Home خانه
د بیت المقدس په لرغوني ښار کې د «الزاویة الأفغانیة» په نوم یوه تاریخي ودانۍ شتون لري
د بیت المقدس په لرغوني ښار کې د «الزاویة الأفغانیة» په نوم یوه تاریخي ودانۍ شتون لري
د بیت المقدس په لرغوني ښار کې د «الزاویة الأفغانیة» په نوم یوه تاریخي ودانۍ شتون لري، چې د عثماني خلافت په دوره کې د افغان حاجیانو، علماوو او زائرینو د استوګنې، عبادت او ديني فعالیتونو لپاره ځانګړې شوې وه.
د تاریخي روایتونو له مخې، د دې زاویې د ساتنې، ترمیم او نورو لګښتونو لپاره ځانګړي اوقاف وقف شوي وو، چې د «وقف الزاویة الأفغانیة» په نوم پېژندل کېږي. دغه اوقاف د ودانۍ د دوام او د هغې د خدمتونو د تنظیم مهمه سرچینه وه.
الزاویة الأفغانیة د بیت المقدس د هغو تاریخي او فرهنګي آثارو له ډلې څخه ده چې د افغانانو او فلسطین د سپېڅلې خاورې ترمنځ د ژورو تاریخي، علمي او معنوي اړیکو څرګندونه کوي. دا ودانۍ د هغو افغان علماوو، صوفیانو او زائرینو یادونه هم ژوندۍ ساتي چې په بېلابېلو دورو کې یې بیت المقدس ته سفرونه کړي او هلته یې د علم او عبادت خدمتونه ترسره کړي دي.
نن ورځ دغه تاریخي ځای د اسلامي میراث یوه ارزښتناکه برخه ګڼل کېږي او د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او ګډ تمدني تاریخ یوه مهمه نښه بلل کېږي.









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























