Home خانه
د لوګر ښوونځیو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو
د لوګر ښوونځیو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو پر ۲۷۵ ښوونځیو د ښوونیز نصاب د نوېو چاپ شوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو.
د یاد بهیر د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې سرپرست او تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام او د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست استازو ګډون کړی وو.
په لوګر کې له ۱۳ دیني مدرسو سره د خوراکي موادو وشوه
په لوګر کې له ۱۳ دیني مدرسو سره د خوراکي موادو وشوه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ له ۱۳ لیلیه لرونکو دیني مدرسو سره د یوه خیریه بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د پوهنې له آمریت سره په همغږۍ د حضرت عمر فاروق (رض) خیریه بنسټ د لوی خدای (ج) د رضا او ثواب حاصلولو په موخه کړې ده.
په لوګر کې یوه ځوان ۷۰۰ زده کوونکو ته په وړیا ډول یو کلن ښوونیز پروګرام پیل کړ
په لوګر کې یوه ځوان ۷۰۰ زده کوونکو ته په وړیا ډول یو کلن ښوونیز پروګرام پیل کړ.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د غیرت آباد او بیدک په سیمو کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت ۷۰۰ زده کوونکو ته بیا ځلې د وړیا زده کړو یو کلن ښوونیز کورسونه پرانیستل.
د یادو کورسونو د پرانیستنې په مراسمو کې د مرکز پل علم د پوهنې آمریت د نظارت آمر انجینر اسدالله عباسي، ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ مسوولانو ، ګڼو دیني عالمانو، قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخېستې وه.
په لوګر کې د نظارت آمرانو او غړو د کاري پلانونو او راپورونو جوړولو د نوې طریقې روزنه تر لاسه کړه
په لوګر کې د نظارت آمرانو او غړو د کاري پلانونو او راپورونو جوړولو د نوې طریقې روزنه تر لاسه کړه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د نظارت آمرانو او غړو ته د میاشتني، ربعوار او کلني پلانونو او راپورونو د جوړولو او لیکلو د نوې طریقې روزنه ورکړل شوه.
دا روزنه د پوهنې ریاست د سمون او همغږۍ آمریت ورکړه، چې موخه یې د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو او راپورونو د نوي فارمټ سره د هغوی بلدول وو.
په لوګر کې د یوه ښوونځي له ۱۵۰ غریبو زده کوونکو سره مرسته وشوه
په لوګر کې د یوه ښوونځي له ۱۵۰ غریبو زده کوونکو سره مرسته وشوه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، رمضان المبارک ۱۵ مه ، حمل ۱۷ مه

د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د خواجه محمد اکبر خان د هلکانو د منځني ښوونځي له ۱۵۰ غریبو زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وشوه.
یاده مرسته د پوهنې ریاست او د پوهنې ښاري آمریت په پوره همغږۍ د خواجه محمد اکبر خان خیریه بنسټ زده کړو ته د زده کوونکو د لاهڅونې په موخه وکړه.
د لوګرپه جهادي مدرسه کې د نیالګیو کېنولو حشر وشو
د لوګرپه جهادي مدرسه کې د نیالګیو کېنولو حشر وشو .
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، رمضان المبارک ۱۵ مه، حمل ۱۷ مه

د لوګر ولایت د جهادي دیني مدرسې مسوولانو ، استادانو او طالب العلمانو د نیالګیو کېنولو حشر ترسره کړ.
دغه حشر د پوهنې ریاست د مقام په لارښوونه پر لاره اچول شوی و، چې موخه یې د همدې دیني مدرسې چاپېریال شنه کول دي.
د لوګر د ښوونځیو له درسونو جدي څارنه کېږي
د لوګر د ښوونځیو له درسونو جدي څارنه کېږي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهار شنبې، رمضان المبارک ۱۴ مه ، حمل ۱۶ مه
نور انځورونه دلته وګورۍ
![]() |
![]() |
![]() |
|
![]() |
|
![]() |
|
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۷۵ حکومتي او ۲۴ خصوصي ښوونځیو د درسونو له بهیره په دقت سره څارنه کېږي.
یاده څارنه د پوهنې ریاست او د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ګډ نظارتي ټیمونه چې د نظارت مسلکي غړي دي کوي.
په لوګر کې ۱۲۰ نجونو د محمدي دارالعلوم لپاره د داخلې ازموینه ورکړه
په لوګر کې ۱۲۰ نجونو د محمدي دارالعلوم لپاره د داخلې ازموینه ورکړه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، رمضان المبارک ۱۲ مه، حمل ۱۴ مه

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د بېلا بېلو لېسو له دولسم ټولګي ۱۲۰ فارغو نجونو څخه د محمدي عالي دارالعلوم ته د داخلې ازموینه واخېسته
دا ازموینه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لارښوونې له مخې په یاد دارالعلوم کې د نجونو د جذب او هم دوی ته د دیني زده کړو د زمینې برابرولو په موخه واخېستل شوه.
په لوګر کې ۱۸۱ تنو نجونو د محمدي عالي دارالعلوم ته د شمولیت ازموینه ورکړه
په لوګر کې ۱۸۱ تنو نجونو د محمدي عالي دارالعلوم ته د شمولیت ازموینه ورکړه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، رمضان المبارک ۱۱ مه، حمل ۱۳ مه

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د دولسمو ټولګیو له ۱۸۱ تنو فارغو شوېو نجونو څخه د محمدي عالي دارالعلوم لپاره د شمولیت ازموینه واخېستل شوه.
یاده ازموینه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لارښوونې له مخې واخېستل شوه، چې د ازموینې ټولې ګډون والې د تېرو څو کلونو د دولسمو ټولګیو فارغینې وې.
د لوګر په ښوونځیو کې درسونه په منظم ډول روان دي
د لوګر په ښوونځیو کې درسونه په منظم ډول روان دي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۰ مه، حمل ۱۲ مه
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |
|
![]() |
,, |
![]() |
|
![]() |
![]() |
![]() |
|
![]() |
![]() |
![]() |
د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ۲۷۵ ښوونځیو کې د زده کړو بهیر په نور مال ډول روان دی او په عملي ډول زده کوونکو ته په کې درسونه ورکول کېږي.
د نوي ښوونیز کال په پیل سره سم په یادو ټولو ښوونځیو کې د درسونو پیل ته بشپړ چمتوالی نیول شوی، چې له مخې یې درسونه په عادي بڼه روان دي.
د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پوهنې له آمریت سره د نیالګیو مرسته وشوه
د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پوهنې له آمریت سره د نیالګیو مرسته وشوه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، رمضان المبارک ۷ مه، حمل ۹ مه

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د پوهنې له آمریت سره د یوه ښوونځي مدیر د دولس سوه زردالو نیالګیو مرسته وکړه.
دغه مرسته د همای د منځني ښوونځي مدیر عبدالمبین د دیني مدرسو او ښوونځیو د چاپېریال د زرغونولو لپاره کړې ده، چې شاوخوا شپېته زره افغانۍ ارزښت لري.
اطلاعیه
خبرتیا
د لوګر ځینو ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو ته د خیمو وېش پیل شو
د لوګر ځینو ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو ته د خیمو وېش پیل شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهار شنبې، شعبان المعظم ۲۹ مه، حمل ۲ مه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو یو شمېر ودانۍ او سرپناه نه لرونکو ښوونځیو ته د عصري او مجهزو خیمو وېش پیل شو .
دا خیمې،چې شمېر یې ۷۶ ته رسیږي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) مرسته شوې خیمې دي.
یادې خیمې هغو ښوونځیو ته ورکول کېږي، چې ودانۍ او سرپناه نه لري او په آزاده فضا کې زده کوونکي یې زده کړې کوي.
دغه ټولې خیمې ۲۴ متر مربع دي، شاوخوا ۹۸ زره او ۸۰۰ امریکایي ډالره ارزښت لري، چې د یوه ټولګي زدهکوونکو ته بسنه کوي.
په لوګر کې نږدې ۷۸ زرو ښوونکو او زده کوونکو ته درسي توکي وېشل کېږي
په لوګر کې نږدې ۷۸ زرو ښوونکو او زده کوونکو ته درسي توکي وېشل کېږي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهار شنبې، شعبان المعظم ۲۹ مه، حمل ۲ مه

په لوګر ولایت کې د نوي ښوونیز په پیل سره سم د ۲۷۵ ښوونځیو ۲۳۰۴ تنو ښوونکو او ۷۵۶۶۰ تنو زده کوونکو ته درسي توکي ورکول کېږي.
د دغو درسي توکو د وېش بهیر سر له نن ورځې پیل شو، چې تر دوو اونیو په کمه موده کې به ټولو ښوونځیو ته ورسول شي.
په لوګر کې نوی ښوونیز کال پیل شو
په لوګر کې نوی ښوونیز کال پیل شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۲۸ مه، حمل لومړۍ نېټه

په لوګر ولایت کې ۱۴۰۲ ښوونیز کال د خاصو شاندارو مراسمو په جوړولو او د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره رسماً پیل شو.
د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې،چې د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع،د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز او د ده مرستیالانو، د یو شمېر ادارو مسوولینو، ځینو جیدو علماوو، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
په لوګر کې ۱۵ تنه زده کوونکي د انګلیسې ژبې له کورس څخه فارغ شول
په لوګر کې ۱۵ تنه زده کوونکي د انګلیسې ژبې له کورس څخه فارغ شول.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۲۱ مه، کب ۲۳ مه

په لوګر ولایت کې د انګلیسي ژبې د زده کړې له یوه خصوصي کورس څخه ۱۵ تنه زده کوونکي فارغ او فراغت لیکونه ورکړل شول.
په یاده فراغت غونډه کې د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري، د نوي مسلم د خصوصي کورس مسوولانو، استادانو، فارغو شویو زده کوونکو او د دوی کورنیو برخه اخیستې وه.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ ۸۰ تنو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
د لوګر د ازرې ولسوالۍ ۸۰ تنو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ٢١مه، کب ٢٣ مه

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د ۱۷ ښوونځیو ۸۰ تنو ښوونکو ته د پوهې د سطحې د لوړولو لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز جوړ کړی، چې موخه یې د ښوونځیو د تدریس کیفیت او هم د ښوونکو د پوهې د سطحې لوړول دي.








































































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























