Home خانه
شهید عزت خان
شهید عزت خان د لوګر ولایت د ازری ولسوالی په اکبر خیلو کلی کی زیږدلی وه لومړنی زدکړی د ازری مرکزی لیسه او د کابل رحمن بابا په په عالی لیسی کی بشپړی کړی د۱۲ ټولګی له فراغت ورسته د ده شوق اوعلاقی پربنسټ د کابل نظامی مرکز کی جذب او د نظامی زدکړو په بشپړید د ملی پوځ په قطعاتو کی شامل شو.
!په ولسي جرګي كي د لوګر ولايت د منتخب استازي الحاج محمداكبرستانكزي د شهيدانو د اوني په مناسبت پيغام
د خداى پاك په لار كښې شهيدانو ته مړه مه وايئ ‘ هغوي ژوندي دي ، ليكن تاسو نه پوهيږئ. په رښتيا چي شهادت ډير لوړي مقام لري لومړی زه د ټولو شهيدانو کورنيو ته د زړه له کومې تسليت وايم او د پاک پروردګار له درباره په فردوس جنت کې د شهيدانو لپاره د ډېر لوړ مقام غوښتونکي يم.
د لوګر د پوهنې رئیس په اداري غونډه کې ګډون وکړ
پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، وږي ۱۷مه
د لوګر د پوهنې رئیس د والي مرستیال په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونۍ په جوړه شوې اداري غونډه کې نن برخه واخیسته.
دغه غونډه چې د ولایت مقام د غونډو په تالارکې د والي مرستیال ښاغلي فیض محمد "میرزا زاده" په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.
لاریون کوونکو خپل تحصن ته د پای ټکې کیښود
خبریال: شیرمحمد((ستانکزی))
د لوګر ولایت اوسیدونکو دیوې میاشتې دتحصن وروسته خپل تحصن يي پای ته ورسول او دتحصن خیمې يي ړنګې کړې. دغه تحصن په دې رامنځته شوې ؤ، چې په لوګر کې دوالي اوښاروال لخوا دلوړپوړو ودانیو پلورل او دشنوساحوبدلول په تجارتي ساحوباندې، چې په پایله کې دلوګراوسیدونکو دپراخو لاریون په ترسره کولو او دتحصن خیمې په لګولوسره دیوې میاشتې وروسته ددوی غوښتنوته مرکزي دولت پاملرنه وکړه اوتحصن کوونکوخپل تحصن ته دپای ټکی کیښود.
د لوګرد پوهنې ریاست کې د پوهنې سکتوري غونډه جوړه شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، وږي ۱۶مه
د لوګر د پوهنې رئیس په مشرۍ د پوهنې سکتور اړوند ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د پوهنې شپږمه سکتوري غونډه نن جوړه شوه.
دغه غونډه چې د پوهنې ریاست د مقام په دفتر کې د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر "ستانکزي" په مشرۍ جوړه شوې وه د پوهنې په سکتور کې د شاملو ریاستونو منسوبینو پکې ګډون کړی وه.
سر انجام خیمه تحصن کنندگان لوگر بر داشته شد
پس از یک ماه تحصن کنندگان ولایت لوگر امروز خمیه تحصن خود را بعداز پذیزفتن یکی از خواسته های شان که همانا توقف فروش وتوزیع نمرات ساحه چوب فروشی شهر پل علم بود بر داشتند.
مولوی سمیع الحق راشد سخنگوی کمیسیون تظاهرات وتحصن کنندگان ولایت لوگر امروز طی گردهمایی که در خمیه مذکور برگزار شده بود گفت که یکی از خواست های مشروع باشندگان ولایت لوگر از سوی ارگان های محلی پذیرفته شده است و رییس ارگان های محلی در مورد پذیرفتن دو خواست دیگر انها وعده واطمینان داده است .
د لوګرد پوهنې ریاست منسوبینو په خپلو ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره ټولو ښه زمینه برابره کړې ده
د لوګرد پوهنې ریاست منسوبینو په خپلو ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره د نورو آسانتیاوو ترڅنګ د سپورت په برخه کې هم تر ټولو ښه زمینه برابره کړې ده.
جنرال عنایت برک
هغه وطن فروش خاین دی چی پرون یی د لندن د کانفرانس د شروع کیدو نه وړاندي سیاسي پنا وغښته،عنایت برک د پنجشیر ولایت اوسیدونکی او بسم الله د دفاع وزیر نږی خپلوان دی. څه موده وړاندي ښاغلي کرزی ورته د شجاعت مډال هم ورکه عنایت خاین په دې کړني د ټول پنجشیر شجاعت او میړاني ته ضربه ورسوله، مرګ په دې خاین.
د لوګر ولايت محمدآغې ولسوالۍ د مغل خيلو کې
د ستانکزيو د ټولنيزې او قومي شورا رئيس حاجي عبدالمعروف ستانکزی او د جګدلک د کلي د ځينو مشرانو ګډ انځور . د جګدلک څخه مغل خيلو ته يو ګډ سفر او چكر .
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي د ستونزې د حل غونډه وشوه
شاه پور د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر پل علم چهارشنبه، وږي ۱۲مه
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو لپاره د منظور شوي ښارګوټي پر وړاندې د راپیدا شوي ستونزې د هواري په مؤخه نن غونډه جوړه شوه. دغه غونډه، چې د یادې ولسوالۍ د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه، والي ښاغلي نیازمحمد "امیري" ، د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر "ستانکزي" ، ولسوال ښاغلي بسم الله "خوشیوال" ، د پوهنې آمرښاغلي الحاج عبدالقیوم "احمدي" ، د ښارجوړونې وزارت انجینرانو، قومي مشرانو، د ښوونځیو آمرانو او سرښوونکو پکې برخه اخیستې وه.
سنگ کرومایت لوگر به پاکستان قاچاق می شود
شماری از شرکتهای استخراجی به شکل غیرقانونی دهها هزار تن سنگ کرومایت را از ولایت لوگر جمع آوری و سپس به پاکستان انتقال داده اند.
این یافته ها نشان می دهد که برخی از شرکت ها پس از جمع آوری سنگ کرومایت از ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر، از مقام های وزارت معادن و پترولیم اجازه خواسته اند که این سنگها را بدون پروسس به پاکستان صادر کنند.
!ټولو د مس عینک د ټیم مینه والو ته دی مبارک وی
(اکرم )
دا چې تاسی ته بهتره معلومه ده په سږ کال شپږیزی ټورنمنټ کې پنځو قوی زونونو برخه درلوده چی د هغې له جملی څخه بند امیر ښاماران. مس عینک اتلان .بست ساتوونکی .امو نهنګان او سپین غر زمریان وو هر یوه واقعا خپله وړتیا وښوده .
د ټاکنو پایلي دي ژر تر ژره اعلان شي
د لوګر د مدني ټولنو د اتحادیه اعلامیه
د لوګر د مدني ټولني اتحادي دیوي ستري غونډي په ترڅ کې دافغانستان د ټاکنوخپلواک کمیسیون څخه غوښتنه وکړه چې ژر ترژره دي،دافغانستان دولسمشري ټاکنو پایلي اعلان کړي.
ددغه ولایت د مدني ټولنو مشر خان ولي احمدزي وویل اوس مهال دلوګر په ګډون دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونوکې ناامني،ترور،قتل،غلا، انسان تښتونه،د ځوانانو بي کاري هغه څه دي په بیلا بیلو ولایتونوکې ګډوډي جوړه کړي ده .
د مس عینک لوبډلې لوبغاړو پیاوړې لوبه وکړه، او سیالي یې په خپله ګټه تمامه کړه
عیسی خیل
نن د شپږیزو سیالیو اخرنې (فاینل) لوبه د بندې امیر او مس عینک لوبډلو تر منځ وه، موږ ډير کوښښ وکړو چې لوبه په خپله ګټه تمامه کړو، لوبغاړو ډيره په زړه پورې لوبه وکړه خو قسمت یاري ونه کړه، او د مس عینک لوبډلې لوبغاړو زموږ څخه زیاته پیاوړې لوبه وکړه، او سیالي یې په خپله ګټه تمامه کړه.
په لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې
شاه پور د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر خبرپاڼه سه شنبه، وږي ۱۱مه
د لوګر د مرکزاو دریو ولسوالیو د ښوونځیو ترمنځ د فوټبال ، والیبال او کرکټ د غوره لیګ لس ورځنۍ سیالۍ نن پای ته ورسول شوې.
په هغه غونډه کې، چې د پل علم ښار اړوند د کوچیانو د لیسې په لوبغالې کې پر غوره لوبډلو باندې د برابره شویو جایزو او ستاینلیکونو د ډالۍ کولو له امله جوړه شوې وه د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیال وزیراحمد "مومند" په ګډون د بدني روزنې مدیر نثاراحمد "نوري" او په دې لوبه کې د برخه اخیستونکولیسو آمرانواو سرښوونکو برخه اخیستې وه.
په لوګر ولایت کې د جګړو ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه
شیرمحمد ((ستانکزی))
پرون د وږې په لسمه دلوګر ولایت د بره کي برک او څرخ ولسوالیو د جنګ ځپلو ۲۱ تنه کورنیو سره د وړکې تجارت او مالداریو مرسته وشوه. د لوګر د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو رئیس طاهرشاه بلال چې د مرستو ورکولو پرمهال شتون درلود زمونږ خبریال ته وویل:
د لوګر د پوهنې رئیس په اداري غونډه کې ګډون وکړ
شاه پور پل علم ، د لوګر دپوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، وږي ۱۰مه
د لوګر د پوهنې رئیس د والي مرستیال په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونی په جوړه شوې اداري غونډه کې نن برخه واخیسته.
دغه غونډه،چې د ولایت مقام د غونډو په تالارکې د والي مرستیال ښاغلي فیض محمد "میرزا زاده" په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.
په لوګر کې د مرکز پل علم د پاکولو حشر تر سره شو
شیرمحمد (( ستانکزی))
په لوګر کې د چاپیریال ساتنې د نړۍ والې ورځې په وياړ د ښار پاکولو حشر وشو. دغه یو ورځنی حشرنن د وږې په ۹مه د لوګر د چاپیریال ساتنې ریاست او د ښاروالي ریاست لخوا او د کلیو او پراخیتا ریاست د ملي ثبات پروګرام په مرسته د ښار د پاکولو په موخه په لار واچول شو.
عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي
د لوګر د ځوانانو ټولنیزه او کلتوري ټولني فرهنګی کمیټي د عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي او اوس مهال دغه کتاب چاري اتیا سلنه بشپړي شوی دي زه ټولو فرهنګیانو ته وړاندي له وړاندي مبارکې وایم عبدالرحمان رحیل د لوګرد ځوانانو ټولنېزي او کلتوري ټولني پياوړي او مشر شاعر دي الله دی تل راته ژوندي لري.
په لوګر کې د کانکور آمازیښتي ازموینه واخیستل شوه
شاه پور د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر خبرپاڼه شنبه، وږي ۸ مه
د لوګرپه ولایت کې د سږکال د دولسم ټولګیو له یو شمیر زده کوونکو نه د کانکور ازموینې سره د بلدتیا په مؤخه د کانکور آزمایښتي ازموینه نن واخیستل شوه.
دغه ازموینه د لوګر د پوهنې ریاست په لارښوونه د آذرخش په نوم د یوه خصوصي کورس له خوا د پل علم ښار په لوی جومات کې واخیستل شوه ، چې د سږکال د دولسمو ټولګیو ۳ سوه تنو زده کوونکوپکې ګډون کړی وه.
میس عینک د بند امیر په وړاندی د شپگیزی نه لوبه
بند امیر لوبه په 43 منډو وگټله میس عینک:99 اوټ:10 اورونه:15,2میس عینک لوبه وبایلو ده د بند امیر لوبدلی په 43 منډو باندی بند امیر د 5 لوبغاړو په سوځیدو سره په ټاکلی شل اورونو کی یو سلو دوه سلویشت منډی جوړی کړی او مقابل میس عینک ته یی د یو سلو دری سلویشت منډو هدف کیشود.