Home خانه
صدای حق خواهی وعدالت ؛ در برابر دو دزد ولایت لوگر
څوك چې له حق خبرې نه چوپ پاتې شي هغه ګونګ شيطان دى اودخداى جل جلاله ګناه ګار دى اوپه ناحقه خبره غږېدونكى ناطق اوګړېدونكى شيطان دى اودخداى جل جلاله ګناه ګار دى.
زيات خلك په خبرو اوچوپتيا كې له دې اّفتونو سره لاس اوګريوان دي اودحق پالونكي اود صراط مستقيم لارويان هغه خلك دي چې له باطل نه يې ژبې ژغورلي وي اودګټې په ځاى كې يې خلاصې كړي وي.
له بې ګټې اوبېځايه خبرو نه ځانونه ژغورل اودحق او روا خبرو په مهال دطوطي په شان ګړيږي ، كه چيرته دخپلو خبرو پايله اخيستنه په لنډو ټكو كې راونغاړو نوپه دې غوره پښتو متل كې داټول مفهوم ځائيږي چې وايي: خپله ژبه هم كلا ده هم بلا.