Home خانه
لوګر کې د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ښوونکو ته ورکشاپ جوړشو
لوګر کې د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ښوونکو ته ورکشاپ جوړشو
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، سلواغې لومړۍ نېټه
د لوګر په مرکز پورې اړوند د یو شمېر ښوونځیو د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ۱۶۷ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړولو لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال د جوړ شوي کلني پلان پر اساس د ساینس او ښوونیزې ټیکنالوژۍ آمریت له خوا جوړ شوی دی.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو د تجربو په برخه کې په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکول کیږي، څو ساینسي او ریاضیکي درسونه زده کوونکو ته په عملي بڼه تدریس شي.
د الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې اعلان
د الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې اعلان
محمدالله ستانکزی،انجینر احمدالله فرقاني او استاد حمیدالله فاروقي د مرحوم زامن
مرحوم حاجي غلام نبي ستانکزی، مرحوم حاجي غلام جیلاني ستانکزی او حاجی غلام رباني ستانکزی د مرحوم ورونه
الحاج مولوي غلام صدیق خالد استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، د حج او اوقافو پخوانی ریس شهید الحاج مولوي غلام رسول نعماني، مولوي محمد شفیع ستانکزی سیف الله ستانکری او استاد محمد اسماعیل ستانکزی د مرحوم وریرونه
انجینیر روح الله برهاني، نورالله برهاني، انوارالحق نعماني، عبدالحق نعماني، اسدالله، ولي الله د مرحوم لمسیان
استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، شهید مولوي غلام رسول نعماني، قاري محمدعابد ضیایي، انجینیر احمدشاه هاشمي د مرحوم زومان
حاجي محمد عثمان، مولوي احسان الله حنیفي، ګلرحمن، او قاري فضل الله د مرحوم اوښیګان
د مرحوم الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې خبرتیا
د مرحوم الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې خبرتیا
محمدالله ستانکزی، انجینر احمدالله فرقاني او استاد حمیدالله فاروقي زامن.
ارواښاد حاجي غلام نبي ستانکزی، ارواښاد حاجي غلام جیلاني ستانکزی او حاجی غلام رباني ستانکزی د مرحوم ورونه.
الحاج مولوي غلام صدیق خالد، استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، د حج او اوقافو پخوانی ریس شهید الحاج مولوي غلام رسول نعماني، مولوي محمد شفیع ستانکزی، سیف الله ستانکری اواستاد محمد اسماعیل ستانکزی وریرونه.
انجینیر روح الله برهاني، نورالله برهاني، انوارالحق نعماني، عبدالحق نعماني، اسدالله او ولي الله لمسیان.
استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، شهید مولوي غلام رسول نعماني، قاري محمدعابد ضیایي او انجنیر احمدشاه هاشمي زومان.
حاجي محمد عثمان، مولوي احسان الله حنیفي، ګلرحمن او قاري فضل الله اوښیګان.
د لوګر چارواکي: هغه رينجر موټر یې نیولی چې وسله والو تښتولی وو
د لوګر چارواکي: هغه رينجر موټر یې نیولی چې وسله والو تښتولی وو
د لوګر ملي امنیت منسوبینو هغه رينجر موټر، چې څه موده وړاندې وسله والو تښتولي وو د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
د ولایت ویاند سلیم صالح د شنبې په ورځ زینت راډیو ته وویل، چې تیره ورځ د ملي امنیت منسوبینو له لوري د خوښۍ ولسوالۍ اړوند، دوبندي سیمه کې ځانګړي پوځي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د سیمه ییزو پولیسو تښتول شوی رنجر موټر د وسله والو له منګولو را خوشې کړی او پرمهال یې یو وسله وال مخالف هم وژل شوی دی.
لوګرکې د لیک لوست یو شمېر ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو
لوګرکې د لیک لوست یو شمېر ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبه، مرغومي ۳۰ مه
د لوګر مرکز اړوند د لیک لوست ۱۸ ښځینه ښوونکو ته د لیک لوست زده کړې د نوي ښوونیز نصاب پېژندنې ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په غوښتنه د افغان نېټ موسسې په مالي مرسته جوړ شوی، چې د پنځو ورځو لپاره دوام مومي.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د لیک لوست زده کړې د نوي چاپ شوي ښوونیز نصاب پیژندنې سربېره د تدریسي میتودونو، ښوونیزپلان، او د زده کوونکو د ارزونې په هکله روزنه ورکول کیږي.
د پوهنې وزارت د لیک لوست په نوي ښوونیز نصاب کې یو لړ بدلونه راوستي دي، چې ښوونکي یې روزلو ته اړتیا لري.
!!!انتحاري اوس حرام او ناروا شو
انتحاري اوس حرام او ناروا شو!!!
د پاکستان عالمانو د مولانا فضل الرحمن په ګډون څوک چې د طالبانو معنوي پلار یادېږې، انتحاري حملې ناروا وګڼلي چې له دې دريځ څخه څو خبرې جوتېږې:
د طالبانو لپاره نور ددین په نوم جګړه په افغانستان کې ددین له نظره او هغه هم ددوی د مرشدانو او مربيانو له لورې د فتوا په ورکولو سره مشروعیت نلري.
دې فتوا څرګنده کړه چې د پاکستان د ملایانو ددین خبره نه وه، نه د شریعت او یا خلافت، بلکې دین یې د یوې وسیلې په توګه کارولو، ځکه دا فتوا اوس ورکول دا مانا نلري چې پخوا انتحاري روا وو او اوس ناروا بلکې په دین کې د حلال او حرام شارع یوازې او یوازې د الله احکام او رسول الله صلی الله علیه وسلم علیه وسلم دی. حلال او حرام معلوم دي او دا د چا سیاسي فتوا ته اړتیا نلري خو پاکستانی ملایانو او اخوندانو ناروا عمل د خپلو ګټو لپاره کارولو.
!د مرحوم حاجی حیات الله سلیمانخیل د فاتحه اعلان
د مرحوم حاجی حیات الله سلیمانخیل د فاتحه اعلان !
د مرحوم حاجی حیات الله سلیمانخیل چی جنازه یی مخکی خاوروته سپارل شوی ده ، د مرحوم فاتحه دجمعی په ورځ د جدی ۲۲/نیټه د احمد مصطفی په جامع جومات کی او زنانه فاتحه هم د رحمان مینه سالون چه د کارته نوپه دريم سړک کی دى د زرغون ښار د سپين ږیرو له خوا اخيستل کيږى.
وخت :3:30- 1:30
انا الله و انا الیه راجعون
اعلان نمار جنازه
اعلان نمار جنازه
حاجي نادر خان، غفار خان پسران، معلم جاندل، زلمی خان، حاجی خلیل، اختر محمد، معلم حکم خان و شاپور خان برادر زاده های نسبت وفات حاجی حیات الله مسکونه قریه علی خیل زرغون شهر ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر به اطلاع دوستان رسانیده میشود که جنازه مرحوم مورخ ۱۳۹۶/۱۰/۲۰ مطابق به روز چهار شنبه ساعت یک بجه بعد از ظهر در مسجد عیدگاه ادا می گردد.
قالو انا لله و انا الیه راجعون
!لوګر پوهنتون د ۵۹ فارغانو څخه ۲۲ په دندو وګمارل شو
لوګر پوهنتون د ۵۹ فارغانو څخه ۲۲ په دندو وګمارل شو!
مرغومي- ۱۷
نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی او دپل علم ښاروال، پوهنتون ،پوهنې، کرنې،کلیو او پراختیا،صحت،کار، ټولنیزو او شهیدانو او معلولینو،ښځو چارو رئیسان او د اداري اصلاحاتو او ولایت مقام د بشري سرچینو مسول هم حاضر و د لوګر پوهنتون د لومړۍ دورې د ۵۹ تنه محصلینو د فارغانو له جملې څخه ۲۲ تنو سره چې ۱۱ یې نجونې وې وکتل او دوی ټولو ته یې د ژمنې سره سم د کار زمینه برابره کړه.
لوګر والي محمد حلیم فدايي د لوګر پوهنتون څخه د لومړي ځل د فارغینو غونډې ته وینا
لوګر والي محمد حلیم فدايي د لوګر پوهنتون څخه د لومړي ځل د فارغینو غونډې ته وینا
((زمونږ دیدګاه، ولس ته د محسوسو او ملموسو خدمتونو وړاندې کول، تنها د ولس په خوښه نه، بلکه د هغوی په ګټه کار کول، او آمرانه ذهنیت په خادمانه ذهنیت بدلول دي، او د همدې دیدګاه په تناظر کې مو د انکشاف، ښې حکومتولۍ، امنیت او اقتصاد په برخه کې خپل پلانونه عیار کړي، چې ښه مثال یې لوګر پوهنتون ده چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په یوه څلور اتاقه تعمیر کې ځای پر ځای شوې وه، ولې مونږ یې سیاسي، اجتماعي، قانوني او ولسي مشکلات حل او نن د دې تر څنګ چې د ۷ ودانیو درلودونکی دی، په لومړي ځل ۵۹ تنه محصلین ورڅخه فارغېږي، چې دا د غاصبینو، فاسدینو او متعصبینو پر مخ یوه درنه څپېړه ده، او هغوی ته دا پیغام ورکوي چې ستاسو په هیڅ صورت سره زمونږ د پرمختګ او پوهې مخه نشئ ډب کولای.
په غرور راغلي؛ خو بیرته ګوډ، مات او سرکوزي تللي شورویان
په غرور راغلي؛ خو بیرته ګوډ، مات او سرکوزي تللي شورویان
د مرغومي شپږمه؛ هغه نه هیریدونکي ورځ؛ چې افغانستان باندې سرو پوځي لښکرو دځمکې او هوا له لارې یرغل راوړل، دا په تاریخ کې هغه ورځ ده، چې پیلامه يې دهیواد په ټولوسیمو کې دغمیزو، بدبخیتو، ویجاړیو او وژنو سرچینه ګڼل کیږي.
دمرغومي یا جدي شپږمه د۱۳۵۸کال روسي یرغلګر په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال افغانستان ته راننوتل او د لسو کلونو په اوږدو کې دمجاهدینو د جهاد سره مخ ول. روسي یرغلګرو دهیواد دویجاړیو، د ملیونونو افغانانو د شهادت، معلولیت او بهرنیوهیوادونو ته د افغانانو کډه کیدل دا هغه څه ؤ چې روسانو خپل مردارو موخو ته ورسیدل خو پایله دافغانانو په برخه او شوروي یرغلګر له کلکې ماتې سره مخ شول.
په ژمنیو رخصتیو کې ماشومان زده کړو ته څه ډول و هڅول شي
په ژمنیو رخصتیو کې ماشومان زده کړو ته څه ډول و هڅول شي
ښوونه هغه سترالهي نعمت دی، چې انسانان دجهالت تورو تیاروڅخه درڼا لورې ته بیايي، دهمدې پوهې په برکت دنړۍ ټول زیږندې اواختراعات رامنځته شويدي. ددې لپاره چې دغې خوندورې میوې څخه مونږ پوره ګټه واخلواوعمل پرې وکړو، ټولوهیوادوالوته لازم ګڼو، چې خپلې ماشومان اوکورنۍ دزده کړې لورې ته وهڅوي، زده کړې پرې وکړي، ښوونځي، دیني مدرسواونورښوونیزومرکزوته يې ولیږي اوهمدارنګه لوړې زده کړې چې دراتلونکې سرنوشت جوړه وي لاسته يې راوړي.
د محمداغې ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال نور محمد عبیدي ددې ولسوالۍ اوسیدونکو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو
د محمداغې ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال نور محمد عبیدي ددې ولسوالۍ اوسیدونکو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو
(مرغومي-۱۱)
نن ورځ د محمداغې ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال نور محمد عبیدي، د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزی د ولسوالۍ امنیې قومندان، پخوانی وارسي کوونکی او ښاروال عصمت الله ستانکزی او قومي مشران هم حاضر وو ورپيژندل شو.
د ولایت مقام د سکتوري چارو رئیس بهرام بهیر لخوا د نوي ولسوال د مقررۍ مکتوب ولوستل شو چې پکې راغلي و (( نور محمد عبیدي د طلا محمد ځوی چې لوړې زده کړې یې په حقوقو او سیاسي علومو کې ترسره کړیدي او د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د ښې حکومتولۍ د لا پیاوړتیا په خاطر چې کاري تجربه هم لري په دوهم بست کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۶۱۰ شمیره حکم په اساس د محمداغې ولسوال په توګه وټاکل شو)).
د سویل ختیځ برېښنا او د کابل لوګر او لوګر پکتیا ملي شبکې سیستم د تطبیق د څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه
د سویل ختیځ برېښنا او د کابل لوګر او لوګر پکتیا ملي شبکې سیستم د تطبیق د څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه
۰۹ - مرغومې - ۱۳۹۶
د سویل ختیځ برېښنا ملي شبکې سیستم د تطبیق د څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د شمال ختیځ برېښنا ملي شبکې سیستم د تطبیق پروسې دڅرنګوالي د ارزونې غونډه نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت معین انجینر محمدګل خُلمي د یاد سیستم او په کابل، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د برېښنا لېږد مزي په مسیر کې د شته موانعو لکه ونو او کورونو په اړه خبرې وکړې او د تطبیقي پلان په اړه یې معلومات ورکړل.
مطالعه د ذهنونو دودې لپاره بله ډیوه ګڼلی شو
مطالعه د ذهنونو دودې لپاره بله ډیوه ګڼلی شو
پوهه انسان له غلطو لارو څخه ژغوري او په هغه لار يې برابره وي، کوم چې پکې دخیر، ښیګڼې او پرمختګ سبب کیدای شي. نو دعلم ترلاسه کول د ژوند تر پایه پر ټولو انسانانو فرض دي، چې ددغه بې پایه ثمرې نه خوند واخیستل شي، ځکه علم پای نلري او دیو سمندر په شان روان وي.
داچې زموږ په بیوزله او جنګ ځپلي هیواد کې دعلم وړانګې پرخلکو څومره اغیزي کړي او یاداچې دوی څومره له دغه وړانګو ګټه پورته کړېده، لاملونه يې په هیواد کې دڅو لسیزې جنګونه، داقتصاد ټیټوالی او نورې ناخوالې وي، چې زموږ دځوانانو د زده کړو په مخنیوي کې رول درلودلي دي.
عدالت په عمل کې راتلای شي
عدالت په عمل کې راتلای شي
څنګه به عدالت راشي، چې زه ستا ملاتړې واوسم اوته زما سرسخت رقیب. زه تاته وایم چې ته غل يې او ته ماته وايي، چې ته غل يي. نو ښه حاکم سړی بیا څوک ده؟ ولې دغه هیواد دومره دبې عدالتۍ په راګیر شوي دام کې دپرمختګ لوري ته ځان نه باسي، چې ښه کس پکې هم د فساد په تور ککړ وي او هغه چې فساد کې ښکیل وي، نو بیا دومره ځان په خلکو کې محبوب وشمیري ته به وايي، چې رښتیا هم دغه کس دفساد پر وړاندې لوی مبارز دی. ښه سړی به خامخا د تهمتونو څخه خالي نه وي، ټولنه به هم ورته ځانګړې درناوی نه کوي او دخپلې ادارې کارکوونکي به وايي، چې مخ يې هم ونه ګورم.
دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده
دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده
ژمی دکال یخین اوسوړ موسم دی، چې ګڼ شمیر وګړي ورسره په تکلیف وي، ځکه زموږ دهیوادوالو اقتصادي وضعیت دومره پیاوړې نده، چې دغه موسم ته دوی خوښ واوسي، بلکې د دوی اقتصادي وضعیت هم ګواښي، خو څنګه کولي شو، خپلې چارې دژمې په دغه موسم کې مهار کړو، ترڅو اقتصادي ګواښ سره مخ نشو.
ددې لپاره باید کوښښ وشي، چې دولت دهغو هیوادوالو چې دژوند اقتصاد يې په خرابیدو ده، په منظم ډول سروې ترسره کړي، ترڅو مرستندویي موسسې د بیوزلو لوري ته راجلب او نیستمنو هیوادوالو سره دخوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وکړي.
دخلکو ترمنځ دبې باوري سرچینې
دخلکو ترمنځ دبې باوري سرچینې
په ټولنه کې دخلکو ترمنځ بې باوري ولې دومره زیاته شوې؟ لاملونه او دحل لارې څه دي، چې د ولسونو ترمنځ دغه تشه د اعتماد په درلودو سره ډکه شي.
که د نړۍ نورو هیوادونو ته وګورو په لومړۍ سر کې دهغو هیوادونو ښوونیز او پوهنیز ه کچه ترافغانستان لوړه ده، خو زموږ په هیواد کې دڅو لسیزو دوام لرونکي جګړې هغه څه زیږولي دي ، چې په ولسونو کې د بې باورۍ فضاء يې رامنځته کړې ده، چې تراوسه ددغه ستر ناورین ریښې ندې له منځه تللي، ځکه اوس هم دیو او بل په نوم چې کومې نادرۍ شتون لري، ولسونه هم په آزاده فضا کې دیو بل سره خپل اندونه او نیوکي نشي شریکولای.
د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۳۹۶ ښوونیز کال د عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو سرټکي
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۳۹۶ ښوونیز کال د عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو سرټکي
د ۱۳۹۶ ښوونیز کال په لومړیو کې د ۶۴۳۴ نجونو په ګډون ۱۸۶۳۸ تنه نوي زده کوونکي په ۳۰۸ تعلیمي مرکزونو جذب او تر زده کړو لاندې نیول شوي دي.
یو نوی تاسیس شوی ښوونځی د زده کوونکو پر مخ پرانېستل شوی، دوه لومړني ښوونځي د منځني ښوونځي او یو منځنی ښوونځی د لېسې کچې ته ارتقاع شوي دي.
۱۳۰رسمي ښوونکي، ۴۵۰ حق الزحمه ښوونکي، ۴۱ ښځینه باالمقطع ښوونکې، ۱۴ مامورین او۱۰۰ د لیک لوست قرار دادي ښوونکي نوي پر دندو ګومارل شوي دي.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس الحاج محمد شاه پیمان د ۹۰ زره افغانیو په شخصي لګښت د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو او کمالخیلو د نجونو ښوونځیو لپاره د لمریزې انرژي په مټ د اوبو را اېستلو سیستم فعال کړی دی.






































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























