Home خانه
د لوګر د پوهنې نوي رئیس په کار پیل وکړ
د لوګر د پوهنې نوي رئیس په کار پیل وکړ
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، رمضان المبارک ۱۵ مه ، حمل ۶ مه
د لوګر ولایت د پوهنې نوي رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي نن دوشنبې د خپل کار په دفترکې په کار پیل وکړ.
هغه د خپل کار لومړۍ ورځ له خپلو کارکوونکو ، د دیني مدرسو او ښوونځیو له مسوولانو او مراجعینو سره پر لیدنې کتنې ، غوښتنو او ستونزو اورېدلو پیل کړی دی.
د پوهنې رئیس په یادو لیدنو او کتنو کې خپلو ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپلې چارې منظمې پرمخ یوسي او لوګریانو ته د ښه خدمت کولو جوګه وګرځي.