Home خانه
په لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې
شاه پور د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر خبرپاڼه سه شنبه، وږي ۱۱مه
د لوګر د مرکزاو دریو ولسوالیو د ښوونځیو ترمنځ د فوټبال ، والیبال او کرکټ د غوره لیګ لس ورځنۍ سیالۍ نن پای ته ورسول شوې.
په هغه غونډه کې، چې د پل علم ښار اړوند د کوچیانو د لیسې په لوبغالې کې پر غوره لوبډلو باندې د برابره شویو جایزو او ستاینلیکونو د ډالۍ کولو له امله جوړه شوې وه د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیال وزیراحمد "مومند" په ګډون د بدني روزنې مدیر نثاراحمد "نوري" او په دې لوبه کې د برخه اخیستونکولیسو آمرانواو سرښوونکو برخه اخیستې وه.
د فوټبال ، والیبال او کرکټ د غوره لیګ دغه لس ورځنۍ سیالۍ د لوګرد پوهنې ریاست د بدني روزنې مدیریت په زیار د کوچیانو د لیسې په لوبغالې کې پیل شوې وې.
په دغو سیالیو کې د مرکزپل علم په ګډون د خوښۍ ، بره کي برک او محمدآغې ولسوالیود بیلا- بیلو لیسو ۷۸ لوبډلو ګډون کړی وه.
د والیبال په سیالیو کې د کلنګارجهادي لیسې لومړی، غازي امین الله لوګري لیسې دویم ، دهنو لیسې دریم ، همدا ډول د فوټبال سیالیو کې د کلنګارجهادي لیسې بیاهم لومړۍ، بره کي راجان دویم ، محمدآغې لیسې دریم او همدا رنګه د کرکټ په لوبوکې د کوچیانو لیسې لومړۍ، حامد کرزي دویم او د سرخ آباد لیسې دریم مقام خپل کړل.
د یادولو وړده ، چې دغه سیالۍ د یادو ولسوالیو په ښوونځیو کې د غوره لیګ لوبډلو د ټاکلو په مؤخه په لاره اچول شوې وې.
په درنښت
د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر