Home خانه
د غويي ۱۹ مه؛ د لوګري ولس د تاریخي پاڅون ویاړلې ورځ!
د غويي ۱۹ مه؛ د لوګري ولس د تاریخي پاڅون ویاړلې ورځ!
شېرمحمدامیني ستانکزی
د افغانستان تاريخ د اتلولیو، قربانیو او د آزادۍ د مبارزو له زرینو کرښو ډک دی. د دې خاورې مېړنیو ولسونو د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د ظلم، استبداد او يرغل پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزې کړې دي او د خپل دين، وطن او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره يې سترې قربانۍ ورکړې دي. همدغه قربانۍ دي، چې نننی نسل پرې وياړي او د خپل تاريخ روښانه فصلونه پرې يادوي.
د افغانستان د معاصر تاريخ له مهمو او نه هېرېدونکو ولسي خوځښتونو څخه يو هم د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي یا ثور مياشتې ۱۹مه نېټه ده؛ هغه ورځ، چې د لوګر غيرتي او دينپال ولس د وخت د خلقي رژيم د ظلم، استبداد او د ديني ارزښتونو ضد کړنو پر وړاندې راپاڅېد او د ولسي پاڅون بيرغ يې پورته کړ.
دغه ولسي پاڅون په داسې حساسو شرايطو کې رامنځته شو، چې خلقي واکمنۍ د افغانستان پر اسلامي، فرهنګي او ملي ارزښتونو پراخ بريدونه پيل کړي وو. د ديني عالمانو نيول او ځورول، د جوماتونو او ديني مدرسو محدودول، د اسلامي ارزښتونو سپکاوی او پر خلکو د کمونيستي افکارو د تحميل هڅې هغه عوامل وو، چې د ولسونو غبرګون يې راوپاراوه. د لوګر خلکو دا کړنې د خپل دين، کلتور او ملي هويت پر ضد ښکاره ګواښونه بلل؛ له همدې امله يې د جهاد او سرښندنو لاره غوره کړه.
د لوګر مېړني ولس سره له دې، چې محدود امکانات، زړې وسلې او کم جنګي تجهيزات يې لرل، د قوي ايمان، ملي احساس او تاريخي غيرت پر مټ د مبارزې ډګر ته ودانګل. د هغوی همدغه ولسي مقاومت د خلقي رژيم پر ضد د پراخو جهادي او ولسي مبارزو له مهمو سرچينو څخه وګرځېد او وروسته يې د هېواد په نورو سيمو کې هم د پاڅونونو روحيه پياوړې کړه.
د دغه پاڅون مشري د سيمې ديني عالمانو، قومي مشرانو او بااحساسو ځوانانو کوله. دغو شخصيتونو د ولس د يووالي، قربانۍ او مقاومت روحيه لا پياوړې کړه او خلکو ته يې د خپل دين او وطن د دفاع انګېزه ورکړه. د دوی مبارزې وښودله، چې افغان ولس د خپل ايمان، خپلواکۍ او ملي هويت د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
د غويي یاثور د ۱۹مې پاڅون ارزښت يوازې د هغه وخت تر حالاتو محدود نه دی؛ بلکې دا ورځ د افغانستان د معاصر تاريخ د يو مهم ولسي حرکت په توګه ځانګړی ځای لري. دغه پاڅون د افغان ولس د يووالي، قربانۍ او د پرديو افکارو او تپل شويو نظامونو پر وړاندې د درېدو څرګند سمبول ګڼل کېږي. د تاريخ تجربو ثابته کړې، چې کله افغان ولسونه د يو موټيوالي احساس وکړي، هېڅ زورواکی ځواک نه شي کولای چې اراده يې ماته کړي.
اوس مهال هم اړينه ده، چې د غويي یا ثور ۱۹مه د هېواد د مهمو ملي او تاريخي ورځو په توګه ژوندۍ وساتل شي، څو راتلونکي نسلونه د خپلو پلرونو له قربانيو، مېړانې او مبارزو څخه خبر پاتې شي او د خپل تاريخ له دغو وياړلو فصلونو الهام واخلي.
په پایله کې ويلای شو، هر ملت هغه وخت خپل هويت او عظمت ساتلی شي، چې خپل تاريخ، قربانۍ او اتلان هېر نه کړي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























