Home خانه
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي د ستونزې د حل غونډه وشوه
شاه پور د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر پل علم چهارشنبه، وږي ۱۲مه
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو لپاره د منظور شوي ښارګوټي پر وړاندې د راپیدا شوي ستونزې د هواري په مؤخه نن غونډه جوړه شوه. دغه غونډه، چې د یادې ولسوالۍ د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه، والي ښاغلي نیازمحمد "امیري" ، د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر "ستانکزي" ، ولسوال ښاغلي بسم الله "خوشیوال" ، د پوهنې آمرښاغلي الحاج عبدالقیوم "احمدي" ، د ښارجوړونې وزارت انجینرانو، قومي مشرانو، د ښوونځیو آمرانو او سرښوونکو پکې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د یادو تللو دولتي چارواکو ، قومي مشرانو ، د ښوونځیو منسوبینو او ښوونکو ترمنځ، د دې ولسوالۍ ښوونکو ته د منظور شوي ښارګوټي د لومړنیو کارونواو خط اندازۍ د چارو د پیلولو په اړه بحث او خبرې وشوې او وړ تصمیمونه ونیول شول.
په غونډه کې، د ټولو ګډون کوونکو په خوښه د ولسوال او امینه قوماندان په مشرۍ د قومي مشرانو او ښوونکو د استازو په ګډون یوه شپږ کسیزه کمیټه وټاکل شوه ترڅو د دغه ښارګوټي د جوړونې او خط اندازۍ چارې د ښارجوړونې وزارت د ورغلو انجینرانو په لارښوونه پیل کړي.
د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" وویل ، چې د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټی په ۳۵۰ جریبه دولتي ځمکه کې جوړیږي او ټولومستحقوښوونکواو کارکوونکو ته به نمرې ورکړل شي.
دیادونې وړده ، چې د خوښۍ ولسوالۍ ښوونکي هم د دغه ښارګوټي پر جوړولو خوښي څرګندوي او وایې ، چې د ښارګوټي په جوړیدو سره به د دوی د سرپناه ستونزه حل شي.
په درنښت
دلوګر دپوهنې ریاست ویاند اود مطبوعاتومسوول
ټلیفون شمیره: ۰۷۰۰۹۲۹۷۳۴