Home خانه
د لوګر د پوهنې ریاست خپل یوه ښوونځي ته ارتقا ورکړې
د لوګر د پوهنې ریاست خپل یوه ښوونځي ته ارتقا ورکړې
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، رمضان المبارک ۲۰ مه ، حمل ۱۱ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د غیرت آباد په نوم خپل یوه لومړني ښوونځي ته د منځني ښوونځي کچې ته ارتقا ورکړې ده.
یاد ښوونځي ته چې د مرکز پل علم اړوند د غیرت آباد په کلي کې شتون لري د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته ارتقا ورکړل شوې ده.
دغه ښوونځی په ۱۳۸۷ لمریز کال کې تاسیس شوی ، شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي، چې په ارتقا سره یې نږدې ۱۰۰ زده کوونکو ته د منځنيو ټولګیو د زده کړو زمینه برابره شوه.