Home خانه
د لوګر د پوهنې ریاست شاوخوا ۱۸ زره نوي زده کوونکي جذب کړي
د لوګر د پوهنې ریاست شاوخوا ۱۸ زره نوي زده کوونکي جذب کړي
پل علم
د خپرونو مدیریت
دوشنبه، شوال المکرم ۶ مه، وري ۲۷ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پیلېدو وروسته نږدې ۱۸ زره د ښوونځي عمر برابر نوي ماشومان جذب کړي دي.
یاد زده کوونکي د هلکانو او نجونو په ۲۸۱ ښوونځیو کې جذب شوي دي ، چې ټولو په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه پوره کړي دي.
په جذب شویو زده کوونکو کې ۱۲ زره هلکان او ۶ زره نجونې شامل دي چې له جذب وروسته دوی ته درسي کتابونه او درسي توکي هم ورکړل شوي دي.
د یادولو ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست دا مهال د هلکانو او نجونو ۲۸۱ ښوونځي لري چې د جذب شویو زده کوونکو په ګډون شاوخوا ۱۸۶ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.