Home خانه
په لوګرکې د والی او ښاروال پر وړاندې لاریون ترسره شول
شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر
د لوګر ولایت اوسیدونکو پرون دزمري په ۱۸ مه یوسوله ئیز لاریون دلوګروالي او ددې ولایت دښاروال پر وړاندې په لار واچول، د لاریون کوونکوشمیر سلګونوتنو ته رسیدل، لاریون کوونکي دلوګرپل علم ښار واټونوته رواوتلي او خپل شعارونه دوالي اوښاروال پروړاندې ورکول او دکابل ګردیز عمومي سړک يی دوه ساعته دترافیک پرمخ وتړل.
لاریون کوونکو لوګروالي او ښاروال دشنوساحواومارکیټونو په پلورتورن کړل او له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه دواړه لوړپوړې چارواکې له دندې څخه لیري اوګوښه کړي. څوتنو لاریون کوونکو له رسنیو ته وویل: چې مونږ به ترهغه وخت خپل لاریون ته دوام ورکړو، ترڅوچې مرکزي حکومت دوالي او ښاروال په لرې کولوکې اقدام نه وي کړې. دوی وویل، لوګرښاروال دلوګرشنې ساحې په نمرو بدلې کړي او مونږ د دوی محاکمه غواړو.
لوګرښاروال انجنیراحمدخان الفت په دې اړه وویل: په لوګرولایت کې ځمکې اونمرې ندې پلورل شوي اوکوم مارکیټونه چې روغول شوي هغه ددې ولایت دماسترپلان له مخې پرې کار شویدی. ښاروال هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې په لوګرکې شنې ساحې پلورل شوي او یاد اچې هغه په رهایشي نمروبدلې شویدي.لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري د لاریون په اړه رسنیو ته وویل، لاریون دهرچامدني حق دی چې دقانون په رڼا کې ترسره شي. والي دغه لاریون دلوګرولس کارنه بلکې دلوګرولایت دخلکو استازې حاجي محمداکبرستانکزي شخصي کار وښودل، چې دخپل شخصي ګټو په موخه يي پرلاراچولې دی.
په ولسي جرګه کې دلوګرولایت استازې الحاج محمداکبرستانکزي، په دې اړه وویل، دغه لاریون دلوګرولس کار دي، چې دخپلو حقوقو څخه دفاع وکړي دغه لاریون کې ما ګډون ندی کړې، لوګرولس ترما پورې خپل غږ رارسولې دی اوهغوی له مانه وغوښتل چې مونږپرلاریون لاس پورې کوو، چې ما ورته وویل دا ستاسو مدني حق دی، چې دخپل حق نه دفاع وکړئ. محمداکبرستانکزي دلوګرښاروال او والي هغه تورونه رد کړل، چې دخپلو شخصي ګټو پرموخه لاریون ترسره کړې دی. هغه وویل: که چیرته پرما کوم دوی کوم اسناد او شواهد راویستل نو خلکواو رسنیوته دې وړاندې کړي. ستانکزي زیاته کړه: مونږ سره دوالي اوښاروال هغه کره اسناد اوشواهد شته دي، چې دشنوساحو او نمرو په پلورلوکې لاس لري.
یاده دنه وي، چې لاریون کوونکوپه پای کې دلوګرښاروالۍ مخې او دولایت مقام پرسړک دتحصن خیمې و لګولې.
شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر