Home خانه
لوګر؛ د آبچکان سیمې د ځمکې پرسر راپورته شوې شخړې په اړه ناسته وشوه
لوګر؛ د آبچکان سیمې د ځمکې پرسر راپورته شوې شخړې په اړه ناسته وشوه
په دې ناسته کې قومي مشرانو د سیمې د خلکو ستونزې او د ځمکو پر سر رامنځته شوی جنجال مطرح کړ او د لوګر ولایت له مقام څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مرستیال والي د اسلامي نظام اساسي ارزښتونه سوله، ورورګلوي او پخلاینه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو بریا او پرمختګ په یووالي کې نغښتی دی.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې خپلې حقوقي او ملکي ستونزې د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې حل کړي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي نظام به د مظلوم د حق د تأمین لپاره جدي هڅې کوي او هیچا ته به د بل د حق د ضایع کولو اجازه ور نه کړي.
د ناستې په پای کې د لوګر مرستیال والي د یادې ستونزې د حل لپاره اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























