Home خانه
د لوګر په ښوونځیو کې درسونه په منظم ډول روان دي
د لوګر په ښوونځیو کې درسونه په منظم ډول روان دي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۰ مه، حمل ۱۲ مه
,, | |||
د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ۲۷۵ ښوونځیو کې د زده کړو بهیر په نور مال ډول روان دی او په عملي ډول زده کوونکو ته په کې درسونه ورکول کېږي.
د نوي ښوونیز کال په پیل سره سم په یادو ټولو ښوونځیو کې د درسونو پیل ته بشپړ چمتوالی نیول شوی، چې له مخې یې درسونه په عادي بڼه روان دي.
په دې ولایت کې ۷۶ لېسې، ۷۸ منځني او ۱۲۱ لومړني شتون لري،چې په دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۴۲۶۷۳ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
په نوموړو ښوونځیو کې ښوونکو او زده کوونکو ته د زده کړو اړین امکانات برابر شوي، چې زده کوونکي یې هم په شور او شوق خپلو درسونو ته حاضر شوي.