Home خانه
د لوګر د پوهنې رئیس د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ لیدنه وکړه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبې، وږي ۳۱ مه
د لوګر د پوهنې رئیس د ساینسي مضمونونو سلو تنو ښوونکو ته له جوړشوي روزنیز ورکشاپ نه نن لیدنه وکړه.
دغه نهه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ریاست له خوا د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره د بي بي آمنې د نجونو او حضرت عمرفاروق "رض" د هلکانو په لیسوکې جوړشوی دی.
د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" په دغه لیدنه کې لومړۍ د ورکشاپ له برخه والو نه په ورکشاپ کې د دوی د ګډون له امله مننه وکړه.
هغه دغه راز په دغه کتنه کې د ورکشاپ له ګډون والوغوښتنه وکړه ، چې په ورکشاپ کې ورښودونکي تجربې او نور مسائل په سمه توګه زده کړي.
په دې روزنیز ورکشاپ کې ښوونکو ته د ساینسي مضمونونو( کیمیا ، بیولوژي، فزیک ، ریاضي او چاپیریال ساتنې) په برخو کې په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکول کیږي ، ترڅو دغه ښوونکي یاد مضمونونه زده کوونکو ته د نظري ترڅنګ په لابراتوارونوکې د عملي لوست په ډول هم ور زده کړي.