Home خانه
په لوګر کې د ښوونځي لپاره ځمکه ورکړل شوه
خبرپاڼه دوشنبه، وږي دریمه نیټه
د لوګرد محمدآغې ولسوالی د آببازک د کلي یوه اوسیدونکي سیف الرحمن خپله درې جربیه ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره ډالۍ کړه.
پردغې ډالۍ شوې ځمکه به په نوموړي کلي کې د بي بي آمنې په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شي او سلګونه نجونو ته به د زده کړې لازم ښوونیزچاپیریال برابره کړي.
د نجونو دغه لومړنۍ ښوونځی د سږکال په لومړیو کې نوی تاسیس شوی او اوس مهال شاوخوا ۱۴۵ تنه نجونې په کې په زده کړو بوختې دي.
د یادونې وړده ، چې په لوګرکې تردې مخکې هم ډیر شمیر خلکو خپلې شخصي ځمکې د ښوونځیو د جوړولو لپاره ډالۍ کړي دي.
په درنښت
دلوګردپوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر