Home خانه
سلطان محمود غزنوي
سلطان محمود غزنوي
شاوخوا زر کاله وړاندې (۱۰۲۵م کال) کې د غزنوي دولت ځواکمن پاچا سلطان محمود غزنوي د هند پر لور لښکر بوتلو. د دې لښکرکښۍ تر ټولو مشهوره پېښه د سومنات مندر فتحه وه؛ هغه مندر چې د هندوانو له پاره تر ټولو سپېڅلی او له شتمنیو ډک عبادتځای ګڼل کېده.
کله چې جګړه پای ته ورسېده او مندر د محمود تر واک لاندې راغی، د مندر مشرانو او پادریانو سلطان ته وویل: «بوتان مه ماتوَه، موږ به تا ته زیاته خزانه، سره زر او ډېرې پیسې درکړو.»
خو سلطان محمود دا وړاندیز رد کړ او ویی ویل: «زه نه غواړم د بت پلورونکي په نوم یاد شم، بلکې د بت ماتوونکي په نوم.»
وروسته یې د مندر بوتان مات کړل. روایت دی چې کله بوتان ټوټې شول، دننه ترې قیمتي ډبرې، سره زر او ګاڼې راووتلې؛ داسې خزانه چې ارزښت یې د وړاندې شوې پیسې څو برابره و. دا شتمني غزني ته ولېږدول شوه.
او د عزنی ښار پری اباد شوو.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























