیټونو د خطر د مخنیوی په موخه ټایرونه ایښودل سوی وه په ارګ کی به د هغه لپاره ډوډی پخیده او هلته به ور رسول کیده ربانی به د یادی تلخونی په واړه سالون کی پر پراته میز ډوډی خوړله د هغه د واکمنی پر محال د ارګ پر یوه څنډه د ربانی او پر بله څنډه به یی د دوستم بیرغ رپیده
( د اهل حل العقد شورا )
یاده شورا په داسی حال وبلل سوه چی د کابل په ښار کی دننه د دولتی سیالیو ډلو تر منځ نښتی روانی وی دده د شورا په اړه تبلیغات کیدله چی ۱۶۰۰ تنه ګډونوال لری مګر عملن به پکښی ۴۰۰ تنو ګډون درلود په شورا کی یوازی د جمعیت مشر برهان الدین ربانی او د اتحاد اسلامی مشر سیاف حاضر و او نورو مشرانو به پکښی ګډون نه درلود
( د اردو ړنګول او د اسلامی پوځ جوړولو اعلان )
برهان الدین ربانی په خپلی یوی وینا کی د اسلامی پوځ د جوړولو په اړه داسی وویل موږ به د اسلام د سپیڅلی دین پر بنسټ ولاړ اسلامی وسلوال پوځ بیا جوړ کړو
دا اسلامی پوځ به له جهادی پوهو مسلکی او مسلمانانو مجاهدینو افسرانو څخه جوړ وی نوی اسلامی پوځ به د سړی وژونکو او لوټونکو ساتندوی نه بلکی د خلګو د هغوی د مال او عزت ساتندوی وی
((( اسناد ښیی )))
چی نوموړی د پاکستان د ای ایس ای استخباراتی مشر جنرال حمیدګل ته چی د کابل څخه یی په هغه او قاضی حسین احمد پسی مخصوصه الوتکه لیږلی وه د اردو اسلامی په جوړولو د مرستی او مشوری وړاندیز هم ګړی و
افغانستان تر وروستی افغانه دریم ټوک ۳۲۶ مخ )))
ښاغلی ربانی چی د دوستم د ملیشو او کارملی جنرالانو ویره او احسان ورباندی او دڅوکی د ساتنی ځواک یی باله سملاسی یی هغوی ته ډاډ ورکړ چی اسلامی دولت د وسلوالو ځواکونو د ماتولو مخالف دی له دی امله به د دولتی امنیت او پراتیکی واحدونه
د خاد پوځ دوستم او نادری ملیشی
او د پولیسو ځړاکونه سره سره یو ځای کړی په همدی اساس یی د دوستم ګیلم جم ملیشی ته د جنبش ملی و اسلامی شمال افغانستان په نوم د رسمیت فرمان په لاندی بڼه ورګړ او هغه یی د اسلامی اردو یوه برخه وبلل
((( بسم الله الرحمن الرحیم )))
ریاست دولت اسلامی افغانستان
یاداشت تاریخ
فرمان
محترم ستر جنرال عبدالرشید دوستم
با رعایت و تطبیق مواد یکه طی موافقنامه جداګانه روی ان اتفاق شده جنبش ملی اسلامی را به عنوان یکی از نهادها و نیروهای مطرح در خدمت به اسلام و مردم متدین افغانستان به رسمیت می شناسم
امضاء
پروفیسور برهان الدین ربلنی
ریس جمهوری اسلامی افغانستان
د یادولو وړ ده
چی جنرال دوستم ته حضرت صبغت الله مجددی د سترجنرالی رتبه ورکړه او هغه یی د خالد بن ولد سره تشبیه کړ
زده کړی
استاد ربانی وروسته له دی چی یی خپلی لومړی زده کړی په بدخشان کی پای ته ورسولی نو بیا کابل ته ولاړ نو هلته یی د ابو حنیفه په شرعی دارالعلوم کی خپل تعلمات پر مخ یو وړل وروسته له دی چی نوموړی د همدغه دارالعلوم څخه فارغ سو نو بیا یی په کابل پوهنتون کی اسلامی قوانینو او سرعیاتو پوهنځی ته لاره پیدا کړه په کابل پو هنتون کی د څلورو کلونو د مودی وروسته یی په اسلامی زده کړو کی نوم ترلاسه کړ او ډیر ژر بیا په ۱۹۶۳ ز کال کی په هماغه پوهنتون کی د د استاد په توګه دنده تر سره کوله ددی لپاره چی خپلی اسلامی زده کړی نوری هم پراخه کړی نو په همدی تکل په ۱۹۶۶ ز کال کی مصر ته ولاړ او هلته یی په قاهره کی د الازهر په اسلامی پوهنتون کی په زده کړو پیل وکړ خپله علمی رساله یی
(( د جنبه های علمی و فلسفی زنده ګی نورالدین جامی ))
په عنوان ولیکل او د هماغه پوهنتون څخه یی په اسلامی علومو او اسلامی فلسفه کید ماسټری سند ترلاسه کړ یو عرب مورخ او لیکوال وایی په کال ۱۹۷۴ کی استاد ربانی د حج په موسم کی د سعودی له باچا شاه فیصل څخه د مرستی غوښتنه وکړه او هغه ته یی د داود خان د سپینی ګودتا سره واک ته د کمونستانو د رسیدو ویره څرګنده کړه
شاه فیصل په دیرخبره احتمام وکړ او احتمام یی داسی څرګند سو چی په کابل کی د سعودی سفارت داسی یو خبر خپور کړ چی په هغه کی داود خان یو مخلص او وطنپال شخص معرفی سوی و او داچی له اړخه یی واک ته د کمونیسټانو واک ته رسیدل توجیه نه لری او له دی سره ربانی ونه سوای کولای چی د داود خان پر وړاندی له سعودی څخه مادی او معنوی مرستی تر لاسه کړی برهان الدین ربانی د ۱۹۹۲ ز څخه بیا تر ۱۹۹۶ ز پوری د افغانستان هیواد مشر و همدا راز هغه د سولی شورا مشر او د جمعیت اسلامی د ګوند مشر او پخوانی جهادی رهبر هم پاته سوی دی نوموړی د افغانستان د ژغورنی د جبهه ی ملی ترنامه لاندی سیاسی ګوند لارښود هم و چی همدا وروستی نومیدل ګوند په بیلابیلو پخوانیو کورنیو جګړو کی ښکیلو ډلکیو یوه سیاسی ایتلافی جبهه وه چی په افغانستان کی یی د ط البانو د غورځنګ په وړاندی د جګړی لپاره لاس یو کړی و
ربانی د افغانستان د هیواد مشر په توګه تر هغه وخته پر کابل خپل واک چلاوه تر څو چی د ط الب غورځنګ لخوا کابل ونیول سو
( د برهان الدین ربانی په دوره کی د افغانیو د چاپ امدازه )
د برهان الدین ربانی په څلورو کلنو په دوره کی ټول ټال ۸۰۰۰۰ میلیارډه افغانی چاپ سوی او دی وصعی هیواد له بیساری انفلاسیون سره مخامخ کړ د افغانی بانګ نوټونه به لومړی د بګرام هوایی اډی ته راتلل
یولس برخی به کیدی
لس برخی به د جمعیت پیاوړی قومندان
احمدشاه مسعود پنجشیر ته وړل
او یوه برخه به یی استاد ربانی ته ورکول کیدله
د استاد ربانی په دوره کی به راغلو افغانیو کی به لوړ پوړو چارواکو ډالر رانیول او د راتلوونکی لپاره به یی ذخیره کول هغه محال به د استاد ربانی پلویانو ویل
چی د افغانستان بانګ ۸۴۰ میلیونه ډالره پشتوانه ملاتړی لری
(( د مجاهدینو په دوره کی ملی سرود ))
د کمونستانو د ماتی وروسته واکمن سول لومړی واکمن یی حصرت صبغت الله مجددی او دوهم واکمن یی پرو فیسور برهان الدین ربانی و هغوی هم د خپل حکومت لپاره نوی سرود چی د داود فارانی لخوا ولیکل سو جوړ ګړ
قلعه اسلام قلب اسیا
جاودان ازاد خاک اریا
زادګاه قهرمان برزګ
سنګر رزمنده مردان خدا
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
تیغ ایمانش به میدان جهاد
بند استبداد را از هم ګسست
ملت ازادت افغانستان
در جهان زنجیر محکومان شکست
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
در خط قران نظام ما بود
پرچم ایمان به بام بود
هم صدا او همنوا او همزبان
وحدت ملی مرام ما بود
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
شادزی ازادزی ابادزی
ای وطن در نور قانون خدا
مشعل ازادګی را برفراز
مردم بر ګشته راسو رهنما
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
سرچینه
افغان واکمنو کړنو لوژیک تاریخ
لیکوال زړګی کندهاری






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























