Home خانه
د لوګر د ښوونځیو له درسونو جدي څارنه کېږي
د لوګر د ښوونځیو له درسونو جدي څارنه کېږي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهار شنبې، رمضان المبارک ۱۴ مه ، حمل ۱۶ مه
نور انځورونه دلته وګورۍ
د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۷۵ حکومتي او ۲۴ خصوصي ښوونځیو د درسونو له بهیره په دقت سره څارنه کېږي.
یاده څارنه د پوهنې ریاست او د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ګډ نظارتي ټیمونه چې د نظارت مسلکي غړي دي کوي.
نظارتي ټیمونه په درسي ټولګیو کې ښوونیزې چارې څاري ، د ښوونکو عملي درسونه ارزوي ، د زده کوونکو ستونزې څېړي او هم غیر حاضر ښوونکي غیر حاضروي.
یاده څارنه د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم پیل شوې ده،چې له مخې یې هره ورځ حکومتي او خصوصي ښوونځي په دقت سره څارل کېږي.