Home خانه
د پارلمان وکالت
د پارلمان وکالت
به ۱۳۴۸ل کال چې . ۱۳ دوره د پارلمان د وکالت پیل کیدله او د کمونیزم له پیروانو څخه ځینې پلیت عناصر لکه ببرک کارمل او حفیظ الله امین او د دوی اتباع چې ځانونه يې د افغانستان د پارلمان د وکالت او غړيتوب لپاره کانديد كړي ول او دا غړيتوب يې په چلونو او فریبونو لاسته راوړی وو، نو له دې امله علماء کرامو په ځانگړي ډول د لوگر علماوو چې په رأس كې يې مرحوم میر صاحب عبد الستار اغا واقع وو ، تصميم ونيو چې بايد ولسي جرگې ته ديني علماء كانديد او د وکيلانو په حيث انتخاب او په شوری کې شامل شي تر څو د کمونیستانو په مقابل کي مبارزه پيل د اسلام د اصولو په بنا د کمونستي مسلک د پرمختگ مخنیوی وکړي او د کمونیستانو فعالیت خنثی کړي.
به همدې اساس د لوگر له ولایت څخه دوه کسه عالمان شوری ته انتخاب شول چې يو مولوي صاحب سید اکبر( دلاور) او بل زه وم او له ځينې نورو ولاياتو څخه هم يو څو کسه محدود عالمان شوری ته راغلي وو. د دغو علماوو وكيلانو فعالیت د اسلام او ملت لپاره خدمت وو. خو زموږ دواړو سربېره په ذکر شوي خدمت د فعالیت اعظمی حصه مو له کمونیستانو سره مقابله او مبارزه او د دوی د انحرافي او کمونستي افکارو او نظرياتو شندول وه ځکه چې زمونږ دواړو انتخاب د لوگر ولایت د مسلمانانو خلكو له طرفه عمدتاً د همدغه مقصد لپاره وو. دا د علماء کرامو يو فعالیت وو چې په دغه وخت کی یې وکړ. بل فعالیت یې په هغو تبليغاتو سر بېره چې د کمونستانو پر ضد یې په انفرادی طور سره په اطرافو کې تر سره کاوه دا وو چې د معارف له شاگردانو سره یې ارتباطونه قائم کړل او د هغوی په گډون یې کمونستي ضد تبليغاتي لا يسي تند او جدي کړل، د معارف شاگردان به يې د دستار بندی مجلسونو ته را دعوتول او هغوی ته به یې رسماً وخت ورکاوه چې په ستيبج ودريږي تقريرونه وكړي
څرنگه چې دوی له کمونستانو سره په يوه مرکز کې چې پوهنتونونه ، لېسې او مكاتب دي شامل دي او د هغوی په حالاتو مفصل خبر دي نو په دغه اساس دوی په کمال د تفصیل سره بايد د کمونستانو پاليسي، نظریات او فعالیتونه تشريح کړي او په ضد يې تبليغات وكړي. دوى به چې تشریحات او تبليغات كول علماء کرامو به هغه په خپلو تقريرونو کې تاييدول او دوی ته به یې د خپل ملاتړ او همکاری ډاډ ورکاوه.
د علماء کرامو دا انفرادي تبليغاتي سلسله روانه وه تر څو بالآخره په اجتماعي شكل تبدیل شوه او د افغانستان په سطحه يې يوه لويه مظاهره جوړه او د پل خشتي په جومات کې يې گڼ شمیر علماء کرام را ټول او حکومت یې تر تهدیداتو او تنقیداتو لاندې ونيو. چې له ډول ډول مشکلاتو او خطراتو سره سره يې خپلې مظاهرې ته څلويښت ورځې دوام وركي
د علم منار #دجهاد_اوسیاست_امام مولوي محمد نبي محمدي رحمهالله






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























