Home خانه
د شوروي اتحاد سره پوځ پر افغانستان یرغل وکړ
د شوروي اتحاد سره پوځ پر افغانستان یرغل وکړ
له نن څخه ٤٦ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د جدي ۶/ د شوروي اتحاد سره پوځ پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کېناوه.
د ځینو نړیوالو شمېرو له مخې، په هغو نهو کلونو کې چې پخوانۍ شوروي اتحاد پر افغانستان ولکه درلوده، یو ميلیون ولسي خلک شهيدان شوي دي.
۹۰ زرهیې شوروي ضد وسله وال مخالفان یا مجاهدین، ۱۸ زره افغان سرتېري، او څوارلس نيم زره شوروي پوځیان هم ووژل شول.
پر افغانستان د شوروي د یرغل په نتیجه کې شاوخوا لسو میلیونو افغانانو خپل کلي او کورونه پرېښودل؛ ایران، پاکستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته یې پناه یووړه.
یو شمېر نور کارپوهان بیا وايي؛ پر افغانستان د شوروي یرغل د دې سبب شو چې د دې هیواد سیاسي؛ اقتصادي او ټولنیزې خواوې کمزورې او د ګاونډیو مداخلو ته په کې زمینې برابرې شي.
د هغو محرمو اسنادو له مخې، چې د پخواني شوروي اتحاد له ارشیف څخه لاس ته راغلي روښانه کیږي، چې د هغه وخت سیاسي او پوځي مشرانو د افغانستان پوځي اشغال د «شوروی اتحاد یوه تاریخی اشتباه او غمیزه» بللې ده.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























