Home خانه
د افغانستان لومړنی امیر المومنین څوک او چیري ښخ دی؟
د افغانستان لومړنی امیر المومنین څوک او چیري ښخ دی؟
امیر دوست محمد خان د هیواد لومړنی امیرالمومنین او د بارکزیو د دورې لومړنی واکمن دی
د امیر دوست محمد خان د ژوند وروستۍ شپې ورځې:
د ۱۲۷۷ ق کال ژمی و، امیر دوست محمد خان د پخوا په څېر په جلال آباد کې مېشت و، چې د هزارګۍ مېرمنې د یوه زوی وکیل سیف الله خان، چې په فراه کې واکمن و، یو ليک ور ورسېد او په هرات کې د خپل زوم، تربور، سيال او دښمن د حکومت جوړونې له نقشې خبر شو. وايي؛ امیر چې له ډېره قهره ایشېده او لړزېده، مشرانو او سپایانو ته یې په یوه اونۍ کې له جلال آباده د روانېدو امر وکړ.
د کمکي اختر لومړۍ ورځ وه، چې امیر کابل ته ورسېد، واړه او زاړه، پوځيان او ملکیان د اختر لمانځه او د امیر هرکلي ته د سیاه سنګ په شاوخوا کې راغونډ شوي وو. امیر دوست محمد خان، چې د هرات تګ ته یې بېړه وه، له رسېدو سره د پلازمېنې له استوګنو نه د هرات د سوبې لپاره د دعا غوښتنه وکړه او پخپله پر پيل سپور د لاهورۍ دروازې له لارې ښار ته ننوت. د سپایانو د شمېر د زیاتوالي له امله په ښار کې تم نه شو او د کابل ښار په لوېدیځه ده - بوري کلي ( د اوسنۍ شېرشاه مینې یوه برخه) کې یې د تمېدو امر وکړ. د خپل لمسی او د سردار شېرعلي خان زوی سردار محمد علي خان یې د کابل ښار واکمن وټاکه. پر يويشتمه ورځ مخ پر هرات وخوځېد.
د امیر زوی سردار شېرعلي خان له ده نه وړاندې کندهار ته رسېدلی و. امیر فراه او بيا هرات ته ورسېد او له سردار سلطان احمد سره یې هرات کوټ د پخو دېوالو دواړو خواوو ته سخته لس میاشتنۍ جګړه ونښته، چې د کلابندۍ په وروستيو میاشتو کې يې لور بېګم نواب د سردار سلطان احمد مېرمن او بيا پخپله سردار مړه شول. ورپسې پخپله امیر هم د کلابندۍ په اوږدېدو او د جګړې د غځېدو، د لور د مرګ له غمه، د هيواد والۍ د درانه پېټي، کمزورۍ او بوډاتوب له لاسه ناروغه شو او د ځنډنې ساه لنډۍ، چې طبیبان یې له درملنې پاتې راغلل او ورځ تر ورځې بدېده. دا د ۱۲۷۸ ق ذي الحجې لومړۍ اونۍ او د هيواد د پاچايي کورنۍ لپاره کړکېچنې ورخې وې، چې ځواک او وخامت یې غمو غوړلی او ازمېښتکار ۷۲ کلن امیر د مرګ پر کټ ښه ترا نومېلی او پېژندلی و. د دغو شپور رنګه رښتيا چې کړکېچنه وه. د ولس مخور او مشران او د هيواد وګړي پر دوو جلا، جلا مورچو وېشلي وو او د پرديو په ټونګ ( لمسون) او د وتلیو او اوڅارو مشرانو لکه سردار سلطان احمد خان د هيواد په سمسور لوی ښار هرات کې د هيواد د پاچا پر وړاندې سرغړونه کړې وه. ورور وژونکې جګړې امیر، سرداران، شهزادګان او دښار استوګن او سپایان ځپلي او ستړي کړي وو. سره له دې، چې ټول پوهېدل، چې دا ورور وژونکی جنګ د دواړو خواوو په زیان دی. خو احساسات دومره په غرغنډو شوي وو، چې د ستونزې پر اواري لاسبرېدای نه شول. د یوې کورنۍ غړيو یو په بل پسې وسله را اخیستې او یو د پل په وژلو پسې راپاڅېدلي وو. لکه چې ومو ویل د هيواد په پلازمېنه کې د امیر یو لمسی په واکمنۍ ټاکل شوی و او نورو شهزادګانو هر یوه ځانته غوښتنې او دعوې درلودې، پرته له سردار محمد افضل خانه، ټول په هرات کې له پلاره راتاو وو. خو د پاچايي او د پلار د ځایناستي په باب هر یوه خپل هوسونه او نقشې درلودې.
پر دې سربېره پخپله د هرات ستونزه يوه کړکېچنه غوټه ګرځېدلې وه. سردار سلطان احمد خان، چې تر څو ژوندی و، وجنګېد او وسله یې کښېنښوده. تر هغه وروسته یې زوی سردار شهنواز خان د ځينو مشرانو او ښاریانو له منځګړتوب سره سره د خره پښه ټينګه کړې وه او سولې ته یې غاړه نه ايښوده. ښکاره ده، چې په غسې کړکېچنو ورځو شپو کې د امیر رنځورۍ د حالاتو زوک او وخامت لا پسې زیات کړ او ستونزې یې نورې ستونزمنې کړې او داسې دردوونکې ورځ یې راوسته، چې نورې بدمرغۍ یې تر سترګو کولې.
امیر دوست محمد خان له هر لورې د وضعې په زوک او وخامت پوهېده، په هغو ورځو کې چې نور یې د هيلو لمن پرې ايښې وه، یوازې دوې لارې یې په سترګو کې غړېدې او رښتیا، چې دواړو ژوندنی ارزښت درلود، یوه د ځایناستې ټاکنه او بل د هرات نیول. امیر په دې پوه شوی و، چې که له دغو دوو لارو یوه د ده پر ژوند راونه وځي، د هيوادنیو چارو اډانه سره شړيږي او څرنګه چې د یوې لارې سر په بل پورې تړلی و او پخپله یې نور د پوځ او پوځي چارو سمبالښت نه شو کولای، ویې پتېییله، چې د شهزادګانو، ملکي او پوځي مشرانو یوه غونډه راوغواړي او دغه ژوندنۍ ربړه د ټولو په سلا مشوره غوڅه کړي، نو د شهزادګانو او سردارنو د راغونډېدو امر یې وکړ او لکه مېرزا یعقوب خان خافي، چې د خپل (( افغانستان د وروستیو پاچايانو ګذارشونه)) نومي اثر له مخې وايي؛ چې خپلې خبرې یې داسې پيل کړې:
د کابل په ده بوري کې مې د سردار شېر علي خان زوی سردار محمد علي خان د پلار ولیعهد وټاکه، پخپل لاس مې یې توره تر ملا کړه او تاسې د حضور لویانو ته مې وینا ده، چې سردار شېر علي خان زما ځایناستی دی. نن زما ناروغي ډېره سخته ده او د رغېدو هيله مې نشته، ستاسې په سلا مشوره باید سردار شېرعلي خان ولیعهد کړم او پر خپل ځای یې د افغانستان پاچا کړم. تاسې څه سلا راکوئ؟
ټولو ناستو لويانو ومنله او ویې ویل؛ چې خدای دې یې بختور کړي. بيا یې پخپلو بختورو لاسو خپله پګړۍ د سردار شېرعلي خان پر سر کښېښوده او خپله توره یې ور تر ملا کړه او د لویو وړو او خپلو زامنو او لښکري مشرانو په مخکې یې د امیرۍ په منصب سرلوړی کړ. بيا یې زموږ په حضور کې پاچا او ګدا ټولو خلګو بیعت وکړ او ټولو مبارکي ورکړه. د امیر شېرعلي خان له خوا ټولو مشرانو او لویانو ته د هغوی د رتبې او مقام په اندازه خلعتونه ور واغوستل شول. بیا موږ نصیحت ورته وکړ او د امیر شېرعلي خان د فرمان مننې امر مو وکړ. بیا مو د اتفاق په باب ورته وینا وکړه او زیات ټينګار او سپارښتنې مو ورته وکړې. او بیا یې هرات ونیو.
د امیر دوست محمد خان مړینه:
د هرات تر ازادولو ۱۳ ورځې وروسته د خپلې لور او زوم د مړينې اندېښنې او د سالنډۍ په ناروغۍ د ۷۲ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري رح د زیارت ترڅنګ ښخ کړل شو.
داود افغان






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























