Home خانه
د لوګر د پوهنې ریاست په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته پوره تیاری نیول شوی
د لوګر د پوهنې ریاست په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته پوره تیاری نیول شوی
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، رمضان المبارک ۶ مه، کب ۲۶ مه
د لوګر ولایت مرکز پل علم او ولسوالیو په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.
یاد بشپړ چمتوالی د پوهنې ریاست د هدایت له مخې د اړوندو تعلیمي بنسټونو ښوونکو او اداري کارکوونکو نیولی دی.
د ژمي رخصتیو له تېرولو وروسته ښوونکي بېرته خپلو دندو ته حاضر شوي او هم له زده کوونکو غوښتنه شوې ده،چې د نوي تعلیمي کال په لومړی ورځ خپلو درسونو ته حاضر شي.
ټاکل شوې ده چې په لوګر او سړو ولایتونو کې راتلونکی ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د هدایت له مخې د را روانې حمل میاشتې په لومړی نېټه رسماً پیل شي.