Home خانه
ځانمرګي بريد د لوګر د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په ګډون اوه پوليس ووژل
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۹
په لوګر کې د ځانمرګي بريد له امله د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په ګډون اوه پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان دي. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي ملی پیوند راډیو ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د امنيه قوماندانۍ په قراول کې رامنځ ته شوه.
په لوګر کې د ولایتي شورا نویو وکیلانو د لوړې مراسم ترسره کړل
شیرمحمد ((ستانکزی))
په لوګر ولایت کی ولایتی شورا ته د وکیلانو د لوړی جشن په شانداره مراسمو سره نن ولمانځل شو. د لوګر ولایت د نویو وکیلانو دلوړې په مراسمو کې د لوګر ولایت والي الحاج نیازمحمدامیري، د والي مرستیال فیض محمد میزازاده، په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت استازی انجنیرصاحب خان، د لوګر د استناف محکمو عمومي رییس پوهنوال نجیم حمیدی، د لوګر ولایت دولتي مسؤلین، د لوګر ولایت د سراسري شورا رییس حمیدالله فاروقي، د کابل ولایت د خلکواستازی زمرک پادخوابي، د کرکت بورډ مشر شهزاده مسعود، د لوګر ولایت قومی مشرانو، جهادي شخصیتونو اوګڼ شمیر د لوګرخلکو کډون کړي ؤ.
والي: له لوګره د ايساف سرتېرو وتلو پر امنيت منفي اغېزه نه ده کړې
په لوګر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له پوځي اډې ''شنک ''څخه د ايساف سرتېري وتلي او دا پوځي اډه يې افغان ملي اردو ته سپارلې ده. د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې افغان حکومت له دغې اډې څخه د خپلو ځواکونو لپاره ښه ګټه اخيستلاى شي. له امريکا سره د امنيتي تړون له مخې به په افغانستان کې له ۱۰ تر ۱۵ زرو بهرني ځواکونه په ځينو محدودو اډو کې پاتې شي، ځکه خو دغه سرتېري يو شمېر سيمې پرېږدي.
د ولايتي شورا غړو د لوړې پر مراسمو د برید په ترځ کی دری پولیس ټپیان شوی
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸
د لوګر ولايت په مقام کې د ولايتي شورا غړو د لوړې پر مراسمو بريد شوى،درې پوليس په کې ټپيان شوي او بريد کوونکى نيول شوى دى. د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وويل، دا پېښه نن کابو ١١ بجې رامنځ ته شوه ؛ خو له امله يې د لوړې مراسم نه دي ګډوډ شوي. قوماندان وويل، يوتن د ولايت د مقام پر دروازه لاس بم غورځولى او وروسته يې غوښتل چې د ولايت ودانۍ ته ننوځي، خو پوليسو يې مخنيوى کړى او هغه يې نيولى دى.
په محمد آغی ولسوالی کی د يوې مېرمنې مړى موندل شوى
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸
چارواکي وايي، چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې مړى موندل شوى دى. د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالوکيل حقيار وويل، د ٣٥ کلونو په عمر د دې مېرمنې مړى نن سهار د ولسوالۍ مقام ته څېرمه په دښته کې موندل شوى. امنيه قوماندان زياتوي، چې د وژل شوې مېرمنې هويت او کورنۍ نه ده معلومه او نه هم د هغې د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات لري، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړي.
د لوګر ولايتي شورا نويو وکيلانو د لوړې مراسم تر سره کړل
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸
د لوګر ولايتي شورا نويو ټاکل شويو وکيلانو د لوړې تر مراسمو وروسته ژمنه وکړه، چې د فساد پر ضد به جدي مبارزه وکړي ددغه ولايت د والي نیاز محمد امیری په شتون کې د ولايتي شورا ددې دورې ټاکل شويو وکيلانو ته سوګند ورکړل شو. د ولايتي شورا نوي غړي حسيب الله ستانکزی ملی پیوند راډیو ته وويل چی په جدي ډول د فساد پر ضد مبارزه د ولايتي شورا د نويو برياليو غړو موخه ده،چې په ترسره کولو کې به يې جدي هڅې وکړي.
زیار مدني ټولنه
زیار مدني ټولنه:
زیار مدني ټولنه دا ځل هڅه کوي، چې په لوګر کې د ولسي جرګې لپار د نوماندانو ترمنځ مناظره جوړه کړي، هغه کسان چې غواړي له لوګر ولايت څخه و لسي جرګې ته ځانونه نوماندوي، موږ ته دې خپله بیوګرافي وسپاري. موږ یې په اړه کره معلومات راغونډوو او په اړه یې په لوګر کې مېشتو خلکو نه پوښتنې کوو او په اړه يې نظرونه را غونډوو، دا ټول به بیا د سيمه ييزو رسنیو له لارې خپرېږي.
اطلاعیه ریاست معارف ولایت لوگر
اطلاعیه شماره 15 تاریخ نشر ۱۷-۰۸-۱۳۹۳
ریاست معارف ولایت لوگر ازتمام منسوبین مکاتب تقاضآ مینماید تا امتحانات سالانه را طبق فیصله وزارت معارف قرار ذیل آغازنمایند.
• از صنف اول الی ششم به تاریخ ۲۵ عقرب آغاز وتابه اخیر این ماه ادامه یابد.
• همچنان از صنف هفتم الی دوازدهم از تاریخ اول قوس آغاز وبه تاریخ ۱۵ قوس خاتمه یابد.
د لوګر د پوهنې ریاست خبرتیا
د خبرتیا شمیره ( ۱۵ ) د خپریدو نیټه ۱۳۹۳-۸-۱۷
د لوګرد مرکز او ولسوالیو د ټولو ښوونځیو له منسوبینوغوښتنه کیږي، چې د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیرد پوهنې وزارت د لارښوونې سره سم په لاندې ډول پیل کړي.
• ، له لومړې تر شپږم ټولګي پورې د کلنۍ ازموینې بهیر د عقرب د میاشتې په ۲۵مه نیټه پیل او د همدې میاشتې ترپایه دوام وکړي.
• دغه راز له اووم تر دولسم ټولګي پورې د کلنۍ ازموینې بهیر د قوس د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې په ۱۵مه نیټه پای ته ورسول شي.
د افغانستان د ولایتي شوراگانو نقش څه دی؟
جامعه مدنی لوگر:
د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د شوراگانو د استازو څخه انتظار کیږي چې په خپلو اړوندو ولایاتو کې د سولې، ښې حکومتوالۍ او اداري فساد سره د مبارزې لپاره کار وکړي. خو غټه پوښتنه دا ده چې د هغوی توانایی اوقانوني صلاحیتونه څومره دی .؟ ویل کیږی چی به ولایتی شورا ګانو ځینی دا سی کسان راغلی دی چی دیو ی خوا خپله په اداری او اخلاقی فساد او غلا ککړه دی او دبل خوا ځینی یی سواد نلری خو دپیسو ،واسطه او تقلب په مرسته راغلی دی.
جامعه مدنی لوگر
د لوګر زده کوونکو د افغان ترک ښوونځیو ته د شمولیت ازموینه ورکړه
پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، جمعه، لړم ۱۶مه
په لوګر ولایت کې د منځنۍ دورې یو شمیر زده کوونکو د افغان ترک ښوونځیو ته د شاملیدو ازموینه نن ورکړه. دغه ازموینه د افغان ترک ښوونځیو د منسوبینو له لوري د حضرت عمرفاروق ̓رض̔ د هلکانو په لیسه کې د کانکور ازموینې په څیر، چې پکې اتیا بیلا- بیلې پوښتنې راوستل شوې وې واخیستل شوه.
معدن مس عینک و راه دشوار استخراج آن
جامعه مدنی لوگر:
یک سلسله کار های ابتدایی درمس عینک صورت گرفته تا زمینه استخراج آن مساعد شود اما چالش زیادی فرا راه استخراج آن وجود دارد.
1- نا امنی؛ نخستین چالش که تهدید بزرگ برای استخراج مس عینک محسوب می شود چون یک تعداد حلقات داخلی و خارجی باعث ایجاد نا امنی ها بخاطر عدم استخراج آن می شود.
2- صد ها خانواده ازاطراف معدن مس عینک چندسال قبل بیجا وگفته می شود تا هنور شهرک که برای آنها درنظر بود ساخته شود نشده است واین مسله با عث نگرانی باشندگان محل شده است.
اعضای جدید شورای ولایتی لوگر اعتبارنامه های خود را بدست آوردند
اعضای جدید شورای ولایتی لوگر اعتبارنامه های خود را از کمیسیون مستقل انتخابات بدست آوردند. این 9 تن از اعضای جدید شورای ولایتی بعد از مراسم تحلیف به گونه رسمی کار خود را آغاز می نمایند. اعضای جدید شورای ولایتی لوگر امروز از کمیسیون ولایتی انتخابات در لوگر اعتبار نامه های خویش را به دست آوردند.
د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی انجینر محمد اکبر"ستانکزی"
د لوګر د پوهنې ریاست:
د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی انجینر محمد اکبر"ستانکزی" نن ورځ خپلې دندې ته تر راتلو مخکې د لوګر د پوهنې ریاست لپاره د جوړیدونکي څلورپوړیزې ودانۍ د جوړیدو له چارو څارنه او لیدنه وکړه.
نن د لوګر کرکټ روزنيزه اکاډمي پرانيستل شوه
نن د لوګر ولايت د کرکټ روزنيزه اکاډمي په رسمي توګه پرانيستل شوه چي ياده غونډه د شاروالي تالار کي جوړه شوي وه چي ياده غونډه کي د لوګر والي ښاغلي نياز محمد اميري د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي شهزاده مسعود د کرکټ بورډ اجرايوي ريس ښاغلي نور محمد مراد د کورني کرکټ مشر ښاغلي نظيم جار عبدالرحيم زي او د لوګر کرکټ لوبغاړو برخه اخيستي وه.
واگذاری قرارگاه امریکاییها در لوگر به افغانها
خان ولي احمدزی لوګر:
نیازمحمد امیری سرپرست ولایت لوگر امروز به ملی پيغام گفت: نیروهای افغان مسوولیت بزرگترین قرارگاه نظامیان امریکایی را در منطقه التمور مرکز این ولایت به عهده گرفتهاند. به گفتهی امیری، نظامیان امریکایی این قرارگاه را با تمام وسایل و تجهیزاتش به قوتهای افغان واگذار کردند.
لوګر کې د آیساف ځواکونو لویه اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه
(م س ا)
دغه اډه چې د لوګر ولایت مرکز د التمور په دښته کې پرته ده له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې آیساف ځواکونه پکې میشت وو او خورا ډير لګښتونه یې هم پدې لویه اډه کې وکړل. دغه اډه چی فاب شنګ نومیده وروسته له بګرام او د هلمند له باسټن اډې څخه په دریمه درجه کې ستره اډه وه. د لوګر چارواکو ویلي دي چې دغه اډه له ټولو وسایلو سره افغان ځواکونو ته سپارل شوې.
په لوګر کـې دمحـرم یا عاشـورا لسـمه ورځ ولـمانځل شوه
شیرمحمد((ستانکزی))
دمحرم دمياشتي لسمه دامام حسين دشهادت له ورځي سره برابره ده، امام حسين د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي زوى په يوشپيتم هجري قمري کال کي د يزيدو پروړاندې قيام وکړ اوپه دې ورځ له خپلو (٧٢) تنو يارانو سره د کربلا په دښته کي شهيد کړاى شو.له دې پيښې وروسته د نړۍ مسلمانان هرکال د محرم په لسمه د ظلم او استبداد په وړاندې د امام حسين شهادت د ځانګړو مراسمو په نيولو سره لمانځي.
د مس عينك پروژه د ام سي اسي پلمو ځنډولې
جامعه مدنی لوگر:
داسې ښكاري چې په لوګر كې د نړۍ د مسو ستره زېرمه، مس عینک کان چې د را ايستلو چارې يې په ۲۰۰۸ كال ((ام سي سي)) چينايي شركت ته سپارل شوې وې، نورې هم پسې وځنډېږي. وړاندې ټاكل شوې وه چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې په دغه كان کې د استخراج د دستګاو لومړنۍ چارې پيل شي، خو اوس ۲۰۱۴ كال هم له نيمايي تېر دى، مګر ام سي سي د كار د ځنډولو نوې نوې بهانې لټوي.
مردم در انتظار کابینه؛ مسلکی و متعهد
جامعه مدنی لوگر:
روزهای نخست کار دولت وحدت ملی با قاطعیت در برخی از موارد به پیش میرود و این امر علیرغم تداوم مشکلات امنیتی، مردم را به آینده امیدوار ساخته است. اما با وجود این، عمدهترین نگرانی ذهنی مردم در این روزها چگونگی تشکیل کابینه و زمان اعلام آن از سوی دولت میباشد.
د لوګر د پوهنې مرستیالانو او د پوهنې آمرانو ته روزنیز ورکشاپ جوړشو
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، لړم ۱۱ مه
د لوګر د پوهنې ریاست مرستیالانو او د ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته درې ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پیل شو. دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت د پلان او ارزونې د لوی ریاست له خوا د بي بي آمنې د نجونو په لیسه کې جوړشوی، چې پکې د عمومي، اسلامي، تخنیکي او مسلکي، لیک او لوست او د ښوونکو د روزنې د پروګرامونو مرستیالان او دغه راز د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمران برخه لري.

































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























