Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 112 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
15:06
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4238627

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

د مرغومي یا جدي شپږمه، په هېواد کې د خونړي ناورین پیل

د مرغومي یا جدي شپږمه، په هېواد کې د خونړي ناورین پیل

sher20m 20stanekzai 200شېرمحمد امیني ستانکزی

د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومي یا جدې شپږمه؛ د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه توره او خونړۍ ورځ ده، چې د شوروي اتحاد سرو پوځونو د ځمکې او هوا له لارې پر دې خاوره یرغل وکړ. له همدې ورځې سره سم، په هېواد کې د یوه خونړي ناورین لړۍ پیل شوه، چې نږدې ۴۲ کاله یې دوام وکړ. دغه یرغل هېواد له ژورو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او نورو ناورینونو سره مخ کړ.

د مرغومي یا جدې په شپږمه شوروي ځواکونه له درنو وسلو او پرمختللو تجهیزاتو سره افغانستان ته راننوتل، هغوی داسې انګېرله، چې افغان خاوره به په آسانۍ سره تر خپلې ولکې لاندې راولي. خو د افغان ولس ایمان، غیرت او مقاومت د وخت د شورویانو پلان او موخې شنډې کړې.افغان ولس د اشغالګرو پر وړاندې ودرېدل او د جهاد لاره یې غوره کړه.

د شوروي یرغل پایلې زموږ پر هېواد د غمیزو او ناندریو لامل وګرځېدې. میلیونونه افغانان شهیدان، ګڼ شمېر وګړي معلول، په لکونه تنه تري تم شول او میلیونونه کورنۍ د جګړو له امله ګاونډ او نورو هېوادونو ته کډوال شول.

کلي وران، ښارونه ویجاړ او هېواد له ژورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شول؛ خو له دې ټولو سره سره، د افغانانو د سرښندنې او مقاومت اراده هېڅکله هم ماته نه شوه.

د لسو کلونو سختو سرښندنو وروسته په کال ۱۳۶۷ هجري لمریز کې شوروي ځواکونه له افغانستانه د وتلو پلمې او پلانونه جوړ کړل، چې په همدې کال د سلواغې په ۲۶مه له کلکې او تاریخي ماتې سره مخ شول.

د وخت شورویانو له افغان خاورې څخه وتل یوازې یوه نظامي ماتې نه وه؛ بلکې د شوروي اتحاد د زوال د پیل نښه هم وګرځېده. همدغه تاریخي ماتې د دې لامل شو، چې وروسته د شوروي تر ولکې لاندې نورو هېوادونه هم د آزادۍ ساه واخیستله.

د افغانستان تاریخ دا ثابتوي، چې افغانان له نورو هېوادونو سره د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب پلویان دي؛ خو هېڅکله دا نه مني، چې پردي ځواکونه دې د دوی پر خاوره واکمني وکړي او یا دې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. هر هغه څوک چې د افغانانو صبر او استقامت کمزوري ګڼي، دا دې له تاریخ پاڼو څخه درس او عبرت واخلي.

میړنيو افغانانو د خپلې خاورې، اسلامي او ملي ارزښتونو په ساتنه او دفاع لپاره تل قربانۍ ورکړي او استقلال یې تر لاسه کړی دی. دوی د خپلو نیکونو او پلرونو لار تعقیب کړې ده او دا یې ثابته کړې، چې آزادي په آسانۍ نه تر لاسه کېږي؛ بلکې د قربانیو، سرښندنو، صبر او ټینګې ارادې  له لارې ترلاسه کیدلای شي.

نن ورځ زموږ ځوان قشر د تېر تاریخ له تجربو زده کړه کوي او د هېواد د آبادۍ او سمسورتیا لپاره هڅې کوي، چې دا ځپل شوې خاوره بیا ودانه کړي او خپل ولس ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

په پای کې باید یادونه وشي، چې د مرغومي یا جدې شپږمه نېټه موږ ته دا درس راکوي، چې که څه هم پر افغانستان سخت وختونه تېر شوي؛ خو دا ملت هېڅکله نه دی مات شوی. د دې خاورې راتلونکی د همدغو زړورو او بااحساسه نسلونو په لاس کې دی او د بریا هیله مو تل ژوندۍ ده.

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.