Home خانه
د لوګر ریاست مسوولینو ؛ د پوهنې وزارت په انلاین ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ
د لوګر ریاست مسوولینو ؛ د پوهنې وزارت په انلاین ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، رمضان المبارک ۲۵ مه، حمل ۲۷ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو د پوهنې وزارت د درې کلن پراختیایي پلان د طرحې شریکولو په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړ.
دا انلاین ویډیو کنفرانس د پوهنې وزارت د پلان ریاست له خوا نن تر غرمې مخکې جوړ شوی و، چې د لوګر د پوهنې ریاست د مسوولینو په ګډون د پوهنې د ۲۵ ولایتي ادارو مسوولانو په کې ګډون کړی وو.
په یاد کنفرانس کې د پوهنې وزارت د پوهنې د ولایتي ریاستونو مسوولانو ته د خپل جوړېدونکي درې کلن پراختیایي جوړولو طرحه تشریح کړه او د ولایتي ادارو له مسوولانو یې غوښتنه وکړه، چې د دغې پراختیایي طرحې د جوړولو په اړه خپلې مشورې او نظریې له دوی سره شریکې کړي.