Home خانه
میر عبدالجواد شاه آغا شخصیت روحانی و فرهنگی افغانستان
میر عبدالجواد شاه آغا شخصیت روحانی و فرهنگی افغانستان
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
مقدمه :
میرعبدالجواد شاه آغا شخصیت روحانی و علمی و فرهنگی در ولایت قندهار مرجع عوام الناس و کارداران دولت بود. زمانیکه صحبت از شناخت ایشان به میان آمد . از اندوخته ها ودانش و دسترسی ایشان به علوم مختلف خواننده و شنونده را به صفحات تاریخ می کشاند که آنرا به عقب ورق زد . تا سرگذشت آغا صاحب را در لابلای دانشمندان بزرگ چون ابوریحان بیرونی، موسی خوارزمی و محمد بن جریر طبری و دههای دیگر جستجو کرد.
میرعبدالجواد آغا از تمام آن همه دانشمندان توشه یی برداشته و بنابر گذشت زمان ؛ برخی را با اندوخته های خویش انکشاف داده بود . همچنان یکی از علوم « جَفر» را سرآمد روزگار بود. که دیگر دانشمندان از این علم بی خبر بودند.
تاریخچه کریکت در افغانستان
تاریخچه کریکت در افغانستان
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
مقدمه :
قبل از همه سه برد پی درپی تیم کریکت افغانستان را علیه زیمباوی تبریک و تهنیت میگویم ارزومندم این موفقیت ها دریچه همدلی وهمبستگی واتحاد را بین هموطنان مان بگشاید انشالله .
تاریخچه کریکت در کشورما ظاهرا" حدود بیش از چند سال نمی گذرد اما موفقیت ها چنان است که گویی این بازی سالیان متمادی در کشور مان مروج بوده است . در حقیقت امروز بعد از بازی فوتبال و پهلوانی ، سپورت دلخواه هموطنان ما کریکت میباشد. تا جاییکه روز تا روز بیشترجای پای درقلب هموطنان ما بازنموده است .
لوګر کې د ۴/۲۰ کیلوولټ برښنا د توزیعي شبکې جوړول
لوګر کې د ۴/۲۰ کیلوولټ برښنا د توزیعي شبکې جوړول
د برښنایي خدمتونو د رسولو له لړۍ سره سم د لوګر مرکز پل علم ښار او اړوندو سیمو ۱۳ زره پیریدونکو ته د ۰.۴/۲۰ کیلوولټ د برښنا د توزیعي شبکې جوړولو چارې دوام لري.
د برښنا دا پروژه به د لوګر د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو او ژوند د کچې د لوړولو ترڅنګ د دوی د اقتصادي پرمختګ، اطلاعاتو او نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسې په برخه کې مثبتې اغیزې له ځان سره ولري.
ددې برښنايي شبکې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د مې په ۴ نیټه پیل شوې چې تر دې دمه یې ۲۷ سلنه کارونه ترسره شوي او پاتې چارې به یې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د اپریل تر وروستۍ نیټې بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.
د لوګر د پوهنې ریاست سره د بیکونو مرسته وشوه
د لوګر د پوهنې ریاست سره د بیکونو مرسته وشوه
پل علم، د لوګر دپوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبه، سلواغې ۲۱ مه
د لوګر د پوهنې له ریاست سره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د بیکونو مرسته وکړه.
په یاده مرسته کې دغې ته ادارې ته ټول ټال ۲۰۱۶۶ د کتابونو بیکونه رالیږل شوي، چې ۳۰۲۴۹ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.
دغه بیکونه د لومړنیو ټولګیو د زده کوونکو لپاره دي، چې د راتلونکي نوي ښوونیز کال په لومړیو کې به پر یادو زده کوونکو ووېشل شي.
د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي له پرون غرمې راهیسې جګړه روانه ده
د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي له پرون غرمې راهیسې جګړه روانه ده
د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي اوسیدونکي وايي له پرون غرمې راهیسې په دغه کلي کې د وسله والو طالبانو له خوا کور په کور عملیات پیل شوي او یو تن ملکي وګړی یې وژلی هم دی.
د سیمې اوسیدونکي وايي دمګړۍ هم په سیمه کې سخته جګړه روانه ده او طالبان چاته د وژل شوي کس د مړي د لیږد اجازه نه ورکوي.
خو د محمداغې ولسوالۍ امنیه قوماندان مطیع الله عبدالرحیمزی وایي په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوی او په دې اړه نور خبرونه ناسم بولي.
پادخوابي: د لوګر اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی
پادخوابي: د لوګر اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی د نړیوالو چارو کمیسیون رئیس او د پادخوابي ټولنیز بڼست مشر الحاج زمرک پادخوابي وایي چې د لوګر اوسنی وضعیت ورته د منلو وړ ندی او په نوموړي ولایت کې داسې اشخاص استخدامیږي چې په څه نه پوهیږي او باید وړ او تکړه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي چې د زمرک پادخوابي ټولنیز بڼست لخوا د هیواد له بیلابیلو پوهنتونونو څخه د لوګر ولایت د سږکال فارغ شویو محصلینو فراغت غونډې ته وینا کوله وویل زرګونه فارغ شوي محصلین لرو چې دنده نه لري او سلګونه محصلین موږ ته د دندې د لاسته راوړلو لپاره راځي.
!دری زره لڅلور سوه لوګري ځوانان را و پېژنئ چې پر دندو یې وګمارم
۳۴۰۰ لوګري ځوانان را و پېژنئ چې پر دندو یې وګمارم!
هغه خلک چې د لوګر د ځوانانو لپاره د کار زمینه غواړي نو ترې هیله لرم چې موږ مس عینک کې ۴۰۰ ځوانانو ته د سرباز او افسر په توګه اړتیا لرو او ټول چې د نا امني یوازې چیغي وهئ، دوی د په ګډه داسې ځوانان چې ددوی ومني ۴۰۰ د په ګډه را معرفي کړي چې ورته استخدام یې کړو او په ملي اردو کې تر ۳۰۰۰ پورې ځوانان را معرفي کړي چې ور ته استخدام یې کړو.
جلسه اداری ولسوالی محمد اغه ولایت لوگر
جلسه اداری ولسوالی محمد اغه ولایت لوگر
جلسه اداری ولسوالی محمد اغه ولایت لوگر به تاریخ 15/11/1396 تحت ریاست نورمحمد عبیدی ولسوال محمد اغه دایر گردید و فیصله هایی ذیل صورت گرفت:
۱- هماهنگی ادارت اطاعت از اوامر و اطمینان از اجرات کاری به مقامات ذیصلاح.
۲- در حصه انکشاف کاری مسولین امور در سطح ولسوالی محمد اغه.
۳- ارزش در قسمت وقت و استفاده موثر ان.
۴- جلو گیری از تاخیر در گذارش ربعوار شعبات و ادارات بمقام ولسوالی.
د لوګر د محمدآغې یو شمېر ښوونکو ته روزنه ورکول کیږي
د لوګر د محمدآغې یو شمېر ښوونکو ته روزنه ورکول کیږي
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبه، سلواغې ۱۵ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د لېسو او منځنیو ښوونځیو د ۱۶۶ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو د لابراتواري تجربو د عملي زده کړو روزنه پیل شوه.
د دغه روزنیز بهیر د پیل په مراسمو کې،چې د محمدآغې د هلکانو او د سرخ آباد د نجونو په لېسو کې جوړه شوې وه تدریسي مرستیالې مینه سادات، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر ښوونمل محمد یاسین احمدي، د نظارت آمر محمد حنیف ستانکزي او ښوونکو ګډون کړی وو.
یاده روزنه د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمریت له خوا ورکول کیږي،چې تر دولسو ورځو پورې دوام مومي.
ماشومان زموږ راتلونکي جوړوي
ماشومان زموږ راتلونکي جوړوي
لکه څنګه چې پوهیږو ماشومان دنن ورځې کوچنیان دي، خو دسبا ورځې زلمیان دی، نو همدا ماشومان دټولنې سیاسي او دټولنې دپرمختګونو برخه ده. که چیرې ماشومان سم وروزل شي او خپل وخت بې ځایه تیر نکړي، نو ژر به ددې ورځې شاهدان واوسو، چې زموږ هیواد خورا زیات د هغو هیوادونو په قطار کې ودریږي، چې نن موږ ورته د مختلفو توکو اړتیاوې لرو او خودکفا وواسي.
هره کورنۍ باید خپل مسؤلیت چې دماشومانو د روزنې اوپالنې پروړاندې لري، په سمه توګه دهغوی د روزنیزاو ښوونیز چارې په ښه توګه سرته ورسوي، ترڅو په راتلونکي کې دخپل د زیار او کوښښ پایله وګوري، هیڅ کله هم خپل ماشومان بې ځایه کارونو ته ونه هڅوو او یاهم دتعلیم او درس ویلو وخت يې ونه نیسو.
شعر
شعر
ولـې ژاړې اې زمــــا خـــوږې مـورکــۍ
دغم اوښکې تویوې زما خوږې مـــورکۍ
کـال نـه بـل کـال تـه زه هـم درتـه لــویږم
دمنصور لالا پـه شـان مـې زلمی کـیـــږم
ته به ډیر خوشحاله ګـرځـې چې زلمی شم
ننــګیالي دزمــانــې اوسـم زمـــــری شـــم
اې مـــورکـــۍ دامـــان الله درتـه ویــنا ده
چـې دا فـانـي دنیا نیمګـړې نیمـه خــوا ده
امان الله ستانکزی
ډالۍ دې وي زما خوږې مورکۍ ته
د خواشنۍ او ډاډګيرنې پيغام
د خواشنۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ډيره خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کوچيان قوم ډير دروند او باعزته شخصيت او په ولسي جرګه کې د کوچيانو پخوانۍ تکړه استازي حاجي پړې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې
حاجي پړې پر خبره پوه، د قوم خواخوږۍ، پر قومي مسايلو پوه او ډير دينداره شخصيت وو.
د کوچي قوم لپاره د خداى بښلي ناڅاپي مړينه ستره ضايع دى.
خداى دې پر ده رحم وکړي او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړم.
انا الله و انا الله راجعون
دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې دلوګر دسيمه ييزې موسيقۍ سرنده غږونکى استادعبدالرشيد مشهور په ماشينى ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
استاد ماشينى وړمه ورځ د اتيا کلو په عمر په کابل کې ساه ورکړه او جنازه يې په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شوه.
استادعبدالرشيدماشينى دلوګر د سيمه ييزې موسيقۍ بنسټ ايښودنکى استاد درمحمد مشهور په ۥدرى لوګري زوى ٶ؛ چې دخپل پلار شاګردي يې وکړه او وروسته بيا دهيواد دنورو تکړه هنرمندانو څخه دهنرپه برخه کې زده کړې وکړې.
ارواښاد اتياکاله وړاندې دلوګر دمحمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې زيږيدلى ٶ.
د محمداغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د هر اړخیزې څیړنې په موخه د ټولو امنیتي مسولینو په ګډون پدې ولسوالۍ کې فوق العاده امنیتي ناسته ترسره شوه
د محمداغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د هر اړخیزې څیړنې په موخه د ټولو امنیتي مسولینو په ګډون پدې ولسوالۍ کې فوق العاده امنیتي ناسته ترسره شوه
(سلواغې-۴)
نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ په محمداغې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه فوق العاده امنیتي غونډه ترسره شوه چې پکې د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي،امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي،د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق صافي، ملي امنیت رئیس غلام رباني،امنیت امر، محمداغې ولسوال نورمحمد عبیدي، د ولسوالۍ ټولو امنیتي مسولینو او د همغږۍمرکز مسولینوپکې ګډون کړی و.
د لوګر د مرکزي ښوونځیو له مسوولینو سره غونډه جوړه شوه
د لوګر د مرکزي ښوونځیو له مسوولینو سره غونډه جوړه شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه،د سلواغې ۸ مه
د لوګر د پوهنې ریاست د مسوولینو او د مرکزي ښوونځیو د مدیرانو او سر ښوونکو تر منځ غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه نن له غرمې مخکې د دغه ریاست دغونډو په تالار کې وشوه، چې په مرکز پورې اړوند د دولتي او خصوصي ښوونځیو مدیرانو او سر ښوونکو پکې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د راتلونکي نوي تعلیمي کال د چمتوالي، د نوېو زده کوونکو د جذبولو، زده کوونکو ته د درسي کتابونو او قرطاسیې د وېش بهیر پیلولو، په ښوونځیو کې د نیالګیو کېنولو او د ځینو نورو مهمو اداري موضوعګانو په تړاو خبرې اترې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
تقدیر لوی پاسوال عصمت الله علیزی قوماندان امنیه ولایت لوگر
تقدیر لوی پاسوال عصمت الله علیزی قوماندان امنیه ولایت لوگر
الیوم مورخ ۳ دلو ۱۳۹۶
لوی پاسوال عصمت الله علیزی قوماندان امنیه ولایت لوگر به پاس خدمات شایسته و اجرای وظایف عالی شان از جانب معاون دوم مشرانو جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان با اهدا مدال وتقدیر نامه افتخاری مورد تقدیر قرار گرفتند.
په افغاني ټولنه کې دانګیرنو (فالونواو شګونونو) دودونه
په افغاني ټولنه کې دانګیرنو (فالونواو شګونونو) دودونه
دپښتو شفاهي ادبیاتو کې یوه غوره څانګه انګیرنې ( فالونه او شګونونه) دي، چې لرغونې لړلري.
انګیرنې (شګونونه) دهیواد په ډیریو سیموکې تراوسه هم رواج دی، چې دغه کړنې له پخوانیو خلکو موږ ته راپاتي دي، ځکه پخواني ولسونه دعلم اوفرهنګ څخه دومره برخمن نه ؤ، دوی دخپلو عقایدو او افکارو له مخې دپیښو او واقعو لاملونه دخپل قضاوت له مخې ټاکل، چې ګویا دغه عمل دخلکو په زیان او یا په ګټه يې دی.
د ولایت امنیه قوماندان په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو لیدنه او کنټرول وکړ
د ولایت امنیه قوماندان په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو لیدنه او کنټرول وکړ
نیټه ۲/۱۱/۱۳۹۶
د لوګر ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي نن ورځ د څرخ ولسوالۍ نه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د تیرو پنځو ورځو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو لخوا د نصرت په نوم ګډ عملیات پیل شویدي او اوس هم لا روان دي چې امنیه قومندان ددې عملیاتو څخه له نیږدې څخه لیدنه او کنټرول وکړ.
د پردیو فرهنګ په مخنیوي کې دټولو افغانو مسؤلیت دی
د پردیو فرهنګ په مخنیوي کې دټولو افغانو مسؤلیت دی
فرهنګ دیوملت دهویت څرګندويي کوي، نو دیوې ټولنې شتون په دودیزو فرهنګونو په اساس ولاړه او ژوندۍ پاتي وي . دپیاوړې فرهنګ په درلودو ټول ولسونه په دې آند دي، چې څنګه خپل فرهنګ دپردیو يرغلیزو فرهنګونو څخه وساتل شي، خو دغه ډول نظرونه نن ورځ تنها په خولې ویل کیږي، ولې عمل کې تراوسه هم سارې ندي لیدل شوي.
ولسونه او ځیني رسنۍ په دې ستړي شول، چې افغانستان کې د نورو هیوادونو فرهنګ ورځ تر بلې وده مومي؛ مسؤله اداره ته هم ګوتنوی کیږي، چې ددغو ناوړه دودونو مخه ډب کړي؛ ولې بیاهم پدې ستر یرغلیز برید چې زموږ په اصیل دود باندې ترسره کیږي، نوموړي ادارې هم چندانې سر پرې ندی خوږولې.
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال دمرغومي په شپږمه دسمبالو درندو نظامي تجهزاتو سره پرافغانستان یرغل راوړل . داچې شوروي استعمارګر زموږ په خاوره نظامي یرغل وکړ، ددوی نه یواځې دیرغل وړلو لومړۍ پیلامه وه، بلکې له دې مخکې هم په نولسمه او شلمه پیړۍ کې څومهمې سیمې لکه تاتارستان، مرکزي آسیا، منګولیا او ختیځه اروپا اشغال کړې وه .
روسانو غوښتل چې دافغانستان خاورې تر ولکې وروسته ځانونه دهند تودو اوبوته ورسي، خو دغه آرمان يې له ځان سره یوړل او دافغانانو د سترو مبارزو سره مخ شول.





































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























