Home خانه
حامد کرزی د امریکا په مرسته، رئیس جمهورشو
حامد کرزی د امریکا په مرسته، رئیس جمهورشو
حامد کرزی د امریکا په مرسته، او امریکایانو سره یو ځای افغانستان ته راغی او رئیس جمهورشو.
خو کله چې وکتل افغانستان کې د امریکایانو پالیسی د افغانستان د ملی ګټو سره په تضاد کې ده، په څرګنده د امریکا په وړاندې ودرید او د امریکا د پالیسیو سره یې مخالفت وکړ،
ملکی تلفات، ترهګرۍ سره د مبارزې بڼه، پاکستان سره اړیکې او افغانستان ته دیو ملت په توګه نه بلکی د بیلابیلو قومونو په توګه چلند، د امریکا او حامد کرزی د اختلافاتو اصلي ټکی وو.
امنیتي تړون یې امضا نه کړ، په کرزی ترټولو ستره نیوکه دا ده چې ټوپک سالارانو ته یې بې حده او حصره امتیازات ورکړل او فساد سره یې مبارزه ونه کړه.
کرزی د افغانستان په اوسنی مشرانو کې یواځینې کس دی چې ټول سیاسی ګوندونه، سیاسی جریانونه او ټول قومونه او خلک پرې باور کوی شي او پرې راټولیدای شي، دا خصوصیت بل هیڅ رهبر کې نشته.
په اوسني شرایطو کې کرزی افغانستان لپاره یو ستر غنیمت دی، د جهاد او بیا کورنې جګړې پرمهال خلکو اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته په دې سترګه کتل چې په یو ملی محور بدلیدی شي. اوس یو اځېنی کس چې په ملی محور د بدلیدو وړتیا لري، حامد کرزی دی.
منتهی ظاهر شاه نسبتاً غیر فعال او ترحده زیات په احتیاط عادت وو خو کرزی په صحنه کې حضور لري، رسک اخستی شی او فعال کس دی،
کرزی دې ژوندی وي، افغان ملت ورته ضرورت لري،
د ژوند ۶۸ کلیزه دې ورته مبارک وي!






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























