Home خانه
د لوګر د جباري په کلي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو
د لوګر د جباري په کلي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۲۱ مه ، کب ۱۳ مه
د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند جباري کلي کې د احرار په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.
دا ښوونځی د یادې سیمې اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د پوهنې ریاست او د پل علم د پوهنې آمریت د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.
دغه نوی ښوونځی به په راتلونکي ښوونیز کال کې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي، چې په پرانیستلو سره به یې د ۳ سیمو شاوخوا ۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د یادونې وړده،چې تر دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست له خوا د مهاجرینو په ښارګوټي او آبچکان سیمه کې دوه نوي مکتبونه تاسیس شوي دي.