Home خانه
د افغانانو یوه تاریخي هدیره
د افغانانو یوه تاریخي هدیره:
د ملتان پر ابدالي سړک، د پټرولو پمپ ترڅنګ، یوه پاکه او منظمه هدیره پرته ده؛ داسي هدیره چي د سرو ډبرو په جوړو قبرونو کي ئې د خپل وخت واکمنان ویده دي. دا د سدوزي کورنۍ شخصي هدیره ده چي د تېر تاریخ ګڼي کیسې پکښې خاورې سوي دي.
د مرزا ابن حنیف په وینا:
«په پخوانیو وختونو کي له افغانستان سره د هغو لارو او غرنیو درو له لاري سوداګري کېدله چي په هغو کي د ګومل درې ځانګړی اهمیت درلود. د ګومل لاره د ګومل سیند پر امتداد روانه وه او د ډېره جات له سیمو تېرېدله او تر ملتان پوري رسېدله. همدارنګه بله سوداګریزه لاره هم موجوده وه چي د کوه سلیمان د غرونو د سخي سرور له درې تېرېدله او ملتان ته رسېدله. دغه لاره لوېدیځ لور ته له کندهار او بیا له ایران سره نښلېدله. د تاریخي او ماقبل تاریخي دورو سوداګریز کاروانونه د همدې لارو له لاري ملتان ته تلل راتلل. د اوبو له لاري تګ راتګ بیا بېل وو.»
په لرغونو زمانو کي له افغانستان، ایران او منځني ختیځه ملتان ته راتلونکې سوداګریزې لاري، په اصل کي د یرغلونو لاري هم وې. همدغه لاري او درې د جګړه غوښتونکو قوماندانانو لپاره د حملو بلنه وه. پر هند د محمود غزنوي تر بریدونو وړاندي، د ایران، یونان او منځني ختیځ ګڼ یرغلګر هم له همدې لارو ملتان ته راغلل او وروسته ئې د هند نورو سیمو ته پرمختګ وکړ.
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
له افغانستان، ایران او منځني ختیځه داسي ډېر یرغلګر هند ته راغلل چي وروسته د همدې سیمو واکمنان سول او کلونه کلونه ئې حکومت وکړ. د محمود غزنوي پرلهپسې بریدونو او وروسته د نادر شاه دراني یرغلونو، افغانو قبایلو ته په هند کي د لښکرکښۍ او واکمنۍ لاره نوره هم پرانیستله.
ملتان چي د سلاطینو په دوره کي د هند یو مهم سرحدي ولایت وو، د بابر له لوري د ابراهیم لودي تر ماتي وروسته د مغلو د سلطنت برخه سو. خو تاریخ داسي پړاو ته ورسېد چي لا په ډهلي کي د مغلو د واک لمر نه وو پرېوتی، مګر د ملتان ولایت د مغلو له لاسه ووت او د کابل تخت تر واک لاندي راغی.
، د ډهلي د مغلو د واکمنۍ پر مهال هم ملتان د کابل تر نفوذ لاندي راغلی وو. د دې کیسې حیرانوونکې برخه دا ده چي ملتان هغه افغان قبایلو د ډهلي له ولکې وایست چي پخوا مغلو په بېوزلۍ کي له افغانستانه همدې سیمي ته راوستي ول.
د یوې محتاطي اندازې له مخي، د افغان سدوزي کورنۍ تر پنځوسو کلونو زیات پر ملتان واکمني وکړه او ګڼ واکمنان ئې دې ښار ته ورکړل. له افغانستانه ملتان ته د راغلې دې کورنۍ په منځ کي احمد شاه ابدالي هم همدې کورنۍ سره اړه لري؛ هغه ستر سپهسالار چي افغان قبایل ئې متحد کړل او د یوې قوي واکمنۍ بنسټ ئې کښېښود. له همدې امله احمد شاه ابدالي ته د افغان ملت بابا هم ویل کېږي.
په ملتان کي د سدوزي کورنۍ راتګ او واکمني له ګڼو اړخونو تاریخي او یادګاري ارزښت لري. دې کورنۍ د ملتان پر سیاسي او تاریخي ژوند ژور اغېز پرې ایښی چي نښي ئې تر نن ورځي لیدل کېږي. د همدې کورنۍ وروستی واکمن، نواب مظفر خان، چي د سکهانو پر ضد ئې تاریخي مقاومت وکړ، د سراییکي سیمي اتل هم ګڼل کېږي. د هغه مقاومت نه یوازي د سیمي ږغ سو، بلکي# د راتلونکو زمانو سیاست ته ئې هم یو نوی لوری ورکړ.
ویل کېږي چي د سدوزي قبیلې بنسټ اېښودونکی اسدالله خان، مشهور په امیر سدو خان، د ځانګړو وړتیاوو خاوند وو. هغه په ۱۵۵۸م کال کي زېږېدلی وو، او د هغه اولاد وروسته د سدوزیو په نوم مشهور سول. امیر سدو افغان قبایل متحد کړل او د افغانستان او ایران ترمنځ د لاري په خوندي کولو کي ئې مهم رول ولوباوه. له همدې امله صفوي پاچا شاه عباس صفوي هغه ته د “امیر سدو” لقب ورکړ او د کندهار شمال ختیځ ته ئې د صفا سیمي حکومت هم ورکړ.
د امیر سدو تر مړیني وروسته، د هغه مشر زوی خواجه خضر خان د قبیلې مشر سو. هغه یو درویش مزاجه انسان وو او د خلکو ډېر احترام ئې درلود. وروسته ئې واک خپل کشر ورور خان مودود ته وسپاره.
تر خان مودود وروسته شاه حسین سدوزی د قبیلې مشر سو، خو د خواجه خضر زوی سلطان خداداد خان بغاوت وکړ. له خونړۍ جګړې وروسته شاه حسین مات سو او سلطان خداداد پر صفا واکمن سو. وروسته شاه حسین د کندهار له حاکم خواص خان مرسته وغوښته او د هغه په ملاتړ ئې بېرته صفا ونیوله. سلطان خداداد ایران ته ولاړ او شاه عباس صفوي ئې د حملې لپاره وهڅاوه. صفوي پاچا، چي لا مخکي د فرصت په لټه کي وو، یو لوی لښکر واستاوه.
کله چي کندهار ونیول سو، سلطان خداداد خان له شاه حسین څخه ښار صفا هم واخیسته. په همدې ورځو کي مغولي پاچا شاه جهان په کابل کي وو او د قندهار د سقوط خبر ورته رسېدلی وو.
شاه حسین سدوزی په کابل کي له شاه جهان سره وکتل او هغه ئې بېرته د قندهار د نیولو لپاره وهڅاوه. شاه جهان خپل زوی اورنګزیب عالمګیر، چي هغه مهال د ملتان والي وو، د لوی لښکر په مشرۍ واستاوه. شاه حسین هم له خپلو قبایلو سره ورسره مل سو. خو د سختي یخنۍ له امله مغولي پوځ ناکام سو او محاصره پای ته ورسېده.
وروسته شاه حسین سدوزی ملتان ته راوستل سو، ورته وظیفه وټاکل سوه او په ملتان او رنګپور کي پراخي جاګیرونه ورکړل سول. هغه چي پخوا د صفا او خراسان خپلواک واکمن پاتې سوی وو، په ملتان کي له پاچا او شهزادګانو پرته بل څوک نه ګاڼه. د ده توند مزاج او ستونزمنو حالاتو هغه لا سخت کړی وو.
یو ځل د اورنګزیب عالمګیر په حضور کي، یو کس د شاه حسین خبري پرې کړې. شاه حسین هغه ورټ وواهه، او کله چي هغه کس هم جواب ورکړ، شاه حسین پرې دومره سخت د تورې ګوزار وکړ چي پر هماغه ځای دوه ټوټې سو. اورنګزیب ډېر غوسه سو، خو د پخوانیو خدمتونو له امله ئې ژوندی پرېښود. البته له درباره او رسمي سلامۍ محروم سو او حکم ورته وسو چي په ملتان کي پاته سي، خو دربار ته دي نه راځي.
د افغانستانه ملتان ته د راغلې سدوزي کورنۍ د تاریخ تر ټولو مهمه سرچینه د شهزاده علي محمد خان ملوک “تذکرۃ الملوک” ګڼل کېږي. په دې کتاب کي راغلي چي هغه کس د شاه حسین پر ظاهري بڼه ملنډي وهلې وې، ځکه شاه حسین د لنډ قد او تور رنګ باوجود ډېر غرور درلود او دا سپکاوی ئې ونه سو زغملای.
کله چي شاه حسین له درباره وشړل سو، د سدوزیو مشرانو د هغه کشر ورور سردار الله داد خان خپل مشر ومانه. هغه قبیله ښه منظمه وساتله او له شاهي دربار سره ئې اړیکي بېرته ورغولې.
د هغه تر مړیني وروسته، د سدوزیو مشري د هغه زوی نواب عابد خان ته ورسېده او مغلو ورته د “وفادار خان” لقب ورکړ. همدغه عابد خان د شاه حسین وارث وو او وروسته ئې اولادونو پر ملتان اوږده واکمني وکړه.
تر مړیني وروسته شاه حسین د هغه جومات ترڅنګ خاورو ته وسپارل سو چي خپله ئې جوړ کړی وو او نن د “ابدالي جومات” په نوم مشهور دی. نواب عابد خان پرې ښکلی مقبره جوړه کړه او د چناب سیند پر غاړه ئې یو ښکلی باغ هم جوړ کړ چي د “باغ عابد خان” په نوم مشهور وو.
هغه سلطان خداداد خان چي شاه حسین ئې په ښار صفا کي مات کړی وو، تر ۱۰۷۸ هـ پوري واکمن پاته سو. تر هغه وروسته ئې زوی سلطان حیات خان پر تخت کښېناست. هغه د خپل پلار برعکس، له صفویانو اړیکي پرې کړې او له اورنګزیب عالمګیر سره ئې اړیکي جوړي کړې.
د ایران پاچا، چي د قندهار له لاسه ورکول ئې نه وو هېر کړي، پر سلطان حیات خان سخت برید وکړ. هغه مات سو او ښار صفا ئې خپل وراره جعفر سلطان ته وسپارله، بیا له خپلي کورنۍ سره ملتان ته راغی.
د سلطان حیات خان په هڅونه، مغولي پوځونو د شهزاده معزالدین په مشرۍ څو ځله پر قندهار بریدونه وکړل، خو بریالي نه سول. بالاخره سلطان حیات خان په خپله اباده کړې کلا کي خاموش ژوند ته اړ سو او همدلته ښخ سو.
لیکوال: عرفان مجید
عکسونه: محمد عظیم شاه بخاري







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























