Home خانه
افغانان ولې خپلې میړانې په پیغورونو بدلوي؟
افغانان ولې خپلې میړانې په پیغورونو بدلوي؟
دلرغوني افغانستان پنځه زره کلن تاریخ ټولو نړیوالوته جوته ده، چې په نړۍ کې د لمرپه څیر ځلانده او روښان نوم پریښې دی. ځکه افغانانو کوم زبرځواک هیواد ته سر ندی ټیټ کړی، استعمارګر يې په خپل خاوره کې ندي پريښي، چې پر دوی واکمني وچلوي اوله دې نه غیر؛ دوی دخپلو میړانو په ساتلو نور هیوادونه هم ترخپل واکمنۍ لاندې راوستي او په هغوی يې خپل حکومت چلولي دي.
یرغلګرو او سترځواکو هیوادونوتل هڅه کړی، چې دافغانانو میړانو ته نور دپای ټکی کیښودل شي، چې په دې سره خپلوشومو موخو ته دنه رسیدو له امله؛ داچې دخپل ښکارکولو لپاره زمری غوره کړي، نو هماغه ؤ، چې دنړۍ په کچه ځانونه يې مات او ګوډ ګیدړان وپیژندل. داڅه ؤ؟ پوهیږئ؟؟؟ چې هرچا افغانانو ته په بدنیت کتلي او په دې فکر کې وي، چې څنګه دغه میړنی قام په خپلوکې سره تیت او له منځه ولاړشي، خو د هغوی دغه شوم پلان او بدنیتي له خاورو سره خاورې او په خپله په ګونډو شوي دي.
اوس هم دهیواد دښمنان په کرار ندې ناست، په مختلفو ډولونو سره زموږ د هیواد ورانولو، ویجاړولو او افغان وژلو پلانونه طرحه او جوړوي.
دوی زموږ دهیواد دسولې په ټینګیدو کې ستر خنډ ګرځید لي، ځکه کلونه تر شول، چې موږ دسولې نارې اودیو ډاډمن امنیت په راوستوکې هلې ځلې او له ځانه مو قرباني ورکړي. خو تر نن ورځې دسولې څرک نه لیدل کیږي، هماغه ده، چې له ویجاړیو، وژنو او ترور سره مخ یو.
که څه هم په هیواد کې دشته ناندریو دنه ختمیدو په لار کې یوڅه ناڅه حکومت او ولس دواړه ناغیړي او لټي سره مخامخ دی. په پښتو کې یومتل ده، وايي، چې یو څه ژرنده پڅه او یو څه جوار لانده.
که دملي یوالې حکومت په خپل مینځ کې اختلافونه او ستونزې نه درلودای اویاهم دغه ستونزې دنړۍ په کچه نه په ډاګه کیدای. نو اوس به دهیواد امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت مخ په ښه کیدو وای. ځکه ګاونډ او دهیواد دخاورې دښمنانو ته ښه موکه په لاس ورغلې، چې په خپلو افغانانو هغه لوبې وکړي، چې تراوسه دنه کیدو اړتیا چا نه وه لیدلې.
دواړه مشران کله داختلافاتو او کله هم د منځکړیتوب له امله بوخت وي. خو دواړه کارونه يې دهیواد پر زیان تمامیږي، که دوی میاشتې اوکلونه په اختلافاتو تیره وي نو کیدای شي، چې همدومره وخت د جوړ جاړي لپاره هم تیر کړي .
چې په دې سره دښمن خپل کارونه وغواړي بیا يې ترسره کولی هم شي او بل داچې زموږ دهیواد پرمختګ لوري شاته غور ځي. دځینو افغانانو لټي اوبې پروايي دهیواد پروړاندې ځان نه مسؤل ګڼل، هغه داچې که دسولې او امینت په راوستوکې د دولت برخه ډیره وي، نو ترنیمايي د ولس مسؤلیت هم ده، چې په دغه لار پل کیږدي، خپل او خپلوان چې د وسلوالو لیکو ته ورغلي، باید دقناعت په ورکولو دوی ته ښې او بدې لارې وښايي. دخپل ملي ګټې ته درناوی اوملي ګټې په خلکو ونه پلوري.
د دولت سره دهیواد په رغوونې او جوړونې کې په ګډه همکاري او مټې راونغاړي، چاته نور دغلطو روایتونو او تعبیر ونو موکه په لاس ورنه کړي او غوڅ ملاتړ دخپلې خاورې څخه ولري. نوموږ بیا هلته دامنیت راوستو خاوندان کیدلی شو او بس.
هرڅوک باید خپله ملامیتا په ځان ومني. چا خپلې خاورې ته کار کړی او چا وران کړی او اوس هم وخت شته چې هیواوالو لپاره کار وکړي، ځکه دهیواد ساتل او ساتنه يې پرموږ فرض دی او پروړاندې مسؤل یو، چې دهر ډول کړنو لپاره لاس په کار واوسو.
ولس او حکومت دا دواړه دیو افغان زامن دي، د واړه ددې خاورې بچیان دي نو د دولت مالي او ځاني تاوانونه هم دولس دی او هم د دولت. ځکه دولت دانه دی، چې په طبیعي ډول را څرګند شوي وي؛ نه دولت له همدې میشت ولس څخه جوړ دی. که دولت نه وي؛ نو ولس هم نشته او دولت بیا دولس هوساینه او ترقي غواړي، چې ولس ته دپوهنې ډیوې بلې کړي، اقتصاد يې په پښو ودر و ي او خودکفا واوسي. بل کوم هیواد ته يې لاس اوږد نه وي. خو بیا ولس ته پکار دی، چې دولت سره اوږه پر اوږه ودریږي او په ګډه ورسره همکاري او د حکومت ملاتړي وکړي .
مخالفې ډلې ته دې وویل شي، چې دخپل ورور وژل دڅه لپاره او داسلام له نظره قتل څومره ګناه لري او دخپل بازو غوڅول ولې؟ نو ددې له پاره چې دغو ته دهیواد دخاورې دښمان وايي، چې خپل وروڼه دې ختمه وه او هیواد دې ورانوه، خو دیوڅه مردارو پیسو په مقابل کې. نه دامه کوه، راشه دخپل ولس سره دې ودریږه.
تنها داخبرې تاته نه وایم دا ټولو هیوادوالوته او خپل ځان ته هم وایم. ځکه اوس له جنګ او جګړو زموږ کرکه راځي یو بس دی، چې د جګړه مار نوم مو په دا څو کلونو کې ځان لپاره وګټل، نو چېرته چې جنګ وي، هلته دناپوهۍ عملونه زیات وي، لکه چې اوس دهیواد او نړیوالو رسنیو دسرلیکونو ښکار ګرځیدلی یو.
څه حال ده،غیر له وژنو، ترور، قتل، ویجاړیو او بربادیو نه .
سل ځل دې افسوس وي نور نه غواړو ، چې هیواد مو بیا دپردیو لخوا د ورته کړنو دپیغور ښکار شي. راځئ نور خپل دنیکونو اوپلرونو میړانې وساتو دهغوی په پل قدم واخلو ځان له نړیوالو پیغور څخه وژغورواو په خپل هیوادکې د ډاډمنې سولې راوستو هلې ځلې نور پسې هم ګړندي کړو.
دیوسمسور او آباد افغانستان په هیله.
شیرمحمدامیني ستانکزی