Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 60 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
02:17
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4242322

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

کلتوري او تاریخي میراثونه، د ولس د هویت ژوندۍ نښې

کلتوري او تاریخي میراثونه، د ولس د هویت ژوندۍ نښې

شېرمحمد امیني ستانکزی

Sher Mohammad Stanekzai 200د هر ملت د تاریخ او تمدن بنسټ د هغه د کلتوري او تاریخي میراثونو په ستنو ولاړ وي، دغه میراثونه نه یوازې د تېرو نسلونو ژوند، دودونه، فکر او هنرونه انځوروي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د هویت، ویاړ او زده‌کړې ژوندۍ سرچینې هم دي.

افغانستان، چې د لرغوني تمدن او بډایه کلتور خاوره ده، د تاریخ په اوږدو کې د مېړانې، سرښندنې او پوهې په ډګر کې تل ویاړلی هېواد پاتې شوی دی، زموږ د نیکونو د ژوند نښې، د تاریخي آثارو، کلاګانو، مقبرو او مدني ودانیو په بڼه لا هم زموږ د ملت د عزت او غیرت څرګندې نښې دي.

د دغو ارزښتونو ساتنه نه یوازې ملي وجیبه ده، بلکې د تاریخ د بډاینې او ملت د پیوستون لامل هم ګرځي.

لوګر ولایت د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې د کلتوري او تاریخي شتمنیو له پلوه بېساری ارزښت لري. دغه ټاټوبی د عالمانو، سرښندونکو او فکري څېرو کوربه پاتې شوی دی، د دې پاکې خاورې په غېږه کې د ابو مسلم خراساني، مولانا یعقوب څرخي، احمد سجاونډي، نائب سالار جنرال غوث‌الدین خان لوګری، نائب امین‌الله خان لوګری، غلام حیدر خان څرخي، غلام نبي خان څرخي، شاه محی‌الدین څرخي، سپه‌سالار حفیظ‌الله خان، ډګرجنرال فیض محمد خان او مولوي محمد نبي محمدي په څېر ستر شخصیتونه زېږېدلي او یا پکې خښ دي.

د دوی د مېړانې او علم رڼا لا تر اوسه زموږ د ملي هویت برخه ده، په لوګر ولایت کې ګڼ تاریخي ځایونه او لرغوني میراثونه شته، چې د هېواد د لرغوني تمدن بډاینه ورسره تړلې ده، د خروار ولسوالۍ د کافرکوټ لرغونی ځای، د برکي برک د سجاونډ سیمه، د تخت جمشید تاریخي ځای، د محمدآغې ولسوالۍ د مس عینک سیمه او ګڼ نور ځایونه د علمي او تاریخي څېړنو لپاره بې‌سارې سرچینې دي. که پرې ژورې څېړنې ترسره شي، نو ارزښتناکې تاریخي موندنې به ترې را څرګندې شي.

اوس مهال د لوګر ولایت دولس تاریخي آبدې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ثبت او راجستر شوې دي، خو په حقیقت کې د لوګر هره دره، غونډۍ او ټاټوبی له تاریخ او تمدن ډکه خزانه ده.

له دغو آبدو څخه د خواجه ملک سبزعلي، خواجه صدراولیا، خواجه سید احمد آغا، خواجه احمد سجاونډي، د شاه صاحب د جومات تاریخي محراب او نور یادېدلی شي، چې د دې ولایت د کلتوري هویت بډاینې ته یې ځانګړی رنګ ورکړی دی.

د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د دولت دنده نه ده؛ بلکې د ولس ګډ مسؤلیت هم دی، چې له خپل تاریخي او معنوي شتمنیو ساتنه وکړي.

همدارنګه، د یونیسکو نړیوال سازمان او د کلتوري میراثونو نور بنسټونه باید د لوګر د لرغوني تمدن د پېژندنې او خونديتوب په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي، څو د نړۍ سیلانیان د دې خاورې له تاریخي ښکلاوو سره له نږدې آشنا شي.

په وروستیو کلونو کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې د یادو آثارو د ساتنې او پېژندنې په برخه کې د ستاینې وړ دي، هیله ده چې دا هڅې لا پیاوړې شي او د لوګر تاریخي سیمې د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري، د فرهنګي پانګې په توګه وپېژندل شي.

په پای کې باید هېر نه کړو، چې کلتوري او تاریخي میراثونه زموږ د هویت، مېړانې او تمدن ژوندۍ هنداره ده، که دا نښې له منځه ولاړې، نو د ملت حافظه به هم ورو ورو مړه شي. نو راځئ، د خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو د ساتنې، له پاره په ګډه ګامونه پورته کړو، ترڅو راتلونکي نسلونه مو د تېر ویاړ او مېړانې ژوندي وارثان پاتې شي.

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.