Home خانه
د کرهڼي پخواني وزير مرحوم عزيزالله واصفي کيسه کوله چي
د کرهڼي پخواني وزير مرحوم عزيزالله واصفي کيسه کوله چي
"سردار داودخان ته په زرګونه جریبه مځکه د خپل اکا هاشم خان څخه په میراث پاته سوه، چي د لومړي جمهوري نظام په دوهم کال ئې په دوو برخو وه وېشله، لومړۍ برخه چي زیاته وه د ملي دفاع وزارت ته د ټولو اداري او قانوني مراحلو تر وهلو وروسته د هر ډول مادي او معنوي امتیاز پرته تسلیم کړه چي په تيرو دريو لسيزو کي کابل ښار کي د دفاع وزارت لخوا ډيري مځکي په غير قانوني بڼه وپلورل سوې او دوهمه برخه ئې هغو کښتګرو ته ورکړل چي د ډېرو کلو راهیسي ئې پر هغه مځکه کار او کښت کاوه، د مرحوم واصفي په وینا چي هغه مهال د کرهڼي چارو د وزارت دنده درلودله.
د دې ملکیت وېش او ورکړه د دوو اړخو ستونزه درلودله، لومړی دا چي د داود د کورنۍ یو شمېر دوستانو به ویل چي په دې مځکو کي د داود خان د اولادونو حق سته، دا باید د داود خان د اولادونو تر منځ وه وېشل سی، نه دا چي د دفاع وزارت او یا بزګرانو ته وه وېشل سی. دوهمه ستونزه د ملکیت اداری مراحل وه. دولتي ادارو ته د مځکي ورکړه د مالک تر شرعي توافق ورسته د اجرا وړ ګرځېدلای سي.
ددې دواړو ستونزو د حل په نیت مي په پیل کي د شخصي اړیکو پر بنسټ هڅه وکړه چي داودخان دې ته وهڅوم چي د خپلي کورنۍ سره په هیواد کي د روان دود پر بنسټ د وېش چاری تر سره کړي، خو داود دا ونه منل او پر خپله وینا ودرېدئ چي زما دمځکي شل جریبه هغو بزګرانو ته ورکړئ چي همدا اوس کار پکښی کوي او تر شلو جریبو زیاته مځکه دي د دفاع وزارت په واک کي ورکړل سي. تر هغه وروسته می شهید داودخان ته د هیواد د دولتي مشر په توګه دا ستونزه په رسمي توګه وړاندي کړه.
داودخان د مسلې د حل په نیت د خپلی کورنۍ ټول غړي او نژدې دوستان را وغوښتل او څو ورځي ئې په پرلپسې توګه موضوع د کورنۍ د غړو سره مطرح او هغوی ئې دې ته اړ کړه چي د مځکو ورکړي ته حاضر سي. د داود خان تر ټولو تکراري دلیل دا وو چي زما د نیکه څخه را پاته مځکه ټوله اته جریبه مځکه ده، نو همدغه اته جریبه مځکه زما کورنۍ حق لري، خو هغه میراث مځکه چي ماته پاته سوېده، هغه باید وه وېشل سي.
داود به د خپلي کورنۍ غړو ته همدا ویل چي تاسو باید خپل ځانونه په داسي مسلکي چارو بوخت کړئ چي هر مهال ستاسو د ژوند تضمین وکړای سي، بیله دې چي تاسو د پلار او یا نیکه په ګټلې ژوند وکړي.
هغه به خپلو اولادونو ته ویل چي که تاسي د یوه کار وړتیا ولري، په حکومت کي تاسو ته د کار زمینه پیدا کیږي، په هغه صورت کي تاسو اړ نه یاست چي د پلار ګټلي ته د طمعي سترګي ونیسئ . په دولت کي ستاسو کار هم ویاړ دئ او هم ستاسو د سالم ژوندانه تضمین دئ.
په پای کي د کرهڼي وزارت په وړاندیز د جمهور ریس حکم په دې ډول ولیکل سو:
"د کرهڼي وزارت ته حکم کېږي چي دمحمدداود ولد محمد عزیز خان په نوم ثبت سوې، ټوله مځکه دي لومړی هغو بزګرانو ته شل-شل جریبه وه وېشل سي چي هغو تر اوسه کار پر کاوه او پاته نوره ټوله مځکه دی د هیواد ملی دفاع وزارت ته رسما ورکړله سي"
عکس کي داودخان د خپلو مځکو د وېش پر مهال وينو... ۱۹۷۴ع
ايډی دارسره فالو ڪي مننه.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























