Home خانه
د کرنيل امام د وژلو پټ راز !؟
د کرنيل امام د وژلو پټ راز !؟
عصمت الله معاويه د کرنيل امام د نيولو ترتيب جوړ کړ.
عثمان پنجابي د اشيان ټايګرز مشر کرنيل امام په داسې حالت کې ونيو چې د يو فلم د جوړولو په موخه وزيرستان ته تللی وو.
کرنيل امام د وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د خالد خواجه اؤ يو برتانوي ژورناليست سره يو ځای ونيول شو.
برتانوی ژورناليست د پيسو په بدل کې خوشې شو.
ويل کېږي پاکستان له افغان ط.البانو غوښتنه وکړه چې د کرنيل امام په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي خو پاکستاني ط.البانو د افغان ط.البانو غوښتنه رد کړه.
له خالد خواجه څخه سر غوڅ کړل شو او عثمان پنجابی اؤ صابر محسود د برتانوي ژورناليست څخه په اخيستل شويو پيسو ونښتل.
عثمان پنجابی اؤ پنځه ملګري يې د صابر محسود لخوا ووژل شول او کرنيل امام يې له ځان سره يرغمل کړ.
په حکيم الله محسود د صابر خپلسرې کړنه بده ولږيده اؤ ځانګړي تحريکايان يې په صابر پسې ولېږل ، صابر ووژل شو او کرنيل امام حکيم الله محسود د تحریک ط.البان پاکستان مرکزي زندان ته راوست.
ويل کېږي چې نوموړی 300 ورځې له تحریک ط.البانو سره په ديتا خيل او ميرعلي سيمه کې بندي و.
ويل کېږي چې حکیم الله محسود د هغه په بدل کې د 100 تنه عادي او منځپوړو ط.الب جنګياليو د خوشې کولو لپاره یو لیست هم سپارلی و چې په ياد ليست کې مسلم خان د سوات د ط.البانو وياند ، مولوي عمر د تحریک ط.البانو مرکزي پخوانی وياند ، ملا منصور د افغان ط.البانو د ملا دادالله ورور او نور ګڼ شمېر ط.البان شامل وه.
پاکستان د حکيم الله محسود ليست رد کړ. په 2011ز کال کې حکيم الله محسود په دې الفاظو د کرنیل امام د وژنې محکمه اعلان کړه:
د پاکستان حکومت زموږ د مجاهدینو په خوشې کولو کې پاتې راغی، اؤ د خپل يو ارزښتمن جنرال ژوند ته يې ارزښت ورنکړ.
دا سړی چې ځان د ط.البانو ملاتړی بولي، د پاکستان د پوځ جاسوس او استازی دی چې د امریکا په اشاره زموږ پر بې ګناه خلکو بمبارۍ کوي او زموږ مجاهدین په شهادت رسوي. نن د تحریک طالبان پاکستان شرعي محکمې پرېکړه کړې چې دغه مرتد او جاسوس کرنیل امام د خپل عمل په سزا ورسوي ترڅو نورو ته عبرت شي.
ددغې وینا له پای ته رسېدو سمدستي وروسته، د حکيم الله محسود په اشاره پر کرنیل امام باندې د کلاشینکوف مخامخ ډزې وشوې او هغه ووژل شو.
نوټ: دا مالومات موږ له مختلفو ويب پاڼو څخه راغونډ کړي دي ستاسو يې په اړه مالومات څه دي ؟






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























