Home خانه
عدالت په عمل کې راتلای شي
عدالت په عمل کې راتلای شي
څنګه به عدالت راشي، چې زه ستا ملاتړې واوسم اوته زما سرسخت رقیب. زه تاته وایم چې ته غل يې او ته ماته وايي، چې ته غل يي. نو ښه حاکم سړی بیا څوک ده؟ ولې دغه هیواد دومره دبې عدالتۍ په راګیر شوي دام کې دپرمختګ لوري ته ځان نه باسي، چې ښه کس پکې هم د فساد په تور ککړ وي او هغه چې فساد کې ښکیل وي، نو بیا دومره ځان په خلکو کې محبوب وشمیري ته به وايي، چې رښتیا هم دغه کس دفساد پر وړاندې لوی مبارز دی. ښه سړی به خامخا د تهمتونو څخه خالي نه وي، ټولنه به هم ورته ځانګړې درناوی نه کوي او دخپلې ادارې کارکوونکي به وايي، چې مخ يې هم ونه ګورم.
مسؤل چارواکي، که د دولتي ادارو څخه دي او که د ولس استازي دي، ټول بیا دخپل سپیناوي په اړه خبرې کوي، خلکوته ځان قدرمن ښيي، خو هیڅوک به نه وي، چې ددوی پرکړنو او دفساد له حال نه يې خبراوی ونلري. نودخلکو پر سترګو خاورې دوړولو ته څه اړتیا ده، ولې دوی خپلو مسؤلیتونو ته نه ځیر کیږي. هرڅوک دخپل په توان او زورواکي باندې حاکمیت لري، څه چې زړه يې وي، هماغسې کړنې ترسره کوي، څوک شته چې ويې پوښتي او دعدالت میز ته راکش کړي، نه ځکه فسادګر پرخپل وجدان باندې حاکمیت نلري، دپردي او دملت حق ورته شخصي مال ښکاري، ولې بیاهم مسؤلین ورته پام نکوي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي. افسوس دی، چې هر څوک دفساد پر ضد خبري کوي او وايي، نور دفساد ریښې له منځه وړو، هیوادنۍ مینه دټولو هیوادوالوپه منځ کې خپره شي او داحساس ډکې ویناوې به کوي، خو عمل يې بیا څه وي او څه نکوي. د فساد دله منځه وړلو لپاره ناستې او غونډې جوړوي، غواړي، چې دغه ناشوني پدیدې له ادارو او ټولنې څخه ريښې يې غوڅې شي. نو په دې اړه به ډیر وګړي خبرې کوي. دولتي ادارو مامورینو ته ورکشاپونه په لاره اچوي، رسنیو کې عامه پوهاوی ورکول کیږي؛ خو دعمل جامه تراوسه چاندې په تن کړې، چې ووايي نور فساد ختم دی. په میلیونو او میلیاردو پیسې هیواد ته راغلې، ولې داهیواد تراوسه هم دپرمختګ لوري ته ندې وتلی؛ نو چې زه خپل ځان جوړ نکړم او اصلاح له ځانه پیل نکړم، هیڅکله به ټولنه جوړه نشي. دغه عدالت شو، دې ته عدالت نشو ویلای. قانون ته ځان ملامتولی شو، قانون جوړه ؤ ، نو بیرته دپښو لاندې کیږي. په نره که څوک خبره وکړي، بیا دهغه په ستونې پښه ایښودل کیږي، چې ګویا ددې ناروایانې خلکو ته په ډاګه کوي.
ترکله به داسې حالات وینو؛ خو پوښتنه يې نشته اوڅنګه ورته دپای ټکی ورکړو، چې دغه هیواد دیو ستر ناورین څخه راووځي او کومې موخې چې په قانون کې لرو ورته رسیدګي وشي.
رښتیاوې شته، ولې درښتیا ویلو توان مو مړ دی، ځکه واقعت تریخ وي،که ووایو نو چاته ووایو، که ځان پرې غلي کړو، نو زړونه مو درد کوي، څومره ښه معقوله ده، چې ویلي دي: (که ونه وایم خدای مې وهي او که ووایم نو بنده مې وهي . ) راځې چې اولنۍ خبره پرځان عملي کړو، بنده به څه وي او وهلې خو دخدای له وهلو ځان وساتو دا به ښه وي.
واقعیتونه باید په ډاګه شي، که هرڅوک ظالم وي او په ټولنه کې دظلمت ټغر غوړوي، نو باید په مخنیوی کې سپر وواسو، ځکه د ظلم مخنیوی لوی جهاد دی.
فساد یو ناشونې پدیده ده، چې سړی هرې لورې ته باسي، نو په ټولنه او اداراتو کې فساد چې وي، د بریالیتوبونو مخنیوی يې ډیر وي او نارواوې له حده زیاتې وي، ځکه دهر ناروا عمل لومړنی سرچینه فساد ده، که فساد نه وي، نو هرڅه به ګل او ګلزار وي.
نو راځئ چې په هیوادکې دعدالت ونې کینوو، چې ثمره يې ټولو افغانانو ته ورسیږي، بیا هلته د نظام حاکمیت په ټینګیدو دظلم او بربریت مخه ډب کیدای شي.
که عدالت همداسې ترینګړې وي، بیا به موږ ټول چپه خوله کینو چې هر ظالم څه وغواړي، هغه به کوي، خو بیا د نارو وهلو حق هم نلرو، چې نیمګړې مبارزه وکړو.
دکارونو په لومړیتوبونو کې باید په ځان کې یو ستر بدلون راولو، خپل ځان له نورو سره پرتله نکړو، چې پلانکی دا کوي، هغه کوي؛ نه پلانکی باید له هغه کاره منعه شي، ښې اوبدې لارې ورته وښودل شي، دا زما اوستا لارښودنه ده، چې خلکو ته يې وکړو، ځکه زما او ستا په څیر به هم ډیر کسان په ټولنه کې لاښه وځلیږي. نوهیواد به نه ملامتوو، خپل ځان باید ګرم وبولو، چې خپلې کړنې مو په سمه ترسره نکړو، هیڅ به دپرمختګ شاهدان ونه واسو.
شیرمحمدامیني ستانکزی