Home خانه
جنرال نصیرالله بابر ته د تاریخي اثارو ډالۍ کول
جنرال نصیرالله بابر ته د تاریخي اثارو ډالۍ کول
جنرال نصیرالله بابر د پاکستان د پوځ یو مشهور جنرال او د بې نظیر بوټو د حکومت پر مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر و. نوموړي د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال کابل ته سفر کړی و.
ویل کېږي چې د بېرته ستنېدو پر مهال برهان الدین رباني هغه ته د افغانستان له ملي موزیم څخه د غازي وزیر محمد اکبر خان هغه توپانچه ډالۍ کړه چې د انګرېز سفیر ویلیم مکناټن د وژلو لپاره کارول شوې وه.
د رباني د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د ملي موزیم ګڼ تاریخي اثار له هېواده وایستل شول او د پېښور په نمک منډۍ کې د پلور لپاره وړاندې شول. همدارنګه ویل کېږي چې د خوشال خان خټک ټوپک هم په همدې موده کې لیلام شوی و.
د راپورونو له مخې، جنرال نصیرالله بابر په خپل کور کې د افغانستان د تاریخي اثارو یو شخصي موزیم هم جوړ کړی و او د افغانستان ځینې تاریخي توکي پکې ساتل کېدل.کاپی









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























