Home خانه
په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
لوگر، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر جمعه، غویي ۲۸ مه
په لوگر کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ محمد شریف یوسفزی نن د جمعی ورځ د روژی مبارک په دوهم ورځ د دوه اړینی بیوزلی کورنیو سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا دواړه کورنی د لوګر ولايت په زرغون ښار سيمه کې اوسيږي، یوی ډیر سپین ژیری دی او د بل خاوند څو کاله پخوا مړ شوی او کونډه ده د ګټی یی څوک نشته ماشومان یی واړه دی.
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر پنجشنبه، غویي ۲۷ مه
په ننګرهار کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ تمهیدالله سیلانی نن د روژی مبارک په لمړۍ ورځ د یو اړینی بیوزلی کورنۍ سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا مورکۍ د ننګرهار ولايت په انګور باغ سيمه کې اوسيږي، خاوند يې څو کاله پخوا مړ شوی.
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتودفتر دوشنبه، غویي ۲۴ مه
د پیمان خیریه بنسټ په لوګر کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو،معیوبینو،معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه،چې ۱۱۸۶۷۵ افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۲ کورنیو ته، په هرې کورنۍ د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه،۲۴ کیلو ورېجې،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې پنځو کورنیو ته ۲۲۶۷۵ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې په هرې کورنۍ ۷ زره، ۶ زره، ۴ زره، ۳۶۷۵ او ۲ زره افغانۍ ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
شنبه، غویي ۲۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر
په کابل ښار کې له ۱۷ کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو سره د پیمان خیریه بنسټ د خوراکي موادو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د لوی خدای (ج) د رضا، د ثواب لاسته راوړلو او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ وکړه، چې ټول ټال ۱۰۴۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې ۱۵ کورنیو ته د ۴۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي او دغه راز له دوو نورو کورنیو سره ۵۹۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
۷ تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او څلور کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شو
۷ تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او څلور کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شو
د خپرولو نیټه ۱۳۹۷/۲/۲۱
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر
تیره ورځ د لوګر ولایت د پولیسو ځانکړۍ قطعې د مرکز اړونده متاڼې پله په سیمه کې د چاڼیزعملیاتو پر مهال د دښمن له کمین سره مخ شول چې د دښمن نیول شوی کمین د پولیسو لخوا په شاه وتمبول شو او دواړه خواو نښتي تقریبآ دری ساعته دوام وکړ چې خوشبختانه دښمن ته په کې درنه مرږ ژوبله واوښته.
د کشفي راپور په اساس په یاده نښته کې د دښمن ۷ تنه وژل شوي دی. او یادوني وړ ده چې امنیتي ځواکونو ته کوم تلفات ندی رسیدلی.
همدا شان د یو بل راپور له مخی څلور کړۍ ماینونه د لوګر ولایت په مرکز حصارک کلی، او برکې برک ولسوالۍ اړونده سیمو کې د پولیسو لخوا کشف او له منځه وړل شوې.
په لوګر کې یو تن وسلوال طالب د امنیتې ځواکونو لخوا ژوندۍ ونیول شو
په لوګر کې یو تن وسلوال طالب د امنیتې ځواکونو لخوا ژوندۍ ونیول شو
نیټه ۱۳۹۷/۲/۲۱
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانې مطبوعاتې دفتر
د لوګر ولایت د ازری ولسوالۍ امنیتې ځواکونو یو تن وسلوال مخالف چې رازی خان ولد ناصر خان نومیږی د یادی ولسوالۍ د آکبرخیلو کلی اوسیدونکۍ دی او د وسلوالو مخالفینو د حمید الله نامی سرګروپ غړی هم دی د کوزی چوتری په سیمه کې د یومیل تفنګچه او یو عراده موټرسیکل سره ژوندۍ نیولۍ او اوس مهال د ازری ولسوالۍ له امنیتې ځواکونوسره د بندی دی.
انفجار در یک مرکز ثبتنام در ولایت لوگر
انفجار در یک مرکز ثبتنام در ولایت لوگر
مقامهای ولایتی لوگر، تأیید کردند که صبح امروز در مکتبی در شهرک مهاجرین مرکز این ولایت که بخشی از آن برای مرکز ثبت نام اختصاص داده شده بود، با بم منفجر گردید.
شاه پور احمدزی، سخنگوی پولیس لوگر، گفت که بم ها در مقابل دروازه انگر این مکتب جاه سازی شده بود و امروز حوالی ساعت ۶:۰۰ بامداد، زمانی که هنوز شاگردان به مکتب نیامده بودند، منفجر گردیده است.
به گفتۀ وی، در این انفجار به کسی آسیب نرسیده است؛ اما شیشه های کلکین و دروازه های مکتب شکسته و بخشی از حیاط این مکتب تخریب شده است.
د خواشینی خبر
د خواشینی خبر
د لوګر ولایت دوالي مرستیال قمرالدین شکیب چې دنیکو اخلاقو خاوند وو د دوه ساتونکو او یو باغوان په ګډون دمحمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو د واغجان بازار په منځ کې دطالبانو په کمین کې شهیدان او دولایت مقام ویاند سلیم صالح او داستیناف محکمې رئیس عقیق الرحمن شدید زخمیان شوي دي دا زمونږ دلوګر حال ده .................
دا په واغجان بازار کی اوله پیښه نده خو زمونږ چارواکی همیشه دامنیت دټینګښت خبری کوي چې په لوګر کې کراره کراري ده !!!
د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه
د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه
الحاج ملا اسدالله «حنیفی» د اما ن الله زوی دعبدالله لمسي د نور خان کړوسي په خټه ستا نيزي په ستا نیز یو کې دشېخېلوپه قبیله پورې تړلی دي چې په (کال ۱۳۳۶) هجری لمریزکې یی فاني دنیا ته ستر لوڅې کړيد ي . لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور او د کلي په جومات کې پیل کړې، او د (۱۳۵۰ هجری لمریز کال) په وروستیو کې د دیني علومو دزده کړې لپاره له خپل کور څخه د لوګر ولایت څرخ نومې سیمې ته بیستره یووړه او د طا لبۍ دوره يي پیل شوه. «حنیفی » صاحب له وړوکوالی څخه له پښتو شعر سره مينه لرله د شاعرانو دشعرونو او دیوانونو د مطالعې تلوسه یې په زړه کې په ترپکو وه،هماغه ؤ چې پر )۱۳۵۲ هجري لمريز(کال کې یې په شعر ليکلو پیل وکړ. «حنیفی» لا د دیني علومو له زده کړې نه ؤ فارغ شوي چې د مکلفیت دورې (عسکري) ته جلب شو، له کومه ځایه چې دوخت داساسی قانون د (۱۶) مې مادې له مخې د دیني علومو دعالمانو لپا ره یوې اسانتیا وجود لاره چې څوک په دیني علومو کې ازموينې ته چمتو وي او امتحان کې بریالي شي له عسکري خدمت څخه د معافۍ سند ترلاسه کولي شي.
!پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې
پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې!
دلوګرولایت کړېدلی ولسه!!
د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، دا به له وخته مخکې خبره وي که ووایو؛ چې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په خپل وخت او ړنې ترسره کیږي. خو داساسي قوانینو په رڼا کې حکومت مکلف دی چې ولسمشرۍ، پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت تره سره او د شفافیت پروسه یې هم په جدي توګه تر څارنې لاندې ونیسي.
د لوګر ولایت څخه ولایتي شورا او پارلمان ته تېر کال یو شمېر وکیلان د ولس لخوا غوره شول. نوموړو وکیلانو له خپلو قانوني حقونو زیاته موده خپلو دندو کې تېره کړه. تاسې د ټولو وکیلانو کړنې، خدمات، دقانون تخطيانې، شخصي ګمارنې، ځورواکي، د لوګر پر امنیتي وضعیت سترګې پټول، ولس دخپلو شخصي ګټو لپاره کارول، د والي او نورو دولتي چارواکو سره ګډې پروژې پر مخ بیول، د خلکو ناموس ته په بده سترګه کتل... او داسې نورې کړنې چې تاسې ترې خبر یاست، په خپلو سترګو ولیدې.
د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
شنبه، وري ۱۱ مه
د پیمان خیریه بنسټ له لوري د کابل او لوګر ولایتونو له څلورو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ مشر ښاغلي محمد شاه پیمان کړې ده، چې نږدې ۱۱ زره افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې د کابل ښار درېیو کورنیو ته یوه بوجۍ وریجې، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای او یوه بسته مالګه او د لوګر یوې کورنۍ ته یوه بودجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای، یوه کلیو غوښه او یوه بسته مالګه ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
دوشنبه، کب ۲۸ مه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د واغجان په کلي کې د امام کوفي (رح) جومات ته نوی رنګ ورکړل شو.
دغه جومات ته د پیمان خیریه بنسټ له خوا نوی رنګ ورکړل شوی، چې پر رنګولو یې ۱۲ زره افغانۍ لګیدلي دي.
د پیمان خیریه بنسټ یاد جومات د لوی خدای (ج) د رضا لپاره د واغجان د کلي د قومي مخورو په غوښتنه رنګ کړی دی.
د واغجان د کلي اوسیدونکي وایي،، چې دوی د جومات رنګولو ته ډېر خوښ دي او د پیمان خیریه بنسټ دا اسلامي خدمتونه ستایي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دو تنو کارکوونکو کړني وستایل شوې
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دو تنو کارکوونکو کړني وستایل شوې
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت؛ دلوګر ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دځوانانو دچارو لوی مدیر او دلوګردجریدي مسؤل مدیر هڅي او کړنې وستایلي.
انجنیرمحمدکاظم ابراهیم زاده، دلوګر دځوانانوچارو مدیر دځوانانو په برخه کې؛ ځوانانو ته دښوونیزو زده کړو دزمینو برابرول، ځوانان ترمنځ دیوالي رامنځته کول او ځوانانو ته د ښوخدمتونه ترسرکول او همدارنګه شیرمحمدامیني ستانکزی دلوګر د جریدې مسؤل مدیر دخپلوښو کړنو، فعالیتونواو لاسته راوړنو، چې دقلم له لارې دهیواد دفرهنګي میراثونو دمادي اومعنوي ارزښتونو، دفرهنګ په بډاینه، دښوونیزو او معلوماتي مقالو په لیکلو کې چي نه یواځې دلوګر په جریده کې خپاره کړي، بلکې دهیواد ملي ورځپاڼې او همدارنګه په نورو معتبرو ویب سایټونو کې دخلکو د ذهنونو د روښانولو او ولسونه ته دملي روغې جوړې او سولې ته درابللوپه موخه هلي ځلي کړيدي، په ستاینلیکونو ونازول شول.
پیام تبریکی مردم شجاع و مجاهد ولایت لوگر به مناسبت فرارسیدن جشن باستانی نوروز و حلول سال نو خورشیدی
پیام تبریکی مردم شجاع و مجاهد ولایت لوگر به مناسبت فرارسیدن جشن باستانی نوروز و حلول سال نو خورشیدی
بسم الله الرحمن الرحیم
با درود بر روان پاک شهدای راه جهاد مقدس ملت مسلمان و آزاده افغانستان!
حلول سال ۱۳۹۷هجری شمسی سال نو و بهار پرطراوت را که نشانه قدرت لایزال الهی و تجدید حیات طبیعت می باشد را به کافه ملت مسلمان، مجاهد ، سرفراز و غیور افغانستان، به خصوص به جلالتمآب رییس جمهور کشور، معاونان ریاست جمهوری، رییس و اعضای ستره محکمه، روسای ولسی جرگه و مشرانو جرگه، اعضای کابینه، اعضای شورای ملی و منسوبان نهادهای امنیتی کشور تبریک و تهنیت می گوییم. و سالی سرشار از برکت و معنویت را ازدرگاه خداوند متعال و سبحان برای شماعزیزان مسئلت مینماییم.
جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۷
د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
پنجشنبه، کب ۲۴ مه
د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د رحمن مینې له لسو کونډو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د پیمان خیریه بنسټ په سیمه ییز دفتر کې جوړه شوې وه، په کابل ښار کې د دغه بنسټ د سیمه ییز دفتر مسوول محمد ناصر غیرت او ځایي قومي مخورو ګډون کړی وو.
دغه مرسته د لوی خدای ( ج ) د رضا لپاره د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان وکړه، چې ۱۵۱۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ورکړل شول، چې د هرې کورنۍ مرسته ۱۵۱۰ افغانۍ ارزښت لري.
د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار په ساحوي دفتر کې نهه سوه ثبت کورنۍ لري، چې دغه ټولې کورنۍ د خوراکي موادو مرستې ته اړتیا لري.
د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه
چهارشنبه، کب ۲۳ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په سیمه کې د ویس قرني له جومات سره د ۳۶ متره موکټ مرسته وشوه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ، موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان د لوی خدای (ج) د رضا او ثواب لاسته راوړلو په موخه وکړه، چې ۱۸ زره افغانۍ ارزښت لري.
دغه موکټ د پیمان خیریه بنسټ د مرستیال محمد شاپورعرب له خوا د یاد جومات ملا امام او ځایي مخورو ته وسپارل شو، چې تر سپارلو وروسته په یاد جومات کې د لمونځ کوونکو لپاره هوار شو.
د مغل خیلو د کلي قومي مخورو د پیمان خیریه بنسټ له دې مرستې مننه وکړه، او دا یې له سترو ثوابونو ډک کار وباله.
د پوهنې وزارت ۶ ولایتونو ته نوي رییسان معرفي کړل
د پوهنې وزارت ۶ ولایتونو ته نوي رییسان معرفي کړل
د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې نن چهارشنبې ورځ د هیواد د ۶ ولایتونو لپاره نوي رییسان وټاکل شول.
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري په خپل کاري دفتر کې یادو رئیسانو ته د زده کړې د کیفي لوړاوي په باب اړینې لارښوونې وکړې او له فساد سره د جدي مبارزه په برخه کې یې له هغوی څخه ژمنې واخیتستې.
د یاد ولایتونه په لاندې ډول دي:
ښاغلی احمد ضمیر ګوارا د کابل ښار
ښاغلی عبدالوکیل کلیوال د لوګر ولایت
ښاغلی نصیر روښان د خوست ولایت
ښاغلی ظهور حکیم د پروان ولایت
ښاغلی محمد عظیمی د سرپل ولایت
ښاغلی محراب الدین شفق د پکتیکا ولایت لپاره
د یو اباد ازاد سرلوړي او پر مختللي افغانستان په هیله
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
جمعه، کب ۱۸ مه
د پیمان خیریه بنسټ له خوا په لوګر ولایت کې له ۳۶ کونډو، یتیمانو، معیوبینو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د ښځو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه د پیمان خیریه بنسټ مرستیال محمد شاپورعرب، د ښځو چارو رئیسه شیما زرګر او یو شمېر نورو محلي چارواکو ګډون کړی وو.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان وکړه، چې ټول ټال ۵۴۳۶۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۵۱۰ افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ور کړل شول.
!دعام ولس وژونکی عاملین باید په خپله سزا ورسیږی
دعام ولس وژونکی عاملین باید په خپله سزا ورسیږی !
موږ دسویل ختیځ زون شورا په غزنی ولایت کی دعام ولس وژنه په کلکوټکوغندو،دغه غیرانسانی اوغیراخلاقی کارموږته په هیڅ صورت دزغم اوبرداشت وړنه دی ، اوعاملینوته یی دسختی سزا غووښتوونکی یو ، دعام ولس وژنه یوغیرعادلانه کاردی اودبشریت سره یولوی ظلم اوجفا ده .
په غزنی ولایت کی عامووژل شویو وګړیوته ، دسترڅښتن تعالی څخه دجنت الفردوس اوددوی کورنیو ته دجمیل صبرغوښتوونکی یو، اودافغانستان داسلامی جمهوری دولت جلالتماب ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو، چی د دوی قاتلین باید ژرترژره ونیول شی ، اودقانون منګولوته وسپارل شی .
الحاج نورمحمد عبیدی ولسوال محمد اغه از پوسته امنیتی دهنو بازدید نمود
الحاج نورمحمد عبیدی ولسوال محمد اغه از پوسته امنیتی دهنو بازدید نمود
به خاطر تشویق پرسونل امنیتی بازدید از پوسته امنیتی دهنو صورت گرفت در حضورداشت قومندان صاحب امنیه لوگر, قومندان محترم لوا و ولسوال محمد اغه نورمحمد عبیدی که وعده همکاری و تقویه به همه پوسته های محلی, ملی و اردو سپردند. همچنان از پوسته جدید اردو که در ساحه پل دهنو ایجاد گردید بازدید صورت گرفت.



































































































