Home خانه
!ټولو د مس عینک د ټیم مینه والو ته دی مبارک وی
(اکرم )
دا چې تاسی ته بهتره معلومه ده په سږ کال شپږیزی ټورنمنټ کې پنځو قوی زونونو برخه درلوده چی د هغې له جملی څخه بند امیر ښاماران. مس عینک اتلان .بست ساتوونکی .امو نهنګان او سپین غر زمریان وو هر یوه واقعا خپله وړتیا وښوده .
سپین غر څلور لوبی وکړی دری یی وبایللی یوه یی وګټله امو نهنګانو د سیمی فاینل سره پنځه لوبی وكړی دری یې وبایللی دوه یې وګټلی بست ساتوونکو د سیمی فاینل سره پنځه لوبی وکړی دری یی و بایللی دوه یې وګټلی مس عینک اتلانو د فاینل سره شپږ لوبی وکړی دوه یی وبایللی څلور یی وګټلی او بد بخته بند امیر ښاماران د فاینل سره شپږ لوبی وکړی پنځه یې وګټلی او یوازی په پایلوبه کې یې د مس عینک اتلانو څخه ماتی ومنله.
چې دی سره د سږ کال شپږیزی سترو سترو سیالیو اتله لوبډله مس عینک اتلان شوه.
جالبه خو دا وه چې د تیر کال شپږیزی سالیو اتله لوبډله سپین غر زمریان دا ځل په وروستی مقام کې راغله .
د افغان کریک انفو خدماتی اداره یې د مس عینک اتلانو مینوالو ته د دې سترو سیالیو اتلوالی مبارکی وایې!
په شپږیزو سیالیو کې د مس عینک د اتلولۍ په خاطر تاسو ټولو ته مبارکي وایوو. ګلبدین نایب و، چې مس عینک یې په پایلوبې کې اتل کړ. موږ د ګلبدین نایب د ښکلې لوبې ستاینه کوو.
اتلوالی مو مبارک شه!!!
(اکرم )