Home خانه
دوه کړۍ ماینونه کشف او له مینځه یووړل شول
دوه کړۍ ماینونه کشف او له مینځه یووړل شول
( چنګاښ ــ ۴ ــ دوشنبه )
نن ګهېځ مرکز ته اړوند د زرداد کلا په سیمه کې دوه کړۍ ماینونه د پولیسو لخوا کشف او له مینځه یووړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې،وړمه ورځ هم محمدآغې ولسوالۍ ته اړوند، د اببازک په سیمه کې د پولیسو لخوا درې کړۍ ماینونه کشف او له مینځه وړل شوي وو.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
به اساس پیشنهاد وزارت امور داخله و منظوری مقام عالی ریاست جمهوری وبادرنظر داشت اصل مکافات، مجازات وارج گذاری به زحمات شبانه روزی منسوبین پولیس ملی یک رتبه ترفیع فوق العاده برای افسران ذیل منظور گردیده است:
به اساس پیشنهاد وزارت امور داخله و منظوری مقام عالی ریاست جمهوری وبادرنظر داشت اصل مکافات، مجازات وارج گذاری به زحمات شبانه روزی منسوبین پولیس ملی یک رتبه ترفیع فوق العاده برای افسران ذیل منظور گردیده است:
1. مل پاسوال الحاج سیدگل آقا روحانی فرزند سید شیرآقا، قوماندان امنیه ولایت پکتیا به رتبه پاسوال؛
2. پاسوال عبدالخلیل بختیار فرزند عبدالوکیل، معین مبارزه با مواد مخدر به رتبه لویپاسوال؛
3. پاسوال سید محمد روشندل فرزند محمد عثمان، رئیس ارکان معینیت ارشد امور امنیتی به رتبه لوی پاسوال؛
4. مل پاسوال محمد داوود امین فرزند محمد امین، قوماندان زون 101 آسمایی کابل به رتبه پاسوال؛
په لوګر ولایت کې دری تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شواو یو تن بل یې ژوندۍ ونیول شو
په لوګر ولایت کې دری تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شواو یو تن بل یې ژوندۍ ونیول شو
نیټه ۱۳۹۷/۴/۳
نن ورځ د لوګر ولایت مرکز اړونده کمال خیلو او سرسنګ په سیمو کې وسلوالو مخالفینو غوښتل چې د کابل لوګر لویه لاره نا امنه کړی او د پولیسو پر ځینو پوستو تهاجمی برید او نظامی قطارونه په نښه کړۍ چې د پولیسو او وسلوالو مخالفینو تر مینځ نښته را منځته شوه چې د ولایت امنیه قوماندان ښاغلی محمد ابدالی تر قومندی لاندی د پولیسو لخوا وسلوالو مخالفینو ته غاښ ماتوونکۍ ځواب ورکړل شو په نتیجه کې دری تنه وسلوال مخالفین وژل شوې یوتن بل یی ژوندۍ نیول شوې همدا شان یو تن وسلوال مخالف جسد سره د یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل د پولیسو لاس ته راغلی.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
!عید سعید فطر مبارک باد
عید سعید فطر مبارک باد!
دقایقی پیش عربستان سعودی فردا روز جمعه مورخ 25 جوزا مطابق 15 جولای، را روز اول عید سعید فطر اعلان کرد.
مسؤلین انجمن کلتوری افغانها در سویدن، فرا رسیدن حلول عید سعید فطر را به کافۀ ملت مسلمان افغانستان وهمه مسلمانان جهان بویژه خواهران و برادران افغان ما در سویدن تبریک و تهنیت عرض میدارند و از بارگاه ایزد متعال تمنا دارند تا این ایام خجسته و مملو از خیر و برکات به خوشی و صحتمندی در فضای امنیت و آرامش کامل، سپری گردد.
نمازاول عید سعید فطر در مسجد مدبوریاره پلتسن ساعت 07:00 ادأ میگردد:
په لوګر کې یوه عراده غلا شوې سراچه موټر د پولیسو لخوا کشف او بیرته خپل اصلی مالک ته وسپارل شو
په لوګر کې یوه عراده غلا شوې سراچه موټر د پولیسو لخوا کشف او بیرته خپل اصلی مالک ته وسپارل شو
نیټه ۱۳۹۷/۳/۲۴
یوه عراده سراچه موټر چې څو ورځی وړاندي د لوګر ولایت مرکز حصارک کلي څخه غلا شوې و د پولیسو په هلو ځلو نن ورځ د محمداغی ولسوالۍ وغجان په بازار کې کشف او نیول شو چې رسمآ د امنیه قوماندانۍ د جنایې جرمونو سره د مبارزی مدیر سمونمل وکیل خان حقیار لخوا د یاد موټر خپل اصلی مالک ته وسپارل شو.
د یادي غلا شوې موټر په تړاو څوک ندی نیول شوې په هکله یې د پولیسو څیړنی روانی دی.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
په لوګر کې یو تن د غلا په تور د پولیسو لخوا ونیول شو
په لوګر کې یو تن د غلا په تور د پولیسو لخوا ونیول شو
نیټه ۱۳۹۷/۳/۲۴
محمد قسیم ولد ګلبدین چې اصلآ د لوګر ولایت د برکې برک ولسوالۍ اړونده پادخواب روغني او فعلآ د ولایت مرکز اړوند پایو خیلو د سیمی اوسیدونکۍ دۍ نن ورځ د امنیه قوماندانۍ د جنایی جرمونو سره د مبارزی مدیریت کارمندانو لخوا د پلعلم ښار کې د موټر سایکل د غلا کولو پر مهال لس په لاس نیول شوې.
مسولین پولیس ولایت لوگر از وضعیت شدید امنیتی خبر داد
مسولین پولیس ولایت لوگر از وضعیت شدید امنیتی خبر داد
تاریخ ۱۳۹۷/۳/۲۳
مسولین پولیس ولایت لوگر از تدابیرشدید امنیتی در مرکز وولسوالی های این ولایت در ایام عید سعید فطر خبرمیدهند.
سمونوال محمد ابدالی قوماندان امنیه ولایت لوگر صبح امروز طی سفری عازم ولسوالی برکی برک گردیده ضمن معرفی قوماندان جدید امنیه سمونیار سید محمد وضعیت امنیتی ومورال مسنوبین نیروهای امنیتی را نیز مورد بررسی قرار داد.
سمونوال محمد ابدالی قوماندان امنیه ولایت لوگر گفت:هدف اصلی سفر مان به ولسوالی برکی برک معرفی قوماندان جدید ،بررسی وضعیت امنیتی،تشویق وتقویت بخشیدین مورال نیروهای امنیتی که در پوسته ها مصروف تامین امنیت باشنده گان ولسوالی برکی برک بوده که در زمینه برای شان هدایات لازم داده شد.
څلور تنه وسلوال مخالفین پر لویه لار د ماینونو ځاې پر ځاې کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو
څلور تنه وسلوال مخالفین پر لویه لار د ماینونو ځاې پر ځاې کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو
نیټه ۱۳۹۷/۳/۲۳
نن سهار ۳:۳۰ بجی د لوګر ولایت مرکز اړونده پادخواب شانه په سیمه کې پر لویه لار کې وسلوالو مخالفینو ماینونه ځاې پر ځاې کول چې د امنیتي ځواکونو لخوا لاس په لاس ونیول شو په نیول شویو کې
۱ ـ همایون ولد حاجی ګل
۲ ـ وحیدالله ولد رحیم ګل
۳ ـ عبدالقادر ولد حاجی عبدالحلیم
۴ ـ او عبدالغفار شامل دی.
یاد څلور تنه چې شهرت یی پورته ذکر شوې څلور واړه د پادخوابی شانه اوسیدونکۍ هم دی چې خوشبختانه د امنیتي ځواکونو لخوا د ماینونو ځای پر ځای کولو پر مهال ژوندی نیول شوې.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
په لوګر ولایت کې د پولسیو سره په نښته کې دوه تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته
په لوګر ولایت کې د پولسیو سره په نښته کې دوه تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته
نیټه ۱۳۹۷/۳/۲۳
تیره ورځ د لوګر ولایت مرکز اړونده د طاهر کلا پّ سیمه کې د سیمیزو پولیسو پر امنیتي پوسته وسلوالو مخالفینو برید وکړ چې خوشبختانه د پولیسو د وسلوالو دغه برید په شاه وتنمبول شو په نتیحه کې یو تن وسلوال مخالف چې مسلم نومیږی شوې همدا راز یو تن بل یې چې فرید نومیږی ټپي شوې.
په یاده پيښه کې پولیسو ته کومه تلفات ندی اوښتی مالی او ځانی.
يو ځانمرګی بريدګر موخې ته تر رسېدو دمخه نيول شوی
يو ځانمرګی بريدګر موخې ته تر رسېدو دمخه نيول شوی
( نیټه ۱۳۹۷/۳/۲۳ )
نن له غرمې وروسته د محمداغې ولسوالۍ اړوند د کندهاريو د پله په سیمه کې يو ځانمرکی بريدګر د موخې ځي ته تر رسېدو دمخه ونيول شو.
ياد بريدګر چې په يو موټرسايکل کې يې چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای کړي وو د پوليسو لخوا ونيول شو,ځانمرګی ژوندی نيول شوی او موټرسايکل ته يې تر نيولو وروسته چاودنه ورکړل شوه.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
د برکي برک ولسوالۍ کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د برکي برک ولسوالۍ کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
( غبرګولي ــ ۱۶ ــ چهارشنبه )
تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې د شپني عملیات په ترڅ کې شپږو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تر سره شویو عملیاتو کې څلور تنه طالب وسله وال وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي دغه عملیات د برکي برک ولسوالۍ ته اړوند د الیاس خان په کلی کې تېره شپه د ۰۱ ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
په لوګر ولايت کې د وروستيو شهيدو پوليسو فاتحه واخيستل شوه
په لوګر ولايت کې د وروستيو شهيدو پوليسو فاتحه واخيستل شوه
نیټه ۱۳۹۷/۳/۱۶
یاد مراسم چې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ په مسجد کې نیول شوي وو, پکې د ولایت والي ښاغلي انورخان اسحاقزي، امنیه قوماندان الحاج سمونوال محمد ابدالي، د ملي امنيت رئيس، د څلورمې پلې لوا قومندان ، د ولایتی شورا رئيس حسیب الله ستانکزي او غړو، د امنیه قوماندانۍ منسوبینو، ګڼ شمیر دولتي چارواکو او د شهیدو شویو پوليسو کورنۍ غړو ګډون کړی وو.
لومړی د قران پاک ختم او بیا د شهیدانو فاتحه واخستل شوه او هم زخمیانو ته د عاجلې روغتیا دوعا وشو.
په لوګر ولایت کې د ۱۸ شهیدو او ټپيانو کورنیو له غړو سره مرسته وشوه
په لوګر ولایت کې د ۱۸ شهیدو او ټپيانو کورنیو له غړو سره مرسته وشوه
( غبرګولی ــ ۱۶ ــ چهارشنبه )
ياده مرسته ۲۴۸۰۱ کوډ له لارې په لوګر ولایت کې د ټپیانو او شهیدانو د کورنیو له غړو سره وشوه.
دغه مرسته د لوګر د والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي،اجرائیه ریاست سلاکار هدایت الله مصمم , د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي او د مستوفي پر لاسونو د یادو شهیدو او ټپیانو کورنیو ته ورکړل شوه.
په دغه مرسته کې سل زره د شهید او پنځوس زره د ټپیانو له کورنۍ سره وشوه, چې پکې څلور د شهیدې کورنۍ او ۱۴ د ټپیانو د کورنۍ غړي وو.
لوګر- ولایت- مطبوعاتي- دفتر
اونيزه امنيتي غونډه د والي په مشرۍ ترسره شوه
اونيزه امنيتي غونډه د والي په مشرۍ ترسره شوه
(غبرګولی 14 سه شنبه )
دغه غونډه چې مشري يې د ولايت والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي کوله, پکې د ولايت شورا رئيس حسيب الله ستانکزي ,امنيه قومندان سمونوال محمد ابدالي ,ملي امنيت رئيس مير فيض الله سادات, د څلورمې پلې لوا قومندان بريد جنرال رازق ساپي او د ټولو امنيتي مسئولينو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې امنيتي مسئولينو د تېرې اونۍ امنيتي راپور او لاسته راوړنې د ولايت والي سره شريکې کې کړې.
والي په وروستيو اونيو کې د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې وستايلې او په راتلونکي کې يې ورته د لا برياليتوبونو هيله وکړه.
مسجد چوب فروشي یا مسجد نورالاسلام
مسجد چوب فروشي یا مسجد نورالاسلام
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
مسجد جامع نور الاسلام در شهرکابل بار اول در هنگام سلطنت زمانشاه درانی بنا یافت . هنگامیکه زمانشاه بعد از فوت پدر خویش به دست گرفت . از اقدامات اولیه او سنگ تهداب دو مسجد ؛ هر یک مسجد باغ لب دریا یا مسجد خوابگاه که امروز به نام مسجد پل خشتی مسما است و ثانیا" مسحد نورالاسلام را گذاشت . در حالیکه مسجد خوابگاه را قبلا" تیمورشاه مدنظر داشت اما واقعات و شورشهای در مشهد و نیشاپور مانع این وجیبه دینی گردید. زمانشاه عبدالکریم خان اسحق زایی ناظر خاصه سردار علم خان وکیل الدوله و نگرانی ملا احمد خان میر وعظ ( که بعدا" به همین لقب میرواعظ باقی ماند)در سال ۱۲۰۷ هـ ق توظیف نمود تا هر دو مسجد را اعمار نمایند . تا بالاخره در سال ۱۲۱۳ هـ ق به مرتبه تکمیل رسیدند.
له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه
له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر، سه شنبې، غبرګولي ۱۵ مه
د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د پیمان خیریه بنسټ دا ځل د کابل ښار له یوه فلج شوي سړي سره چی د ګن شمیرکوچنۍ ماشو مان پلار دی، د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي له خوا شوې ده.
په دې مرسته کې یاد فلج شوي سړي ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، یو کیلو شین چای، نیم بوره او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د خوراکي توکو دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د یوه تن کارکوونکي محمد شریف له لوري یاد ناروغ پلار ته ور وسپارل شول.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو
د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۱۴ مه
د لوګر د مقام له خوا د پیمان خیریه بنسټ مشر ښاغلۍ محمد شاه پیمان د یوې لویې غونډې په ترڅکې په مننلیک وویاړل شو.
یاد مننلیک د والي محمد انور اسحاق زي د پیمان خیریه بنسټ یوه استازي ښاغلۍ محمد شریف یوسف زی ته د پوهنې بهیر د ملاتړ په غونډه کې ورکړ.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس په خپل شخصي لګښت یو شمېر ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو د راېستلو سیستمونه فعال کړي او یو هم یو شمېر نورې اړینې مرستې کړې دي.
لوګر کې د پوهنې بهیر په ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه
لوګر کې د پوهنې بهیر په ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۱۴ مه
په لوګر ولایت کې د پوهنې له بهیر سره د خلکو د مرستې او همکاریو د راجلبولو په موخه یوه لویه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د ولسمشر او پوهنې وزارت په لارښوونه جوړه شوې وه،چې پکې دولتي چارواکو،ملي سوداګرو،دیني عالمانو، قومي مشرانو،مدني فعالانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال یادې غونډې ته وویل، چې د نورو ولایتونو په څېر د پوهنې په برخه کې یو شمېر ستونزې لري، چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره د خلکو مرستو ته اړتیا شته.
د هغه په خبره، چې له دې غونډې څخه موخه یې داده، چې د پوهنې د بهیر په پیاوړتیا کې د خلکو ونډه زیاته کړي او په دې اهمیت یې پوه کړي، چې د پوهنې بهیر یوازې په دولت پورې نه، بلکې په پښو درول یې په خلکو پورې هم اړه لري.
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر
دفتر بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل طبق فیصله مجلس اداری این بنیاد به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده و قابل اعتبار نمیباشد.
این دفتر در ساحه کارته نو شهر کابل فعالیت داشت که در حال حاضر دفتر متذکره به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده است.
تمام کاپی اسناد سابقه دفتر کابل هنوز هم به مسؤلین بنیاد خیریه پیمان سپرده نه شده و از اعتبار ساقط میباشد.
بنیاد خیریه پیمان در حال حاضر یک دفتر مرکزی در شهر پل علم مرکز ولایت لوگر داشته که این دفتر درداخل دارالعلوم محمدی فعالیت مینمایید.
د قرانکریم د ښه او ښکلي قرائت کولو سیالۍ ترسره شوې
د قرانکریم د ښه او ښکلي قرائت کولو سیالۍ ترسره شوې
( غبرګولې ــ ۱۳ ــ یکشنبه )
دغه سیالۍ چې د ولایت مقام په لارښونه، د ارشاد حج او اوقافو ریاست لخوا پر لاره اچول شوې وې،په ولایت مقام کې ترسره شوې.
ددغو سیالیو داوران د ارشاد حج او اوقافو له ریاست نه انتخاب شوي وو.چې د ښه قرائت کولو په پام کې نیولو سره به یې د سیالیو ګډون والو ته نمرې ورکولې،په دغو تر سره شویو سیالیو کې لاندې شپږ کسان د ښه قرائت کوونکي اعلان شول:
د هوايي بريد په ترڅ کې دوه طالب وسله وال وژل شوي
د هوايي بريد په ترڅ کې دوه طالب وسله وال وژل شوي
(نیټه ۱۳۹۷/۳/۱۲)
نن ماسپښين 2:00 بجی د لوګر ولايت مرکز ته اړوند د الوزیو په سيمه کې د هوايي عملياتو پر مهال دوه طالب وسله وال وژل شوي. دوه تنه وسلوال مخالفین چې غنی ولد صمد د لوګر د الوزی سیمی اوسیدونکی همدا شان راشید د لغمان ولایت اوسیدونکی ول په یاده سییمه کې مسلح ګرځیدل او د خپلو شومو موخو پر فعالیت بوخت ول چې تر هوايي بريد لاندې راغلل او دواړه پکې ووژل شو.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ