Home خانه
لوګر کې غلا شوی موټر موندل شوی او مالک ته وسپارل شو
لوګر کې غلا شوی موټر موندل شوی او مالک ته وسپارل شو
د لوګر امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه ویټز ډوله موټر څه موده وړاندې په کابل ولایت کې غلا شوی و، چې د جینایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د پل علم ښار د غازي امین الله خان روغتون په مربوطاتو کې کشف او نیول شوی دی.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، چې یاد موټر د شنبې په ورځ نیول شوی او له قانوني اجراآتو وروسته نن خپل اصلي څښتن ته سپارل شوی دی.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























