Home خانه
د لوګر عالي دارالمعلمین لپاره ۲۶ نوي ښځینه مسلکي ښوونکې ګومارل کېږي
د لوګر عالي دارالمعلمین لپاره ۲۶ نوي ښځینه مسلکي ښوونکې ګومارل کېږي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، ذوالقعدې ۲ مه ، جوزا لومړۍ نېټه
د لوګر ولایت عالي دارالمعلمین ته د ۲۶ نوېو ښځینه قرار دادي مسلکي ښوونکو د ګومارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه.
یاد ښوونکې د پوهنې ریاست د ښوونکو روزنې آمریت په غوښتنه،د پوهنې وزارت د هدایت له مخې د یونیسف په مالي ملاتړ مقرریږي.
په دې ازموینه کې له پوهنتونونو څخه ۴۰ فارغو شوېو د کدر نومرو لرونکو میرمنو ګډون کړی و،چې له ډلې به یې ۲۶ بریالۍ او د لوړو نومرو اخیستونکي مقررې شي.
د لوګر پر ۱۴۷ خصوصي دیني مدرسو د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو
د لوګر پر ۱۴۷ خصوصي دیني مدرسو د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، ذوالقعدې لومړی، ثور ۳۱ مه

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې پر ۱۴۷ لیلیه لرونکو مستحقو خصوصي دیني مدرسو د نغدي مرستو بهیر پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې چې د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید په ګډون والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني ، د دفتر رئیس مولوي میرویس وحید الله ، د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز او د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال مفتي سید ضیاً الاحمد صارم احمدآغا په کې برخه اخیستې وه.
الحاج محمد شاه پیمان ته د مطبوعاتي فعالیتونو په ویاړ ستاینلیک ورکړل شو
الحاج محمد شاه پیمان ته د مطبوعاتي فعالیتونو په ویاړ ستاینلیک ورکړل شو.

الحاج محمد شاه پیمان د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې له خوا په رسنیز ډګر کې د مطبوعاتي فعالیتونو د ترسره کولو له امله په ستاینلیک وستایل شو.
یاد ستاینلیک د لوګر لپاره د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول موسی عدیل او د اطلاعاتو آمر امین الله صفا له خوا د پیمان خیریه بنسټ اداري مرستیال محمد شاه پور عرب ته سپارل شوی دی.

په ورکړل شوي ستاینلیک کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې په رسنیز ډګر کې د الحاج محمد شاه پیمان مطبوعاتي هلې ځلې ستایلې دي او د مطبوعاتو په برخه کې یې ده ته یې د لابریالیتوب هیله کړې ده.
د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو د میاشتني حساب ورکونې غونډه جوړه شوه
د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو د میاشتني حساب ورکونې غونډه جوړه شوه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شوال ۱۷ مه، ثور ۱۷ مه

د لوګر ولایت د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو د میاشتني حساب ورکولو غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د پوهنې او د پوهنې سکتور د عمومي رئیس مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ جوړه شوې وه،چې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو مسوولینو په کې برخه لرله.
د لوګر په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ورکولو لړۍ پیل شوه
د لوګر په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ورکولو لړۍ پیل شوه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شوال ۱۶ مه، ثور ۱۶ مه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په شته ۲۷۵ ښوونځیو کې زرګونو زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ورکولو پروسه پیل شوه.
یاده پروسه د پوهنې وزارت او د پوهنې ریاست د مسوولینو د لارښوونې له مخې پیل شوه، چې شاوخوا یوه اوونۍ به دوام ولري.
د لوګر ۱۴۰ اوسېدونکو لپاره زده کړو ته د ماشومانې د هڅونې او لاس رسي په موخه ورکشاپ پیل شو
د لوګر ۱۴۰ اوسېدونکو لپاره زده کړو ته د ماشومانې د هڅونې او لاس رسي په موخه ورکشاپ پیل شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شوال ۱۲ مه، ثور ۱۲ مه

د لوګر ولایت ۱۴۰ تنو اوسېدونکو لپاره زده کړو ته د ماشومانو د هڅونې او لاس رسي په موخه د عامه پوهاوي درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد روزنیز پروګرام د پرانیستنې په مراسمو کې د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري او له خطر سره مخ ماشومانو نړېوالې موسسې ولایتي مسوول سعدالله فطرت برخه اخیستې وه .
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د نجونو زده کړو لپاره د محمدي عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د نجونو زده کړو لپاره د محمدي عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، شوال ۱۳ مه، ثور ۱۳ مه

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سرخ آباد د نجونو په لېسه کې د نجونو د زده کړو لپاره د محمدي عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه.
د یادې څانګې د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال او په دې ریاست کې د پوهنې وزارت د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدو مسوول مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي او په دې داراالعلوم کې شامل شویو نجونو برخه اخیستې وه.
په لوګر کې د زیري خصوصي ښوونځي اداري او تدریسي چارې وارزول شوې
په لوګر کې د زیري خصوصي ښوونځي اداري او تدریسي چارې وارزول شوې.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، شوال ۱۱ مه، ثور ۱۱ مه

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري له خوا د زیري خصوصي ښوونځي اداري او تدریسي چارې وارزول شوې.
نوموړی نن له غرمې مخکې یاد ښوونځی ته تللی و څو د دغه ښوونځي روان درسي بهیر له نږدې وګوري او هم د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې ، غوښتنې او وړاندیزونه واوري.
د لوګر یوه زده کوونکي سیند ته د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
د لوګر یوه زده کوونکي سیند ته د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شوال ۱۰ مه، ثور ۱۰ مه

د لوګر د ازرې ولسوالۍ د رضاخیلو ښوونځي د پنځم ټولګي یو تن زده کوونکی صدیق الله سیند ته د لوېدو له امله په حق رسېدلی دی.
دا زده کوونکی وړمه ورځ د خپلې درملنې په موخه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته تللی و،چې بیا وروسته د چکر پر مهال د جلال آباد سیند ته غورځېدلی دی.
د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی تاسیس شو
د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی تاسیس شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شوال ۱۰ مه، ثور ۱۰ مه

د لوګر د خروار ولسوالۍ د هیرګڼه په کلي کې د محمدي په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس او د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
یاد ښوونځی د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د نظارت نوی آمر معرفي شو
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د نظارت نوی آمر معرفي شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شوال ۹ مه، ثور ۹ مه

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې آمریت لپاره مولوي عنایت الله عادل د نظارت آمر په توګه معرفي شو.
د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام ، د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز مسوول ښوونمل قاري محمد یعقوب اورمړ او د پوهنې آمر عبدالواحد زبیر برخه اخېستې وه.
د پل علم د پوهنې آمریت خپلو اړوندو ښوونځیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه
د پل علم د پوهنې آمریت خپلو اړوندو ښوونځیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شوال ۹ مه، ثور ۹ مه

د لوګر ولایت مرکز پل علم د پوهنې ښاري آمر یت خپلو اړوندو ۹۱ حکومتي او خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.
دا غونډه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري، د نظارت آمر انجینر اسدالله عباسي او په پل علم کې د شته د ۹۱ حکومتي او خصوصي ښوونځیو مسوولینو په کې ګډون کړی و.
د لوګر د پوهنې ریاست په نږدې ۷۸ زره ښوونکو او زده کوونکو درسي توکي وېشلي
د لوګر د پوهنې ریاست په نږدې ۷۸ زره ښوونکو او زده کوونکو درسي توکي وېشلي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، شوال ۶ مه، ثور ۶ مه

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د خپلو شته ۲۷۵ ښوونځیو پر ۲۳۰۴ ښوونکو او ۷۵۶۶۰ زده کوونکو درسي مواد وېشلي دي.
یاد وېشل شوي درسي مواد د یونیسف موسسې مرسته شوي درسي مواد دي چې شاوخوا ۳۵۸ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.
د لوګر یوه ښوونځي ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو ایستلو سیستم فعال شو
د لوګر یوه ښوونځي ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو ایستلو سیستم فعال شو.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شوال ۵ مه، ثور ۵ مه

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د رستم خیلو د هلکانو لېسې ته د لمریزې برېښنا پر مټ له څاه څخه د اوبو ایستلو سیستم فعال شو.
یاد سیستم د پوهنې له آمریت سره په همغږۍ د ښوونځي ادارې په هلو ځلو د زده کوونکو د والدینو په مالي مرسته فعال شوی دی.
په لوګر کې د شهید الحاج غلام نبي سمسور لېسې ودانۍ ورغول شوه
په لوګر کې د شهید الحاج غلام نبي سمسور لېسې ودانۍ ورغول شوه.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شوال ۵ مه، ثور ۵ مه

د لوګر ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند د شهید الحاج غلام نبي سمسور د هلکانو لېسې ودانۍ بېرته ورغول شوه.
د دغې لېسې ودانۍ د پوهنې ریاست د انجینرۍ مدیریت په همغږۍ د آی. آر. سي موسسې په مالي لګښت رغول شوې ده.
د بیا رغونې په دې چاره کې د ښوونځي ودانۍ ټولو برخو ته نوی رنګ ورکړل شوی او هم ټولې تخریب شوې برخې یې پلاستر او بېرته رغول شوې دي.
په لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې
په لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، رمضان المبارک ۲۷ مه، حمل ۲۹ مه

په لوګر ولایت کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د ۳۲ زیانمن شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې .
دغه ښوونځي د پوهنې ریاست د مسوولینو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د انجینرۍ مدیریت په تفاهم او همغږۍ د آی. آر. سي موسسې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بېرته رغول کېږي.
د لوګر ریاست مسوولینو ؛ د پوهنې وزارت په انلاین ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ
د لوګر ریاست مسوولینو ؛ د پوهنې وزارت په انلاین ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، رمضان المبارک ۲۵ مه، حمل ۲۷ مه

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو د پوهنې وزارت د درې کلن پراختیایي پلان د طرحې شریکولو په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړ.
دا انلاین ویډیو کنفرانس د پوهنې وزارت د پلان ریاست له خوا نن تر غرمې مخکې جوړ شوی و، چې د لوګر د پوهنې ریاست د مسوولینو په ګډون د پوهنې د ۲۵ ولایتي ادارو مسوولانو په کې ګډون کړی وو.
د لوګر د پوهنې لنډ راپور
د لوګر د پوهنې لنډ راپور
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، رمضان المبارک ۲۶ مه، حمل ۲۸ مه

د لوګر ولایت په شته ۲۷۵ ښوونځیو کې درسونه ښه پرمخ روان دي او هم په ټولو درسي ساعتونو کې يې ښوونکي منظمه حاضري ورکوي.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د راپورونو له مخې، چې په ښوونځیو کې ښه درسونه موجود دي، ښوونکي هم زده کوونکو ته ښه درسونه ورکوي او شاګردان هم په ډېرې لېوالتیا سره خپلو درسونو ته حاضریږي.
د لوګر یوه منځني ښوونځي ؛ لېسې ته ارتقا وکړ
د لوګر یوه منځني ښوونځي ؛ لېسې ته ارتقا وکړ٠
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، رمضان المبارک ۲۲ مه، حمل ۲۴ مه

د لوګر ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند د کمال خیلو د هلکانو منځني ښوونځي د لېسې کچې ته ارتقا وکړ.
نوموړی ښوونځی پر ۱۳۷۹ لمریز کال تاسیس شوی، چې په کې د ۶۷۷ په شاوخوا کې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې خلکو په خپلو شخصي پیسو ښوونځي ته ځمکه واخیسته
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې خلکو په خپلو شخصي پیسو ښوونځي ته ځمکه واخیسته.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د بنډوکه ګرمابه کلي اوسېدونکو په خپلو شخصي پیسو د نجونو د یوه ښوونځي جوړولو لپاره ۱۳ بسوې ځمکه واخیسته.
یاده ځمکه خلکو په خپله خوښه ؛ د ګرمابه د نجونو منځني ښوونځي ته د څه باندې یو نیم میلیون افغانیو په بدل کې اخېستې ده.
د اخیستل شوې ځمکې قباله د یادې سیمې قومي مشرانو د پوهنې آمریت ته سپارلې ده څو نوموړي ښوونځي ته پرې ودانۍ جوړه شي.





































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























